يَعْتَذِرُونَ ۴۴۴ التوبة

وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِلَّ قَوْمًا بَعْدَ إِذْ هَدَاهُمْ حَتَّى يُبَيِّنَ لَهُمْ مَا يَتَّقُونَ إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ إِنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۱۱۶﴾ لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۷﴾

اونه دی اللّه تعالٰی چه گمراه (گنهگار) کړی یوقوم پس دهغی نه چه دوی ته ئی هدایت کړی وی ترهغی چه بیان کړی دوی ته هغه څه چه بچ کوی ځان دهغی نه یقیناً اللّه تعالٰی په هرڅیزپوهه دی ﴿۱۱۵﴾
بیشکه اللّه تعالٰی خاص هغه لره بادشاهی دآسمانونو او د ځمکی ده ژوندی کول کوی او مړه کول کوی اونیشته تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ دوست اونه مددگار ﴿۱۱۶﴾
یقیناً مهربانی کړی ده اللّه تعالٰی (په اسانتیا راوستو) په نبی ﷺ او په مهاجرینو اوانصارو هغه کسان چه تابعداری ئی کړی ده دده په حالت تنگسیاکښی پس دهغی نه چه نزدی وه چه کاږه شوی وی زړونه دیوی ډلی ددوی نه بیا کلک والی راوستو اللّه تعالٰی په دوی باندی یقیناً اللّه تعالٰی په دوی باندی شفقت کوونکی رحم کوونکی دی ﴿۱۱۷﴾

[۱۱۵] داجواب دبل سوال دی سوال داوؤ هرکله چه استغفار دمشرک دپاره منع وؤ نوددی نه مخکښی چه چا استغفار غوښتلی دی نوهغوی گنهگارشول؟ په دی ایت کښی جواب اوشو حاصل دجواب دادی چه قانون د اللّه تعالٰی دادی چه پوره ئی یوحکم نه وی بیان کړی نودهغی په مخالفت کولوسره مؤمن سړی نه گمراه کیږی ځکه معصیت خووئیلی شی خلاف دماموربه ته اوارتکاب دمنهی عنه ته - اومرادد لِيُضِلَّ نه حکم کول دی دگمراهئ‌ یاسزاورکول دی دگمراهئ -
فائده: دارنگ د ورود شرعی نه وړاندی په چاباندی حکم دگنهگارئ‌ نه شی کیدلی -
[۱۱۶] داعلت دمخکښی آیت دی چه قانون بیانول د اللّه تعالٰی اختیاردی ځکه چه بادشاهی د اللّه تعالٰی دپاره ده - اوپه دی آیت کښی دعویٰ دتوحید ده په رد شرک فی التصرف سره (يُحْيِي وَيُمِيتُ) احیاء او اماتت حقیقیه مراد دی اوجائزده چه هدایت اوگمراهی ترینه اشارةً مرادشی -
[۱۱۷] په دی آیت کریمه کښی زیری دی دمؤمنانوته په قبولیت دتوبی اوپه دی آیت کښی اشاره ده تکالیفوته په غزوه د تبوک کښی چه گرمی سخته وه سفراوگد وؤ اوپه سورلوباندی هم نمبرپه نمبرتلل وؤ اوتوخه ددوی زړی کجوری وی بیا دتوبی نه مراد په دی آیت کښی تخفیف او آسانتیا راوستل دی په اول تَابَ کښی اوزړونه کلکول دی په دوهم تاب کښی - په دی کښی اشاره ده چه نبی هم توبی ته محتاج دی لیکن دهغه توبه دگناه نه ده بلکه آسانتیا راوستل مراد دی (يَزِيغُ) مراد د زیغ نه ترک دجهاد دی ارتداد نه دی مراد -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>