يَعْتَذِرُونَ ۴۶۰ يونس
فَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِنْ كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَافِلِينَ ﴿۲۹﴾ هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَا أَسْلَفَتْ وَرُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۳۰﴾
پس پوره دی اللّه تعالٰی گواه په مینځ ځمونږ او ستاسو کښی یقیناً وو مونږ دبندگئ ستاسو نه خامخا ناخبره ﴿ ۲۹ ﴾
دغه وخت به معلوم کړی هرنفس حقیقت دهغی عمل چه مخکښی ئی لیږلی دی اواوبه گرځولی شی دوی اللّه تعالٰی ته چه مالک ددوی دی په رشتیا او ورک به شی ددوی نه هغه چه دوی څه دروغ جوړول ﴿ ۳۰ ﴾
[۲۹] (فَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا) دا په معنیٰ دقسم کښی دی یعنی مشرکان به اوائی چه مونږخوضرور ستاسو عبادت کړی دی ستاسو قبرونوته مو سجدی او طوافونه کړی دی ستاسوپه نوم مو نذرونه کړی دی اوتاسوته مورامددشه وئیلی دی نوهغوی به په قسم سره مؤکد جواب اوکړی - اودا آیت ښکاره دلیل دی په دی خبره چه هغه پیغمبران اوبزرگان چه خلقو هغی لره عبادتونه کړی دی هغی ته ئی رامدد شه وئیلی دی یا دهغی په نوم ئی نذرونه کړی دی وغیره نورکارونه - نو هغوی ددی ټولونه ناخبره دی - نه ئی اوریدلی دی اونه ئی لیدلی دی - اوداسی په سورة فاطر (۱۴) اوسورة احقاف (۵) کښی هم دی اومفسر الوسی لیکلی دی چه دهغی حاصل دادی چه بتان په هرصورت ناخبروی اوهرچه نوهغه خولری دی ځکه چه دی مشرکانو د آسمانی ملائکوعبادت کړی دی په دلیل دسورة نجم (۲۶) سره اوهرچه اولیاء دی نوڅوک خو لری وؤ دعابدانونه اودهغوی علم غیب نیشته اوڅوک چه نزدی وؤ نوهغه مړه دی اومړی هیڅ خبره نه آوری لکه چه دا په تحقیق دسماع موتٰی کښی ذکرکیږی یاداچه دمشرکانو دشرک اود بدعاتو د آوازونو او دکارونونه اللّه تعالٰی هغوی لره بی خبره ساتی ددی دپاره چه په حزن او غمونوکښی اخته نشی -
[۳۰] داهم متعلق دی دمخکښی آیت سره - حاصل دادی چه کله دوی ته معلومه شوه په میدان حشرکښی، چه دابزرگان زمونږدعبادت نه بی خبره وؤ نودغه وخت کښی دوی ته دخپلوعملونو خطائی معلومه شوه (تَبْلُوا) بلاء امتحان او معلومیدلو دحقیقت ته وئیلی شی یعنی دوی ته به معلومه شی چه دا عمل دخیراوکه دشروؤ مقبول وؤ اوکه مردود وؤ (مَوْلَاهُمُ) دلته مولٰی په معنیٰ دمالک دی اوسورة محمد (۱۱) کښی په معنیٰ دمددگار دی نوتعارض نیشته (مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ) دشرک دعوی اودلیلونه او قصّی یا معبودان باطله -