يَعْتَذِرُونَ ۴۵۵ يونس
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ ﴿۱۷﴾ وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا عِنْدَ اللَّهِ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۱۸﴾
پس څوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ یا دروغژن گنړی آیتونه دهغه یقیناً نه شی بچ کیدلی داسی مجرمان (دعذاب د اللّه تعالٰی نه) ﴿ ۱۷ ﴾
اوبندگی کوی داخلق سیوا د اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه نه ضرر رسولی شی دوی ته اونه نفع رسولی شوی دوی ته اووائی دوی چه داکسان سفارشیان ځمونږ دی په دربار د اللّه تعالٰی کښی اوایه ته آیا تاسو خبرورکوئ اللّه تعالٰی په هغه څیز چه نه ئی پیژنی اللّه تعالٰی په آسمانونوکښی اونه په ځمکه کښی (یعنی موجودنه دی) پاک دی اللّه تعالٰی او لوئ دی دهغی نه چه دوی شریکوی د اللّه تعالٰی سره ﴿ ۱۸ ﴾
[۱۷] دا هم زورنه ده منکرینو او مشرکینوته (افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) یومراد ددی نه مشرک دی چه شرک کوی - اودهغی دجواز نسبت اللّه تعالٰی ته کوی او اللّه تعالٰی ته دولد نسبت کوی - دوهم مراد ددی نه هغه څوک دی چه د اللّه تعالٰی په کلام کښی تبدیلی اوکړی اودځان دطرف نه په هغی کښی الفاظ یا معانی جوړوی - په اوله توجیه ربط دادی چه زه ظلم کوؤنکی نه یم ځکه چه افتراء په اللّه تعالٰی باندی لوی ظلم دی (أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ) اشاره ده چه په اللّه تعالٰی باندی افتراء کوونکی اودقرآن تکذیب کوونکی دواړه یوشان دی په کفرکښی -
[۱۸] ددی ځای نه تردیرشم (۳۰) آیت پوری دوهم باب دی - په دی باب کښی رد دی په عقیده د مشرکینو چه هغوی خپل شرکاء شفعاء گنړی اوپنځه زورنی دی اومثال دی دپاره دفنا ددنیا اوزیری اخروی او ویره اخروی ده - په دی آیت (۱۸) رد دی په شرک فی العبادت باندی اوعقیده دمشرکانو چه هغوی خپل معبودان شفعاء گنړی - حاصل ددوی د عقیدی داوؤ چه دوی وئیل چه اللّه تعالٰی یودی لیکن دامونږچه سیوا د اللّه تعالٰی نه چا بندگی کوؤ لکه (لات، منات، هبل) وغیره نودوی زمونږحاجتونه په اللّه تعالٰی باندی پوره کوی رزق راکول، اولاد راکول، مرضونه لری کول وغیره - اوکوموکسانوچه دوی کښی آخرت باندی عقیده وه نوهغی دا هم وئیل چه دا معبودان په ورځ دآخرت به مونږه لره دعذاب نه نجات راکوی اوپه اللّه تعالٰی باندی به ځمونږه بخنه خامخا کوی - او دی عقیدی ته وسیله شرکیه او شفاعت قهریه (بی اجازته) وئیلی کیږی - امام رازی وائی چه ددی مثال ځمونږپه زمانه کښی قبرپرست خلق دی چه داولیاؤ قبرونو ناجائزتعظیم کوی لکه سجده کول او طواف کول اودهغی په نوم نذرانه شکرانه ورکول اوپه هغی باندی جنډی او غلافونه اچول په دی عقیدی سره چه کله مونږداتعظیمونه اوکړو نو دا اولیائی کرام ځمونږحاجتونه په اللّه تعالٰی باندی خامخا پوره کوی اوپه روځ دقیامت به هم دوئ مونږله نجات راکوی - اودا عقیده قطعاً شرک دی ځکه چه ددی آیت په آخرکښی يُشْرِكُونَ، فرمائیلی دی اوپه دی آیت کښی دهغی په عقیده باندی ردپه دریوطریقو سره شوی دی اول داچه دا معبودان مالک دنفعی او ضررنه دی دوهم داچه اللّه تعالٰی ته په خپل مخلوق کښی داسی هیڅوک نه دی معلوم چه هغه شفیع قهری وی نوآیا تاسو اللّه تعالٰی له خبرورکوئ (بِمَا لَا يَعْلَمُ) دا کنایه ده دعدم وجود نه ځکه چه اللّه تعالٰی په هرموجود باندی عالم دی - دریم داده چه داعقیده عین شرک دی او اللّه تعالٰی دهرقسم شرک نه پاک دی - (مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ) نفی دضرراودنفعی عموماً ده اوبعضو تخصیص کړی دی چه ضرر په وخت دپریخودلو دعبادت اونفع په وخت دکولو دعبادت کښی وی (سُبْحَانَهُ) تسبیح راجع ده شریک فی العبادة ته او وَتَعَالَى داراجع دی شفعاءنا ته -
فائده: په دنیا کښی دبندگانو په مینځ کښی دمجرم دبچ کولو دپاره یادیو ضرورت پوره کولو دپاره دری قسمه شفارش کیدی شی اول قسم شفاعت بالمحبت یعنی مجرم یا محتاج په سفارش کښی هغه څوک پیش کوی چه هغه د مشفوع الیه (چاته چه سفارش پیش کیږی) محبوب او کامل دوست وی - دوهم قسم شفاعت بالوجاهت دی یعنی مجرم یا محتاج په سفارش کښی هغه څوک پیش کوی چه هغه د مشفوع الیه په نیزباندی مخاوریزاو ډیرعزتمند سړی وی - په دی دواړو قسمو سفارشونوکښی مشفوع الیه مجبوره شی اوخپله اراده پریږدی اوخپل قانون باندی هم عمل پریږدی اوسفارش دهغی محبوب یا دمخاوریزسړی ضرور قبلوی ددی دواړوقسمونو په شفاعت قهریه سره تعبیرکیدی شی - او مشرکان دا دواړو قسمه سفارشونه کول د اللّه تعالٰی په دربارکښی دخپلو شفعاؤ په باره کښی گنړی لیکن داشرک دی ځکه چه اللّه تعالٰی دهیچ چا دمحبت یا مخاوریزئ نه نه مجبوره کیږی دریم قسم په اذن سره دی یعنی یوتن په خپل قانون کښی دا لیکلی وی چه زه خپله اراده نشم پریخودلی اونه دخپل قانون خلاف کولی شم مگرهله چه فلانی سړی ماته سفارش اوکړی نوهغه به منم نو دی کښی دسفارش کوونکی هیڅ زور به مشفوع الیه باندی نه چلیږی داسی قسم شفاعت د اللّه تعالٰی په دربارکښی په دریو طریقو سره ثابت دی اول داچه یوژوندی دبل ژوندی دپاره دعا غواړی دوهم داچه ژوندی دمړ دپاره دعا غواړی - دریم داچه په ورځ دقیامت نیکان او بخلی شوی خلق دمؤمنانو گنهگارو دپاره سفارش کوی دادری واړه په شرع کښی ثابت دی اوڅلورم قسم دمړی دعا دپاره دژوندی داپه دلیل شرعی سره نه ده ثابت بلکه په دی زمانه کښی دا عقیده شرک ته رسیدلی ده -