يَعْتَذِرُونَ ۴۴۶ التوبة
وَلَا يُنْفِقُونَ نَفَقَةً صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۲۱﴾ وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ ﴿۱۲۲﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۲۳﴾
اونه خرچ کوی دوی څه خرچ لږ اونه ډیراونه سفرکوی دوی په یومیدان مگرلیکلی کیږی دوی لره دی دپاره چه بدله به ورکړی دوی لره اللّه تعالٰی ډیره ښائسته دهغی عملونو چه دوی ئی کوی ﴿۱۲۱﴾
اونه ده مناسب چه مؤمنان دی اوځی ټول (دجهاد یا دعلم دپاره) پس ولی نه اوځی دهری ډلی ددوی نه څه کسان دی دپاره چه پوهه حاصل کړی په دین کښی اوچه ویره ورکړی دوی قوم خپل ته (په بیان ددغه علم) کله چه هغوی واپس شی دوی ته دی دپاره چه هغوی ځان بچ کړی د گناهونونه ﴿۱۲۲﴾
ای ایمان والوجنگ کوئ دهغی کسانوسره چه نیزدی دی تاسوته د کافرانونه اودی مومی هغوی په تاسو کښی کلکوالی اوپوهه شئ یقیناً اللّه تعالٰی خاص ملگری دمتقیانو دی ﴿۱۲۳﴾
[۱۲۱] په دی آیت کښی هم نور عملونه دمجاهد ذکر دی چه په هغی سره هغه ته ثواب حاصلیږی اودا عملونه په خپله عبادات دی ددی وجی نه ددی سره بِهِ عَمَلٌ صَالحٌ نه دی ذکر کړی او مخکنی په خپله نیک اعمال نه وو لیکن دجهاد وجی نه ثواب دنیک عمل ورباندی ورکولی کیږی او ددی وجی نه په هغه آیت کښی مُحسِنِین ذکر کړو یعنی دغه عملونه داحسان دوجی نه صالح گرځی اوپه دی کښی (أَحْسَنَ) ذکرکړو اشاره ده چه دا عملونه په خپله احسن دی (وَلَا يَقْطَعُونَ وَادِيًا) مراد ددی نه سفرکول دی په نیت دجهاد سره - وَادِیْ: په اصل کښی هغه فراخ ځای دی چه په مینځ دغرونو او ډیرکوکښی وی چونکه هغه کنده (دره) هم ده اومیدان هم دی نود وادی اطلاق په دواړو کیږی -
[۱۲۲] په دی آیت کښی ترغیب دی علم ددین ته دپاره دتکمیل دجهاد یعنی دجهاد دپاره مخکښی دهغی نه علم ددین ضروری دی - حاصل دآیت دادی چه ټول کسان جهاد له مه اوزئ (کله چه جهاد فرض کفائی وی) بلکه بعضی کسان جهاد له اوځئ اوبعضی کسان دعلم ددین دپاره ځان وقف کړئ نودا آیت دلیل دی په دی خبره چه علم ددین ټول فرض کفائی دی اوعلم دهغی احکاموچه فرض عین وی عم فرض عین دی -
فائده: په آیت کښی توجیهات دی اوله داچه (لِيَنْفِرُوا) نه مراد وتل دطلب دعلم دپاره دی او طائفه نه مراد طلب گار دعلم دی (لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ) مراد ددین نه کتاب اللّه او سنت دی او تفقه نه مراد داسی علم دی چه په هغی سره دحکمتونو اود حکمونواستنباط کیدی شی اوپه حدیث کښی وارد دی - مَن يُرِدِ اللّه ُ بِهِ خَيرا يُفَقِّههُ فِي الدّينِ (وَلِيُنْذِرُوا) مراد دانذار نه تبلیغ دقرآن اوسنت دی نودهغی په منلوسره او عمل کولوسره تقلید نه لازمیږی ځکه چه دا علم دی په دلیلونوسره اوتقلید خوخبره منل بغیرددلیل نه دی -
[۱۲۳] په دی آیت کښی هم حکم دقتال دی اوتعلیم دطریقی دجهاد دی چه دنیزدی نه دی شروع کیدی شی او (غِلْظَةً) په معنیٰ د کلکوالی او دغیرت دی -