يَعْتَذِرُونَ ۴۷۶ يونس

وَيُحِقُّ اللَّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ ﴿۸۲﴾ فَمَا آمَنَ لِمُوسَى إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِنْ قَوْمِهِ عَلَى خَوْفٍ مِنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَنْ يَفْتِنَهُمْ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ ﴿۸۳﴾ وَقَالَ مُوسَى يَا قَوْمِ إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُسْلِمِينَ ﴿۸۴﴾ فَقَالُوا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۸۵﴾ وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ﴿۸۶﴾

اوښکاره کوی اللّه تعالٰی حق لره په کلموخپلوسره اگرچه بد گنړی مجرمان ﴿۸۲﴾
پس ایمان ئی رانه وړلو په موسیٰ علیه السلام باندی مگرڅو ځوانانو دقوم هغه نه سره دویری دفرعون نه او دغټانو دقوم د هغوی نه چه وابه ړوی هغوی لره (ددین نه) اویقیناً فرعون خامخا اوچت وو په ځمکه دمصرکښی اویقیناً دی خامخا دمشرکانو نه وو ﴿۸۳﴾
او اوئیل موسیٰ علیه السلام ای قومه ځما که تاسوایمان راوړی وی په اللّه تعالٰی پس خاص په اللّه تعالٰی ځان اوسپارئ‌ که تاسوحکم منونکی ئی ﴿۸۴﴾
پس اوئیل دوئ‌ خاص په اللّه تعالٰی مونږځان سپارلی دی ای ربه ځمونږه مونږ مه گرځوی ازمیښت (یالاندی) دقوم ظالمانودپاره ﴿۸۵﴾
اوبچ کړئ مونږه په وسیله رحمت ستا دقوم کافرانونه ﴿۸۶﴾

[۸۲] مراد دکلماتِهِ نه دلیلونه د اللّه تعالٰی دی یا امداد دهغه دی (وَيُحِقُّ اللَّهُ) دا عطف دی په سیبطله باندی -
[۸۳] په دی آیت کښی بیان د شجاعت د ملگرود موسیٰ علیه السلام دی (إِلَّا ذُرِّيَّةٌ) لږکسان مراد دی چه کمزوری وی که نارینه وی اوکه زنانه وی اوکه بچی وی اوکه بوډاگان وی په دی آیت کښی دوه توجیه دی اول داچه (مِنْ قَوْمِهِ) ضمیر موسیٰ علیه السلام ته راجع دی - نومراد ددی نه هغه بنی اسرائیل دی چه ایمان ئی راوړی وؤ په موسیٰ علیه السلام باندی دوهمه توجیه داده چه ضمیرراجع دی فرعون ته مراد ددی نه بعضی هغه کسان وؤ دقوم دفرعون نه چه ایمان ئی راوړی وؤ لکه رجل مؤمن دال فرعون په سورة حٰم مؤمن کښی ذکر دی - اومراد دآیت دادی چه دی کسانو ایمان په داسی حالت کښی راوړی وؤ چه دفرعون اودهغه دقوم نه دا ویره وه چه دوی ته به سخت تکلیفونه ورکړی لیکن دوی دهغی پرواه اونکړه (لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ) مراد ددی نه بادشاهی او اقتداردهغه دی (لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ) نه مراد شرک کول اوکفرکول او ظلم کول دده دی -
[۸۴] هرکله چه هغوی ایمان راوړونو د فروعنیانو دطرف نه په هغوی باندی ډیرظلمونه شروع شول نوداتسلی ورکول موسیٰ علیه السلام دی مؤمنانوته په وخت د مصیبتونوکښی - اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه کمال دایمان او اسلام په سپارلو دکار خپل سره دی اللّه تعالٰی ته، په دی آیت کښی ایمان او اسلام دواړه جمع کړل نوایمان صفت دزړه دی او اسلام ظاهری اعمال او تابعداری ده دحکمونود اللّه تعالٰی اودروستو شرط دپاره جزا پټه ده (فاصبروا واتبعوا) اوآیت صریح دلیل دی چه توکل په اللّه تعالٰی باندی مقتضٰی دایمان اواسلام ده -
[۸۵] (لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً) مراد دفتنی نه په عذاب کښی مبتلاء کیدل دی په لاسونودظالمانوسره یامراد دفتنی نه مصیبتونه دی د اللّه تعالٰی طرف نه چه هغه امتحان دی دپاره دظالمانو ځکه چه هرکله په حق پرستو مصائب ډیرراشی نوظالمان وائی که دوی په حق باندی وی نوپه دوی به داعذابونه ولی راتلل - اوداامتحان دی (رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا) اشاره ده چه توکل سره دعاهم یوځای کول په کاردی -
[۸۶] دا آیت دلیل دی په دی خبره چه غوره وسیله اللّه تعالٰی ته په دعاکښی رحمت دهغه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>