يَعْتَذِرُونَ ۴۵۹ يونس
لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَى وَزِيَادَةٌ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۶﴾ وَالَّذِينَ كَسَبُوا السَّيِّئَاتِ جَزَاءُ سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ مَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۷﴾ وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا مَكَانَكُمْ أَنْتُمْ وَشُرَكَاؤُكُمْ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ وَقَالَ شُرَكَاؤُهُمْ مَا كُنْتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ ﴿۲۸﴾
دپاره دهغی کسانو چه ښائسته عمل ئی کړی دی ښائسته بدله ده اوزیاتی نعمتونه دی اونه به پټوی مخونو ددوی لره توروالی او نه ذلت دغه کسان جنت والا دی دوئ په هغی کښی همیشه وی ﴿۲۶﴾
اوهغه کسان چه کوی بدکارونه بدله دبدئ په شانته دهغی وی اوپټوی به ددوی ټول بدن لره ذلت نه به وی دوی لره دعذاب د اللّه تعالٰی نه څوک بچ کوونکی گویاکه چه اغوستلی شوی وی مخونوددوئ ته ټکړی دتوری شپی دغه کسان اوروالا دی دوی به په هغی کښی همیشه وی ﴿۲۷﴾
اوپه هغه ورځ چه راجمع به کړو دوی ټول بیابه اوایو هغه کسانوته شرک ئی کړی دی اودریږئ په ځای خپل تاسو اوشریکان ستاسو پس جدائی به راولو په مینځ ددوی کښی اواوبه وائی شریکان ددوی نه وئ تاسو مونږلره بندگی کوونکی ﴿۲۸﴾
[۲۶] دی آیت کښی زیری اخروی دی دپاره دمؤحدینو (وَزِيَادَةٌ) ټولو مفسرینو اهل سنت والجماعة ددی تفسیرپه رؤیة د اللّه تعالٰی سره نقل کړی دی اومعتزله دهغی نه انکارکوی اوصحیح حدیث رد کوی لکه صاحب دکشاف ذکرکړی دی - امام رازی او خازن دهغوی دشبهاتو جوابونه ذکرکړی دی -
[۲۷] داویره اخروی ده دپاره دمشرکینو (وَالَّذِينَ) په دی کښی لام پټ دی عطف دی للذین احسنوا باندی (بِمِثْلِهَا) مماثلت په ناکاروالی کښی دی لکه څنگه چه شرک اوکفرپلیت عمل دی دارنگ ددوی جزابه هم پلیت مکان اوخوراک وغیره وی اودارنگ مماثلت په عدد کښی دی په یوسیئه باندی به یوه سزا وی (كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ) مراد دادی چه ددوی مخونه به داسی تورشوی وی لکه چه توره شپه په څیزباندی اوغوړلی شی - اودا په مقابله د (لَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ) کښی دی (مَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ) په دی کښی اشاره ده رد دشفیع قهری ته -
[۲۸] دا آیت ویره اخروی ده دپاره دمشرکانو چه عقیده دشفاعت مشرکین لری په باره دمعبودانو خپلو کښی - اوداجواب دیوسوال دی - سوال داوؤ چه مخکښی آیت کښی اوفرمائیل چه ددوی بچ کوونکی نیشته اوحال دادی چه دوی خودنیکانوخلقو بندگی کړی ده نوامید دی چه هغوی به ئی بچ کړی؟ حاصل دجواب دادی چه هغه نیکان خلق ددوی دبندگئ نه به انکاراوکړی (فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ) یعنی جداجدا ځایونوکښی اودرولی شی دپاره ددی چه نیکان خلق په صف دمجرمانوکښی اونه دریږی یا مراد دادی چه ددوی وصلتونه اوتعلقات به ختم کړو (وَقَالَ شُرَكَاؤُهُمْ) داپه جواب دقول دمشرکانو کښی دی چه (رَبَّنَا هَؤُلَاءِ شُرَكَاؤُنَا الَّذِينَ كُنَّا نَدْعُو مِنْ دُونِكَ) نحل (۸۶) -
فائده: په دی آیت کښی رد دی په هغه چاباندی چه هغوی دملائکو یا پیغمبرانو یاد اولیاؤ عبادت کړی دی یاقبرپرستی ئی کړی ده اود اللّه تعالٰی سره په څه صفتونوکښی شریک کړی دی - په دی آیت کښی بتان مراد نه دی ځکه چه حشراوسوال وجواب کول دبتانودشان سره مناسب نه دی -