يَعْتَذِرُونَ ۴۵۷ يونس
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِنْ بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُمْ مَكْرٌ فِي آيَاتِنَا قُلِ اللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ ﴿۲۱﴾ هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ حَتَّى إِذَا كُنْتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِمْ بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمُ الْمَوْجُ مِنْ كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنْجَيْتَنَا مِنْ هَذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ ﴿۲۲﴾ فَلَمَّا أَنْجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَى أَنْفُسِكُمْ مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۲۳﴾
اوهرکله چه اوڅکؤو مونږخلقوته رحمت پس دتکلیف نه چه رسیدلی وی ده ته دغه وخت کښی دوی لره مقابله کول وی په آیتونوځمونږ کښی ته اوایه چه اللّه تعالٰی ډیرزر مقابله کوونکی دی یقیناً ملائک زمونږلیکی هغه چه تاسو څه مقابله کوئ ﴿۲۱﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه گرځوی تاسو په وچه اوپه دریابونوکښی تردی پوری کوم وخت چه ئی تاسو په کشتوکښی او روانی یئ دا کشتئ په دوی په هوا نرمی سره اوخوشحاله شی دوئ په هغی نوراشی هغه ته سیلئ تیزه اوراشی دوی ته چپی دهرطرف نه اوگمان اوکړی چه دوئ راگیرکړی شول په دی چپوسره بلی اللّه تعالٰی لره خالص کوی هغه لره بلنه (اووائی) که بچ کړو تا مونږلره ددی مصیبت نه خامخا شوبه مونږ دشکرگذارو ستانه ﴿۲۲﴾
پس هرکله چه بچ کړی اللّه تعالٰی دوی لره نودغه وخت کښی دوی ظلم کوی په ځمکه کښی په ناحقه سره (یعنی شرک کوی) ای خلقو یقیناً ظلم ستاسو تاوان دی په ځانونو ستاسو فائدی واخلئ فائدی دژوند د دنیوی بیا مونږته راگرځیدل ستاسو دی پس خبربه درکړو تاسولره په هغی عملونوچه تاسوئی کوئ ﴿۲۳﴾
[۲۱] دی آیت کښی زورنه ده منکرینوته (رَحْمَةً) وسعت درزق، صحت دبدن، باران درحمت، نور نعمتونه (ضَرَّاءَ) قحط اومرض وغیره (مَكْرٌ) په معنیٰ ددروغژن کولو او دمقابلی کولو یعنی جگړه کولو دی حاصل دادی چه بعضی انسان ته هرکله چه دسختئ نه روستو راحت اورسی نودی د اللّه تعالٰی دتوحید اودقرآن مقابله کوی (أَسْرَعُ مَكْرًا) مکرپه معنیٰ د پټ تدبیردعذاب دی - سرعة دادی چه څوک ډیرمستحق دعذاب وی نوهغوی لره مخکښی هلاک کړی اونورورپسی هلاک کړی اوعجلت صفت د اللّه تعالٰی نه دی اوسرعت د هغه صفت دی - اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه هرانسان سره لیکونکی ملائک مقرردی -
[۲۲] (يُسَيِّرُكُمْ) داد اوچی او لوندی تمام دسورلئ څیزونوته شامل دی که په هغه وخت کښی موجود وؤ اوکه نه وؤ (حَتَّى إِذَا كُنْتُمْ) داد لوندی (بحر) دسورلئ دیو حالت ذکر کو ی (فِي الْفُلْكِ) دا لویو جهازونو او وړو کشتو او لانچونوته شامل دی (وَجَرَيْنَ بِهِمْ ) په دی کښی التفات (نقل) دی د خطاب نه غیبت ته په دی کښی ډیری فائدی دی - یوفائده داده چه ددوی شان اوحال نوروته ذکرکوی دپاره دعبرت اخستلو (طَيِّبَةٍ) درمیانه حالی نه ډیره تیزه اونه کمزوری (أُحِيطَ بِهِمْ) احاطه په معنیٰ دهلاکت سره ده اوهرکله قریب وؤ هلاکت ته هلاک شوی نه دی ددی وجی نه ئی ظنوا اوئیل (مُخْلِصِينَ) یعنی د اللّه تعالٰی سره بل څوک نه شریکوی اودا اخلاص په اصل کښی علم یقینی فطری دی اخلاص ایمانی نه دی - دی آیت کښی اول دلیل عقلی دی بیا زورنه ده مشرکینوته حاصل ئی دادی چه کله په دوی باندی څه غټ تکلیف او مصیبت راشی نوپه هغه وخت کښی صرف اللّه تعالٰی ته آوازکوی اودخپلو مبعودانو نوم نه آخلی او اللّه تعالٰی سره وعدی کوی که دامصیبت ئی مونږنه لری کړو نومونږبه د اللّه تعالٰی شکرادا کوؤ په توحید منلوسره ، دارنگ نذراوصدقه به د اللّه تعالٰی په نوم کوؤ -
فائده: لیکن افسوس دی ددی زمانی په جاهلانو چه هغوی یقین او عقیده په بزرگانو اوپه اولیاؤ دومره کلکه شوی ده چه که ډیره سختی په دوی باندی راشی نوهغوی بزرگانوته رامدد شه وائی او اللّه تعالٰی ئی هیرکړی وی نوددوی حال د مخکنومشرکانونه بدتردی - داسی مضمون علامه آلوسی په تفسیر روح المعانی کښی لیکلی دی -
[۲۳] داد مخکښی آیت سره متعلق دی (أَنْجَاهُمْ) اشاره ده چه اللّه تعالٰی دمشرک دعا هم قبلوی دهغه دتضرع دوجی نه (يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ) دبغی نه مراد دلته شرک دی په دلیل دآیت سورة عنکبوت (۶۵) باندی اودارنگ په سورة اسراء (۶۷) اوسورة لقمان (۳۲) کښی دی (بِغَيْرِ الْحَقِّ) مراد ددی نه البَاطِل دی چه شرک کول دی یعنی فساد کوی په شرک کولو سره یامراد ددی نه دادی چه بغی په حق سره نه کوی بلکه په ناحق سره کوی بغی بالحق داده چه مسلمانان دکافرانوپه مالونوباندی غالب شی په سبب دجهادسره اودهغوئ نه په زورسره واخلی (مَتَاعَ) ددی فعل حذف دی تَمَتَّعُونَ مَتاعًا یامنصوب دی په حرف جرمحذوف سره فِی متاع الحیٰوة الدُّنیا یعنی ستابغی لږه زمانه ده زردی چه فنابه شی ( مَتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) داجواب دیوسوال دی که څوک داسوال اوکړی چه اللّه تعالٰی عالم وؤ چه دا انسان به شرک کوی نودده دعائی ولی قبلوله؟ نوجواب اوشو چه دافائدی دی دژوند دنیوی اودا اللّه تعالٰی مشرکانوته هم ورکوی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه اللّه تعالٰی کله کله دمشرک دعا هم قبلوی -