يَعْتَذِرُونَ ۴۷۷ يونس
وَأَوْحَيْنَا إِلَى مُوسَى وَأَخِيهِ أَنْ تَبَوَّآ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۷﴾ وَقَالَ مُوسَى رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَنْ سَبِيلِكَ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۸۸﴾ قَالَ قَدْ أُجِيبَتْ دَعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَانِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۸۹﴾
اووحی اوکړه مونږ موسیٰ علیه السلام ته چه تیارکړئ دپاره دقوم خپل په مصرکښی کورونه اوجوړکړئ په کورونو خپلوکښی ځای دمانځه اوپابندی کوئ دمانځه اوزیری ورکړه مؤمناتوته (دکامیابئ) ﴿۸۷﴾
او اوئیل موسیٰ علیه السلام ای ربه ځمونږ یقیناً تاورکړی دی فرعون ته اوغټانودقوم هغه ته ډول (ښائست) اومالونه په ژوند دنیوی کښی ای ربه ځمونږ (عاقبت دادی) چه واړوی خلق ستادلاری نه ای ربه ځمونږ بی کاره کړی مالونه ددوئ اوسختی راولی په زړونوددوی پس دوی ایمان نه راوړی تردی پوری چه اوینی عذاب دردناک لره ﴿۸۸﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی یقیناً قبلوله شوه دعا ستاسو د دواړو پس کلک شئ په خپله طریقه اومه ځئ په لاری دهغی کسانوچه نه پوهیږی ﴿۸۹﴾
[۸۷] په دی آیت کښي بیان دامور مصلحودی په وخت دتکالیفو اومصیبتونوکښی مطلب ئی دادی چه کله فرعون دوی تنگ کړل اوپه عبادتخانوکښی ئی عبادت کولوته نه پریخودل نودوی ته اوئیلی شو ل چه په کورنوکښی ځان له مساجد جوړکړئ اوپه هغی کښی عبادت کوئ (أَنْ تَبَوَّآ لِقَوْمِكُمَا) مراد ددی نه دادی چه خپلی آبادئ دفرعونیانونه جدا کړئ دپاره ددی چه کوم وخت په هغوی عذاب راځی چه تاسوتری بچ ئی نومراد دبیوت نه کورونه داوسیدلودی یامراد ددی نه عبادت خانی دی (قِبْلَةً) مراد دقبلی نه کعبه ده ځکه چه کعبه قبله دټولوپیغمبرانو وه یعنی عبادت خانی کعبی طرف ته اوگرځوئ یاقبله په معنیٰ مساجد سره ده یعنی خپلوکورونوکښی مونځونه کوئ -
فائده: اول خطاب موسیٰ اوهارون علیهم السلام ته دی تثنیه ده ځکه چه عبادت گاه مقررکول اوانتظام کول د انبیاء علیهم السلام کاردی دوهم او دریم خطابونه جمع ده ځکه عبادات کول دټول امت فریضه ده - څلورم خطاب مفرد دی صرف موسیٰ علیه السلام ته خطاب دی اشاره ده عظمت دبشارت اومبشربِهِ ته -
[۸۸] په دی آیت کښی دعا دشر، یعنی خیری کول د موسیٰ علیه السلام دی په فرعونیانوباندی اوهرکله چه دعادشردپاره اول ذکر دجرمونوضروری دی چه سبب دی دپاره د خیری کولو نوذکرئی کړو (آتَيْتَ فِرْعَوْنَ) یعنی محبت ددنیا سبب دجرمونوکولو دی (لِيُضِلُّوا) دا لام دعاقبت دی یعنی ددی مالدارئ انجام دادی چه دوی په خپله هم گمراه شول اونورخلق هم گمراه کوی (اطْمِسْ عَلَى أَمْوَالِهِمْ) مراد دادی چه ددوی مالونه که روپئا و اشرفئ دی اوکه فصلونه وغیره دی بی کاره اوگرځوه - نوهغه څیزونه ټول بی گټی شول (وَاشْدُدْ عَلَى قُلُوبِهِمْ) مراد ددی نه کلکول ددوی دی په کفرباندی په مهروهلوسره دهغوی په زړونو (فَلَا يُؤْمِنُوا) دا عطف دی په لِيُضِلُّوا، باندی په نیزدعام علمائی نحوباندی اوپه نیزداخفش اود فراء داجواب دامردی چه اطمس او اشدد دی اودا دعا د موسیٰ علیه السلام هغه وخت کښی وه چه ناامیده شو دهغوی دایمان راوړلونه په شان د نوح علیه السلام -
[۸۹] په دی آیت کښی قبولیت ددعا د موسیٰ علیه السلام او دهارون علیه السلام دی اکثرمفسرینو لیکلی دی چه موسیٰ علیه السلام دعا غوښتله اوهارون علیه السلام په هغی آمین اوئیل، او آمین هم دعا ده نوځکه په دی آیت کښی ددعا نسبت ئی دواړو ته اوکړو اوابن کثیروئیلی دی په دی سره حجت نیولی هغه چاچه امام فاتحه اولولی اومقتدی آمین اوائی نوداسی شوه لکه چه هغه هم قرأت وئیلی وی - لیکن دا موقوف روایت دی اوبقاعی لیکلی دی چه هارون علیه السلام دغه وخت غائب وؤ لیکن هم رضا وؤ په دی دعاباندی نوهغه ته ځکه نسبت اوکړی شو - (فَاسْتَقِيمَا) مراد دادی چه ترقبلیدلو ددعا پوری په خپل دین باندی کلک اوسئ اودعوت جاری ساتئ - اودارنگ مراد داستقامت دادی چه په قبلیدلو ددعا پوری تلوار مه کوئ بعضو روایاتو کښی راغلی دی چه اجابت ددعا نه څلویښت کاله بعد فرعون هلاک شو (وَلَا تَتَّبِعَانِّ سَبِيلَ) مراد دادی چه دجاهلانوپه شان تلوار او بی صبری مه کوئ ځکه تلوارکوونکی په دعا کښی حکمت د مهلت ورکولو باندی نه پوهیږی -