يَعْتَذِرُونَ ۴۷۳ يونس

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُمْ مَقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنْظِرُونِ ﴿۷۱﴾ فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُمْ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۷۲﴾ فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلَائِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِينَ ﴿۷۳﴾

اوبیان کړه په دوی باندی خبردنوح علیه السلام کله چه اوئیل هغه قوم خپل ته ای قومه ځما که گران وی په تاسو باندی اودریدل ځما اوبیانول ځما آیتونو د اللّه تعالٰی لره پس په اللّه تعالٰی باندی ځان سپارلی دی ما پس کلک کړئ‌ تدبیرخپل اورا اوبلئ‌ شریکان خپل بیاد نه وی تدبیرستاسو په تاسوباندی پټ بیا تکلیف راکړئ ماته مخامخ اومهلت مه راکوئ ماته ﴿۷۱﴾
پس که تاسومخ واړؤ پس مانه ده غوښتلی ستاسونه څه مزودری نه ده مزدوری ځما مگرد اللّه تعالٰی سره ده اوحکم کړی شوی دی ماته چه یم دی زه دحکم منونکونه ﴿۷۲﴾
پس دوی هغه ته دروغژن اوئیل پس بچ کړو مونږه دوی اوهغه څوک چه دده ملگری وو په کشتئ کښی اواوگرځول مونږ دوی روستو اوسیدونکی په ځمکه کښی اوغرق کړه مونږه هغه کسان چه دروغژن ئی گنړل آیتونه ځمونږه پس اوگوره چه څرنگی شو انجام دویره وکړی شؤو ﴿۷۳﴾

[۷۱] ددی آیت نه ترآخره پوری دریمه حصه ده په دی کښی واقعه دنوح علیه السلام او د موسیٰ علیه السلام ده، نمونی دی دپاره دعذاب دنیوی په منکرینوباندی اودری واقعو تخصیص په دوه وجوسره دی - یووجه داده چه واقعه د نوح علیه السلام اوله ده اوواقعه د اهلاک دفرعونیانو اخری ده نو اول دآخر ذکر شو اومینځ واقعات په کښی اشارةً داخل شول - دوهمه وجه داده چه ددی سورة په (۲۲) کښی دمشرکانو حال دویری دغرقیدلو ذکر شویوؤ نواشاره شوه چه داټول په مشیت او ارادی د اللّه تعالٰی سره دی نوڅوک به غرق کړی لکه قوم نوح علیه السلام اوفرعونیان اوکه اغواړی نوڅوک به بچ کړی لکه یونس علیه السلام ئی دغرقیدلو نه بچ اوساتلو اودهغه قوم ئی دتوبی په وجه سره دعذاب نه بچ اوساتلو اوپه دی حصه کښی ذکرد قوم دیونس علیه السلام دی دپاره ترغیب توبی ته مخکښی دعذاب راتلو نه اوپه آخرکښی بیان دپیغمبردی دپاره د رد داقسامو دشرک اودپاره د ترغیب قرآن ته - په دی آیت (۷۱) کښی واقعه دنوح علیه السلام ده اودا واقعه دپاره دتخویف ذکرده - اودپاره دتسلَّئ هم ددی وجی نه په دی کښی مسئله دتوحید ئی نه ده ذکرکړی - (مَقَامِي) په دی کښی اشاره ده چه هغه به دعوت په ولاړی سره کوؤ (فَعَلَى اللَّهِ) ددی نه مخکښی لفظ پټ دی یعنی (فعزمتم علٰی قَتلِی وَ اِیذائی) قصد کوئ‌ ځما دقتل او دضرر رسولو اودهغه شجاعت ذکرکړی شوی دی (ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ) مطلب ددی دادی چه تاسوخپل کارځما په مقابله کښی ښکاره اوکړئ ځکه څوک چه یوکارپټ کوی نوهغه پوره مقصد ته نشی رسیدلی -
[۷۲] په دی آیت کښی ذکرشوی دی نیشت والی دطمع دنوح علیه السلام ځکه چه طمع دار سړی پوره حق نشی بیانولی (فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ) ددی جزاء پټه ده یعنی زه ملامته نه یم اودا روستوجمله علت دجزاء دی - اوهرکله چه دعوت فرض عین دی په انبیاء علیه السلام باندی نودهغوی دپاره په دی باندی اجرت اخستل منع دی - اودارنگ چه په چاباندی یوعمل فرض عین وی نوپه هغی اجرت اخستل حرام دی - (الْمُسْلِمِينَ) تابعدار دحکم د اللّه تعالٰی داخلاص سره بغیرداجرت نه که خلق ئی قبلوی اوکه نه یا الْمُسْلِمِينَ نه مراد جماعت دانبیاء علیهم السلام دی یعنی زه په دی بیان او اجرت نه اخستلوکښی د انبیاء علیهم السلام په مسلک باندی روان یم -
[۷۳] په دی آیت کښی ذکردنجات دملگرو دنوح علیه السلام دی اوذکردعذاب دمنکرینودی (فَكَذَّبُوهُ) دا سبب دعذاب دی (خَلَائِفَ) یعنی دنوح علیه السلام اولاد په ځمکه کښی آبادشول لکه په سورة صافات (۷۷) کښی - (الَّذِينَ كَذَّبُوا) دا دلیل دی چه صرف مکذبین غرق شول نوپه ټوله ځمکه باندی طوفان نه دی راغلی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>