يَعْتَذِرُونَ ۴۴۵ التوبة

وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۱۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۱۹﴾ مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا بِأَنْفُسِهِمْ عَنْ نَفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۲۰﴾

(اوتوبه ئی قبوله کړه) دهغی دریو کسانوچه روستوکړی شوی وه معامله ددوی ترهغی پوری کله چه تنگه شوه په دوی باندی ځمکه سره دارت والی نه اوتنگ شو په دوی باندی زړونه ددوی اویقین اوکړودوی چه نیشته دی ځای دپناهی دعذاب د اللّه تعالٰی نه مگرهغه ته دی بیاتوفیق دتوبی ورکړو دوی لره دپاره ددی چه دوی توبه اوباسی یقیناً اللّه تعالٰی دی توبه قبلوونکی رحم کوونکی ﴿۱۱۸﴾
ای ایمان والو ویره کوئ‌ د اللّه تعالٰی نه اوشئ‌ ملگری درشتینو خلقو ﴿۱۱۹﴾
نه ده مناسب مدینی والولره اوهغه چالره چه ددوی چاپیره دی دبانډچیانونه چه روستو پاتی شی د رسول اللّٰه ﷺ نه اونه دی غوره کوی خپل ځانونه دهغه ځان نه داحکم په دی وجه دی چه نه رسی دوی ته تنده اونه ستړی والی اونه لوږه په لار د اللّه تعالٰی کښی اونه گرځی دوی په یولاری چه غصه کوی کافرانولره اونه حاصلوی دوی ددشمن نه څه شی مگرلیکلی کیږی دوی لره په بدله دهغی عمل نیک بیشکه اللّه تعالٰی نه بربادوی ثواب د ښائسته عمل کوونکو ﴿۱۲۰﴾

[۱۱۸] په دی آیت کښی زیری دی دقبولیت دتوبی دهغه دریوکسانوچه په آیت (۱۰۶) کښی تیرشوی دی (خُلِّفُوا) دکعب رضی اللّه عنه نه روایت دی چه مراد ددی نه روستووالی دحکم ددوی دی روستووالی دجهاد نه مراد نه دی ځکه چه هغه صفت دمنافقانو دی (ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ) ددی وجی نه چه ددوی سره صحابه کرامو معامله پریښودلی وه اوخبری ئی ورسره نه کولی په حکم د نبی ﷺ سره (وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ) دا ددی وجی نه چه کله ملگری به دوی سره مخامخ شول نوسخته وینابه ئی ورته کوله بل داچه په دوی باندی په زړونوددوی کښی ډیرغم او فکرراغلی وؤ - ابوبکر وراق نه روایت دی چه توبة نصوح علامت دادی چه دگناه دوجی نه په انسان باندی دغسی حالت راشی (حَتَّى إِذَا) داغایه ده د خُلِّفُوا دپاره اوثم تاب عطف دی په اذاضافت باندی -
[۱۱۹] داترغیب دی جهاد ته اومنع ده د پاتی کیدلو دجهاد نه پس دذکر دپاتی کیدونکونه، اوترغیب دی په ملگرتیا دمجاهدینو او درشتینو خلقو - اوپه دی آیت کښی دوه امرونه دی اول کښی اصلاح دنفس انفرادی مراد ده په تقویٰ سره اوپه دوهم کښی اصلاح اجتماعی مراد ده یعنی دصادقینو ملگرتیا اختیارول -
[۱۲۰] په دی آیت کښی ترغیب دی جهاد ته یوپه دی طریقه چه رسول اللّٰه ﷺ جهاد کوی اوپه خپل نفس تکلیف تیروی نوتاسو ولی نه کوئ‌ او ولی ځان له تکلیف نه ورکوئ‌ بله طریقه داده چه په جهاد کښی هریوتکلیف تیرول سبب دثواب دی (وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا) مطلب دادی چه کله مؤمنان مجاهدین په ځمکه گرځی اوکافران ورته گوری اوعصه کیږی داهم ثواب دی (وَلَا يَنَالُونَ) مراد ددی نه دادی چه کافران قتل کول یاهغوی له شکست ورکول یادهغوی نه غنیمت حاصلول داټول ثوابونه دی (أَنْ يَتَخَلَّفُوا) دهغه دحکم نه یا دهغه په ملگرتیا کښی دجهاد کولونه خلاف کول (بِأَنْفُسِهِمْ) یعنی نبی ﷺ ډیرمصسبتونه او تکلیفونه بدنی په جهاد په ځان باندی تیروی نوتاسو دهغه نه غوره نه یئ نوتاسو مصیبتونه د جهاد تیرکړئ‌ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>