يَعْتَذِرُونَ ۴۵۴ يونس

ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ مِنْ بَعْدِهِمْ لِنَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ ﴿۱۴﴾ وَإِذَا تُتْلَى عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِنْ تِلْقَاءِ نَفْسِي إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿۱۵﴾ قُلْ لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلَا أَدْرَاكُمْ بِهِ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِنْ قَبْلِهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۱۶﴾

بیا اوگرځولئ مونږ تاسواوسیدونکی په ځمکه کښی روستود مشرانونه دی دپاره چه اوگورو مونږه (په طریقه دامتحان) چه په کومه طریقه عمل کوئ‌ تاسو ﴿۱۴﴾
اوهرکله چه بیان کړی شی په دوی باندی آیتونه ځمونږه صاف صاف نووائی هغه کسان چه نه لری عقیده دملاقات ځمونږ راوړه یو قرآن بغیر ددی نه یا بدلی اوکړه په ده کښی اوایه ته نه دی جائز مالره چه بدلی اوکړم په ده کښی دخپل طرف نه تابعداری نه کوم ځه مگردهغی چه وحی کیدی شی ماته یقیناً ویریږم زه که نافرمانی اوکړم درب خپل (په بدلولودقرآن سره) دعذاب دورځی لوی نه ﴿۱۵﴾
ته اوایه که غوښتی وی اللّه تعالٰی نونه به وی لوستلی ماقرآن په تاسوباندی اونه به خبردرکړی وی اللّه تعالٰی تاسوته په دی سره پس یقیناً تیرکړی دی ماپه تاسو کښی ډیرعمر ددی نه مخکښی آیا پس عقل نه لرئ ﴿۱۶﴾

[۱۴] دا آیت هم ویره دنیوی کښی داخل دی (كَيْفَ تَعْمَلُونَ) دا دلیل دی په دی باندی چه د اللّه تعالٰی په نیزباندی په عملونوکښی کیفیات او طریقی مقصود دی چه هغه طریقه دپیغمبروی اودا آیت ټول امت ته خطاب دی (لِنَنْظُرَ) مراد نظرنه امتحان دی (كَيْفَ تَعْمَلُونَ) یومقصد دخلق توحید دی لکه په سورة ذاریات (۵۶) کښی دی - او دوهم مقصد طریقی دبندگئ‌ دی په موافقت دسنت سره لکه په دی آیت کښی دی -
[۱۵] دا آیت هم زورنه منکرینودتوحید ته مطلب دادی چه دوی ته هرکله آیتونه دتوحید بیانیږی نودوی وائی چه قرآن ښه دنصیحت کتاب دی لیکن هرځای په کښی دشرک رد دی دا تری لری کړه نوباقی مونږ منو (بَيِّنَاتٍ) چه په وضاحت سره دلالت کوی په توحید باندی (غَيْرِ هَذَا أَوْ بَدِّلْهُ)‌ ددی فرق دادی چه غیر، دا معنیٰ ده چه ددی قرآن په ځای بل کتاب راوړه اودی بلکل لری کړه، اوتبدیل دا معنیٰ ده چه په دی کښی ترمیم اوکړه یعنی مسئله دتوحید تری نه لری کړه (قُلْ) دا اول جواب دی دمشرکانو دمطالبی - مطلب ئی دادی چه زه ترمیم نشم کولی نوتغیرخوپه طریقه اولٰی سره نشم کولی ځکه چه دا دواړه کارونه سبب دلوی عذاب دی (إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ)‌ دادلیل دی چه دوحی بفیر دبل څیزتابعداری جائز نه ده (إِنْ عَصَيْتُ)‌مراد دعصیان نه تبدیل او تغییر دی -
[۱۶] دا دوهم جواب دی مطالبی دمشرکینوته - حاصل ئی دادی چه بیانول ددی قرآن ما دځان نه دی شروع کړی ددی بیان ځما دطرف نه اوددی تعلیم درکول تاسوته په ارادی د اللّه تعالٰی سره دی (فَقَدْ لَبِثْتُ) ددی اول مطلب دادی چه ځما دڅلویښتوکالو ترعمره پوری صدق او امانت تاسوپیژنئ‌ اوداهم پیژنئ چه زه امی یم ماڅه لوستلی یا لیکلی نه دی نو څنگه داکتاب ما دځان نه جوړکړی شو - دوهم مطلب دادی چه تاسوته معلومه ده چه په دی څلویښت کاله کښی ماد اللّه تعالٰی هیڅ نافرمانی نه ده کړی نو څلویښت کالونه روستو بیاڅنگه گناه اوکړم - او دا دلیل دی د عصمت قبل النبوة - په صحیح حدیث سره ثابت ده چه نبی ﷺ ته د څلویښت کالوپه عمرکښی وحی دنبوت شروع شوی وه بیاپه مکه مکرمه کښی ئی دیارلس کاله اوپه مدینه منوره کښی ئی لس کاله تیرکړل او ددری شپیته کاله په عمرکښی وفات شو اوپه کوموروایاتو کښی چه شپیته کاله ذکر دی نوپه هغی کښی کسر(دری) حذف کړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>