يَعْتَذِرُونَ ۴۷۱ يونس

لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۶۴﴾ وَلَا يَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿۶۵﴾ أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ وَمَا يَتَّبِعُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ شُرَكَاءَ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ ﴿۶۶﴾ هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَسْمَعُونَ ﴿۶۷﴾

دوی دپاره زیری دی په ژوند دنیوی کښی اوپه آخرت کښی نیشته بدلیدل کلمود اللّه تعالٰی لره (وعدی دهغه) دا کامیابی لویه ده ﴿۶۴﴾
اونه دی خفه کوی تالره وینا ددوی یقیناً عزت په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی ټول هرڅه آوری په هرڅه پوهه دی ﴿۶۵﴾
خبردار یقیناً په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی هغه څوک چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څوک چه په ځمکه کښی دی اونه کوی تابعداری هغه کسان چه بلی سیوا د اللّه تعالٰی نه شرکاؤ لره تابعداری نه کوی دوی مگردگمان اونه دی دوی مگراټکل کارونه کوی ﴿۶۶﴾
خاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه جوړه کړی ئی ده ستاسودپاره شپه (تیاری والا) دی دپاره چه آرام اوکړئ په هغی کښی اوورځ رنړاوالا یقیناً په دی کښی دلیلونه دیووالی د اللّه تعالٰی دی دپاره دهغه قوم چه غوږ ږدی ﴿۶۷﴾

[۶۴] دی آیت کښی زیری دی اولیاء اللّه ته - دنیا کښی دبشارت ورکولو مقصد دادی چه په حالت دزنکدن کښی ملائک هغه له زیری دجنت ورکوی - دارنگ رشتینی خوبونه لیدل - اوپه حدیث د مسلم کښی وارد دی چه یو شخص نیک عمل کوی اونورخلق تعریفونه په هغی وجه سره کوی نودا دنیوی بشارت دمؤمن دی نولفظ د البشریٰ عام دی که د ملائکو دطرف نه وی اوکه دانسانانو- اوپه آخرت کښی زیری دادی چه کله قبرونونه اوځی نودوی له ملائک زیری ورکوی دجنت -
[۶۵] داتسلی ده پیغمبر او دهغه تابعدارو ته چه که مخالفین خلق ستاسوتکذیب کوی یاافتراء‌ کوی نو هغوی ستاسو عزت نشی کمولی ځکه چه اختیاردعزت د اللّه تعالٰی سره دی - اوربط ددی د ماقبل سره دادی چه ولی اللّه هغه دی چه منکرین خلق په هغه باندی طعنونه وائی لیکن هغه دهغی پرواه نه کوی اوپه دی سره دهغه عزت عنداللّه نه کمیږی -
[۶۶] په دی آیت کښی زورنه ده مشرکینوته او دا دلیل عقلی دی اوعلت دی ( إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا) دپاره - په دی آیت کښی مَنْ راوړی دی چه خاص دی په عقل والوپوری ملائک انسانان جنیات اوپه (۵۵) کښی لفظ د مَا راوړی وو چه دغیرعقل والو دپاره دی یاعام دی اوپه دی آیت کښی (مَنْ) ددی وجی نه ذکرکړو چه اولیاء اللّه په کښی داخل شی چه معلومه شی چه هغوی د اللّه تعالٰی مملوک دی دهغه شریکان نشی کیدلی (وَمَا يَتَّبِعُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ شُرَكَاءَ) ددی جملی دوه تفسیرونه دی اول تفسیردادی چه شرکاء مفعول دیتبع دی اومراد ددی نه اولیاء اللّه دی مطلب دادی چه دامشرکان ددی اولیاء اللّه تابعداری نه کوی په باره ددین کښی اوهسی ئی د اللّه تعالٰی سره شریک گنړی - دوهم تفسیردادی چه شرکاء مفعول د یدعون دی اودیتبع دپاره مفعول حذف دی - مطلب دادی چه دا کوم خلق چه د اللّه تعالٰی نه سیوا شرکاؤته رامددشه وائی دوی تابع نه دی ددلیل بلکه تابعداری کوی دگمان اوپه دی دواړو توجیهاتوسره لفظ دمانافیه دی اوجائزده چه مااستفهامیه شی په آخری توجیه باندی (إِنْ يَتَّبِعُونَ) سوال: اِنَّ او اِلاَّ دپاره دحصردی اودیوڅیزحصرخوپه دوه طریقی سره صحیح نه وی؟ (جواب) اول حصرددوی داتباع او ددلیل دی اودوهم حصرددوی داقوال شرکیودی - چه هغه ټول دروغ دی - دوهم جواب دادی چه ظن په دوه قسمه دی اول هغه ظن چه مستند دهغی دلیل شرعی دی اودوهم هغه دی چه دلیل ئی هم نیشته نوپه دوهمه جمله کښی اشاره شوه چه ددوی ظن دوهم قسم دی -
[۶۷] دا دلیل عقلی دی دپاره دتوحید اوپه دی آیت کښی یویولفظ داختصاردپاره غورځولی دی - تفصیل ئی دادی (جعل لکم الیل مظلمًا اود مبصرًا) نه روستو (لتبتغو مِن فضله) اودارنگ په سورة قصص (۷۳) کښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>