يَعْتَذِرُونَ ۴۷۵ يونس
قَالَ مُوسَى أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَكُمْ أَسِحْرٌ هَذَا وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُونَ ﴿۷۷﴾ قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا الْكِبْرِيَاءُ فِي الْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ ﴿۷۸﴾ وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ ﴿۷۹﴾ فَلَمَّا جَاءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُمْ مُوسَى أَلْقُوا مَا أَنْتُمْ مُلْقُونَ ﴿۸۰﴾ فَلَمَّا أَلْقَوْا قَالَ مُوسَى مَا جِئْتُمْ بِهِ السِّحْرُ إِنَّ اللَّهَ سَيُبْطِلُهُ إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۸۱﴾
اوئیل موسیٰ علیه السلام آیا وائی تاسو په باره دحق کښی هرکله چه راغی تاسوته آیاجادو دی دا اونه شی کامیاب کیدی جادوگر ﴿۷۷﴾
اوئیل دوی آیا ته راغلی ئی مونږته دی دپاره چه ته واړوی مونږلره دهغه طریقی نه چه موندلی دی مونږ په هغی مشران خپل اوشی دی تاسو دواړو لره بادشاهی په دی ځمکه کښی اونه یومونږتاسولره منونکی ﴿۷۸﴾
او اوی فرعون راولئ ماته هرجادوگرماهر ﴿۷۹﴾
پس هرکله چه راغلو جادوگر اوئیل دوی ته موسیٰ علیه السلام (پس دوینا دهغوی نه) اوغورځوئ هغه شی چه تاسو غورځونکی يئ ﴿۸۰﴾
پس هرکله چه دوی اغورځول اوئیل موسیٰ علیه السلام هغه شی چه راوړی دی تاسو هغه خو جادو دی یقیناً اللّه تعالٰی زرختم به کړی اثر ددی یقیناً اللّه تعالٰی نه کامیابوی عمل د مفسدانو ﴿۸۱﴾
[۷۷] په دی کښی رد دی دطرف موسیٰ علیه السلام نه په منکرینوباندی (لَمَّا جَاءَكُمْ) ددی نه روستو هذا سحرَّ حذف دی مقوله تقولون ده او اَسِحرُ کښی همزه داستفهام انکاری او توبیخ دپاره ده -
[۷۸] په دی آیت کښی دوهم استکبار دهغی ذکردی اوپه موسیٰ او هارون علیهما السلام ئی دوه الزامه اوکړل اول داچه تاسو مونږنه بادشاهی دمصر اخلئ - په اول الزام کښی خفگان دعوامو خلقو دی اوپه دوهم کښی خفگان د اقتداروالودی -
[۷۹] په دی کښی بیان ددریم اسکتبار دفرعون دی - په مقابلی کولوسره په واسطه دساحرانو اوپه دی طریقی سره ښکاره کوی چه موسیٰ علیه السلام ساحردی -
[۸۰] دی آیت کښی تقدیردادی چه قَالَ لَهُمْ مُوسَى بَعد قَوْلِهِم، یعنی اول قول هغی اوکړو موسیٰ علیه السلام ته نوموسیٰ علیه السلام دهغی په جواب کښی دااوئیل او داسی په سورة اعراف (۱۱۵) اوسورة طٰهٰ (۶۵) کښی ذکردی -
[۸۱] په دی آیت کښی رد کول د موسیٰ علیه السلام دی په ساحرانو باندی اواشاره ده دی ته چه سحرکول فساد دی (مَا جِئْتُمْ بِهِ السِّحْرُ) دا جمله دلالت کوی په حصر قلب باندی یعنی ځما معجزه سحرنه دی ستاسو داعمل سحر دی -
فائده: تفسیرقرطبی کښی د عبداللّه بن عباس رضی اللّه عنهما نقل دی چه څوک دشپی په بستره باندی سملی اودا اولولی مَا جِئْتُمْ بِهِ السِّحْرُ، ترآخره پوری نوهغه ته سحرڅه ضررنه ورکوی - اودارنگ دا آیت چه اولیکلی شی په بدن دهغه چاچه جادوی پری کړی شوی وی نو اللّه تعالٰی دهغه سحر دفع کوی - لیکن په دی طریقی لیکلودپاره دلیل نیشته اونورنقصانات ترینه پیداکیږی هان لوستل دقرآن د شفادپاره ثابت دی -