يَعْتَذِرُونَ ۴۵۸ يونس

إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنْزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالْأَنْعَامُ حَتَّى إِذَا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَنْ لَمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۲۴﴾ وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَى دَارِ السَّلَامِ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۲۵﴾

یقیناً مثال دژوند دنیوی په شان داوبودی چه رااوروو مونږهغه دآسمان دطرف نه پس گنړ را اوخیژی په هغی سره بوټی دځمکی دهغی قسم نه چه خوری ئی خلق اوڅاروی تردی پوری کله چه واخلی ځمکه ډول خپل او ښائسته شی او گمان اوکړی مالکان دهغی چه یقیناً دوی قادردی په لوکولو دهغی فصل نوراشی په هغی عذاب دشپی یا دورځی پس اوگرځؤو مونږ هغه لوکړی شوی (دل دول) گویا نه وو ولاړ دغه فصل پرون دغسی په تفصیل سره بیانؤو آیتونه (مثالونه) دپاره دهغه قوم چه فکرکوی ﴿ ۲۴ ﴾
او اللّه تعالٰی رابلی بندگان خپل کوردسلامتیاته اوروانوی چالره چه اوغواړی په نیغه لارباندی ﴿ ۲۵ ﴾

[۲۴] هرکله چه متاع دحیٰوة دنیویه ذکرشو نواوس دهغی دفنا او زوال مثال ذکرکوی دپاره دتزهیدفی الدنیا ( الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) ددی نه مراد عمر اوسامانونه ددنیا دی (زُخْرُفَهَا) نه مراد دادی چه سره، سپین، زیړ رنگونه بوټی او گلونه وغیره پیداشی اوپه هغی سره زینت حاصل شی اوپه دی کښی تشبیه ده ناوی سره چه په زیوراتو سره ښائسته شی نودانسان زړه ځان ته مائله کړی ( قَادِرُونَ عَلَيْهَا) اشاره ده چه دا فصل پوخ شی لوکولوته نزدی وی (بِالْأَمْسِ) مراد ترینه زمان قریبه ده - حاصل دادی لکه چه اللّه تعالٰی باران راوروی اوپه هغی سره ځمکه شنه شی اوښائسته شی په قسماقسم گلونوسره اومالک دفصل (زمیندار) یقین اوکړی چه فصل تیارشوی دی لیکن ناڅاپه په هغی عذاب راشی اوهغه فصل تباه شی - دغه رنگی انسان په دی خپل ژوندباندی مغروروی - اومختلف امیدونه ساتی لیکن ناڅاپه پری مرگ راشی نوامیدونه ئی نیمگړی پاتی شی - نومقصد دادی چه ددی دنیا دمحبت دوجی نه د اللّه تعالٰی دین مه پریږدئ‌ -
[۲۵] ددنیا دفنا دبیان نه روستو ترغیب دی جنت ته (يَدْعُواَ) دعوت د اللّه تعالٰی په رالیږلو درسولانو اومبلغینودحق اوقائم کول ددلیلونو او نازلولو دکتابونو سره دی اشاره ده چه دعوت لویه مرتبه دا کار د اللّه تعالٰی دی اوددعوت نه روستو هدایت حاصلیږی ددی وجی نه یهدی ئی روستو ذکرکړو (دَارِ السَّلَامِ) دایو نوم دی دنومونو دجنت نه ځکه چه په هغی کښی سلامونه دی لکه ددی سورة (۱۰) نمبرآیت کښی تیرشوی دی اودارنگ په هغی کښی سلامتیا ده دهرآفت نه یا سلام صفت د اللّه تعالٰی دی (مَنْ يَشَاءُ) دا دلیل دی په دی خبره چه اللّه تعالٰی مخلوق نه مستغنی دی اوپه خپلی ارادی سره کارکوی (يَهْدِي) مراد د هدایت نه رَسَوَل دی صحیح مقصد ته اوتوفیق ورکول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>