يَعْتَذِرُونَ ۴۷۴ يونس

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ كَذَلِكَ نَطْبَعُ عَلَى قُلُوبِ الْمُعْتَدِينَ ﴿۷۴﴾ ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَى وَهَارُونَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ بِآيَاتِنَا فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُجْرِمِينَ ﴿۷۵﴾ فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا إِنَّ هَذَا لَسِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۷۶﴾

بیااولیږل مونږروستو دهغه نه ډیررسولان قومونودهغوی ته پس راوړوهغوی دوی ته دلیلونه پس نه وو هغوی چه ایمان ئی راوړی وی په سبب دهغی چه دروغژن کړیوو حق لره مخکښی ددی نه ددی وجی نه مهروهومونږه په زړونودظالمانوباندی ﴿۷۴﴾
بیااولیږل مونږروستو دهغی نه موسیٰ علیه السلام اوهارون علیه السلام فرعون ته او غټانودقوم هغه ته په معجزاتو ځمونږه پس لوئ اوکړه هغئ او وو دوی قوم مجرمان ﴿۷۵﴾
پس هرکله چه راغی دوی ته حق دطرف ځمونږنه اوئیل دوی یقیناً دا خامخا جادو ښکاره دی ﴿۷۶﴾

[۷۴] په دی آیت کښی دلیل اجمالی دی دپیغمبرانونه اودری درجات دمنکرینوذکر دی اول تکذیب، دوهم عدم ایمان دریم مهرپه زړونو (بِمَا كَذَّبُوا) په دی کښی دوه توجیه دی اول داچه ضمیردلِیؤمنوا او کذبوا یوه مرجع ده اوقبل نه مراد اول حالت دی یعنی په اول حالت ئی تکذیب اوکړو نوبیا دایمان نه محرومه شول - دوهمه توجیه لیؤمنو ضمیر روستنوقومونوته راجع دی اوضمیردکذبوا قوم دنوح علیه السلام ته راجع دی په دی کښی دوه احتمالونه دی اول داچه باء سببیه ده یعنی په سبب دتکذیب دمخکنو روستنی هم (دهغوی د تقلید وجی نه) دایمان نه محروم شول دوهم احتمال دادی چه باصله د لِیؤمنوده نومعنیٰ داچه روستنوایمان رانه وړو په هغه څیزکښی چه مخکنودهغی تکذیب کړی وؤ (كَذَلِكَ) کاف په معنیٰ دلام علتیه دی -
[۷۵] دا دلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام نه اومقصود په کښی ویره ورکول دی منکرینوته دعذاب ددنیا نه اوبهادری د موسیٰ علیه السلام اودملگرودهغه (بِآيَاتِنَا) مراد ددی نه هغه نهه معجزات دی چه سورة اعراف کښی تیرشوی دی (فَاسْتَكْبَرُوا) مراد دادی چه دتوحید او رسالت منلونه انکار ددی وجی نه اوکړو چه دوی استکبار اوجرم ذکرکړی دی -
[۷۶] په دی آیت کښی بیان داستکباردهغی دی اود الحق، نه مراد معجزات د موسیٰ علیه السلام دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>