يَعْتَذِرُونَ ۴۷۲ يونس
قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ هُوَ الْغَنِيُّ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ إِنْ عِنْدَكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ بِهَذَا أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ قُلْ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ ﴿۶۹﴾ مَتَاعٌ فِي الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ ﴿۷۰﴾
وائی دوی نیولی دی اللّه تعالٰی نازولی پاک دی اللّه تعالٰی هغه بی حاجته دی خاص هغه لره دی هغه څه چه په آسمانونوکښی دی اوهغه څه چه په ځمکه کښی دی نیشته تاسوسره هیڅ دلیل په دی خبره آیا جوړوئ په اللّه تعالٰی باندی هغه خبره چه نه پوهیږئ په هغی ﴿۶۸﴾
ته اوایه یقیناً هغه کسان چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ نه شی بچ کیدی (عذاب د اللّه تعالٰی نه) ﴿۶۹﴾
دوئ لره څه لږی مزی دی په دنیاکښی بیامونږته راگرځیدل ددوی دی بیابه اوڅکوؤ دوی ته عذاب سخت په سبب دهغی چه دوی کفرکوی ﴿۷۰﴾
[۶۸] دی آیت کښی زورنه ده هغه چاته چه اللّه تعالٰی ته نسبت کوی دولد - اوپه هغی کښی رد دی په پنځوطریقوسره اوداجواب دی دوهم دمشرکانو چه هغوی وئیل چه دا معبودان زمونږ ځکه شفعاء دی چه دوی د اللّه تعالٰی محبوب مطلق (نازولی) دی په شان ئی داولاد نوددوی شفاعت اللّه تعالٰی ضرورقبلوی نوپه دی عقیده باندی ئی رد اوکړو - اولفظ اتخذصریح دلیل دی چه دلته مراد حقیقی ولد نه دی بلکه مراد ددی نه حکمی ولد دی لکه چه دپلاراثاراوصفات په اولاد کښی وی نومشرکان وائی چه داسی د اللّه تعالٰی صفتونه دالوهیت په اولیاء اللّه کښی شته دی -
[۷۰-۶۹] دی دواړه آیتونو کښی ویره دعذاب اخروی ده هغه چالره چه اللّه تعالٰی ته نسبت دولد کوی - (الْكَذِبَ) مراد ددی نه نسبت دولد اوشریک دی اللّه تعالٰی ته (مَتَاعٌ) داجواب دسوال دی چه هرکله دوی فلاح والا نه دی نودوی له په دنیاکښی سامانونه او عزتونه اولوی عمرونه ولی ورکړی شویدی؟ حاصل جواب دادی چه داددنیابرخی دی اللّه تعالٰی کافرانوله هم ورکوی اودامهلت دی اولفظ د (لَهُمْ) دلته پټ مراد دی -