يَعْتَذِرُونَ ۴۴۳ التوبة

مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۱۳﴾ وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ ﴿۱۱۴﴾

نه دی جائز پیغمبرلره او مؤمنانولره چه بخنه غواړی دمشرکانودپاره اگرکه وی خپلوان ددوی پس دهغی نه چه ښکاره شوی ده دوی ته چه دوی جهنم والا دی ﴿ ۱۱۳ ﴾
اونه وی بخنه غوښتل دابراهیم علیه السلام پلارخپل له مگردوجی دوعدی نه وه چه کړی وه هغه سره پس هرکله چه ښکاره شوه ده ته چه یقیناً دی دشمن د اللّه تعالٰی دی نوجداشو دهغه نه یقیناً ابراهیم علیه السلام ډیرنرم زړی صبرناک وو ﴿ ۱۱۴ ﴾

[۱۱۳] هرکله چه صفات دکمال دمؤمنانو دپاره ذکرشول نوپه دی آیت کښی دمشرکانودبرائت کولو یوخاص طریقه دمؤمنانودپاره ذکرکوی هغه داده چه پیغمبراو مؤمنانوله مشرکانودپاره بخنه غوښتل منع دی اوکوم چه حدیث کښی راغلی دی رب اغفرلی لقومی فانّهم لایعلمون ـ نودهغی جواب دادی چه هغه ددی آیت دنزول نه مخکښی وؤ بل جواب دادی چه اِغفرپه معنیٰ داِهد دی (مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ) ددی مطلب دادی چه په قرآن کریم سره معلومه شوی ده چه مشرک ته بخنه نه کیږی لکه په سورة نساء‌ (۱۱۶) کښی نودی به همیشه جهنمی وی لکه په سورة مائده (۷۲) کښی اوداتوجیه غوره ده ځکه مشرک ژوندی دپاره سوال دمغفرت منع دی هان سوال دهدایت ورله جائز دی -
[۱۱۴] داجواب دی دیو سوال نه چه ابراهیم علیه السلام دمشرک پلاردپاره بخنه غوښتلی ده لکه سورة ابراهیم ایت (۴۱) اوسورة شعراء آیت (۸۶) کښی راغلی دی - نوددی جواب اوشو چه ابراهیم علیه السلام هغه سره وعده کړی وه نوخپله وعده ئی پوره کړه اووعده دده ذکرده په سورة مریم (۳۷) اوپه سورة ممتحنه (۴) کښی - بیاسوال دادی چه هغه پلارئی مشرک وؤ نووعده داستفغارئی ولی کوله (فَلَمَّا تَبَيَّنَ) دی سره اشاره اوشوه جواب ته حاصل دجواب دادی چه د وعدی کولوپه وخت کښی ده ته یقین نه وؤ راغلی چه دا کافراومشرک دی - اوهرکله چه یقین ئی راغی نواستغفارغوښتل ئی پریښودو (لَأَوَّاهٌ) نرم والی دزړه ته وائی اودا متعلق دی دوعده کولو دپلاره سره د استغفار او (حَلِيمٌ) متعلق دی د استغفار غوښتلوسره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>