يَعْتَذِرُونَ ۴۷۸ يونس

وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا حَتَّى إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنْتُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ ﴿۹۰﴾ آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ ﴿۹۱﴾ فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ ﴿۹۲﴾

اوپوری ویستل مونږ بنی اسرائیل ددریاب نه پس ورپسی لاړل فرعون او لښکری دهغه دوجی ضد او دشمنئ نه ترهغی پوری کله چه راگیرکړو ده لره غرقیدلو نواوئیل ده چه ایمان ئی راوړو په دی خبره چه نیشته لائق دبندگئ سیوا دهغه ذات نه چه ایمان راوړی دی په هغه باندی بنی اسرائیلو او زه یم دتوحید والونه ﴿۹۰﴾
(اووئیلی شوده ته) آیا اوس ایمان راوړی اوحال داچه نافرمان وی مخکښی ددی نه او وی ته دفساد کوونکونه ﴿۹۱﴾
پس نن پورته کوم بدن ستا دی دپاره چه شی ته دروستو دپاره نخه دعبرت اویقیناً ډیر دخلقونه ځمونږدآیاتونونه بی پرواه دی ﴿۹۲﴾

[۹۰] په دی آیت کښی نجات د بنی اسرائیلو اوغرقیدل دفرعونیانو ذکرشوی دی (بَغْيًا وَعَدْوًا) یوفرق دادی چه بغی په قول کښی ده اوعدوان په عمل کښی دوهم داچه بعغی په په عقیده کښی اوعدوان په عمل کښی دریم داچه بغی په حقوق اللّه کښی اوعدوان په حقوق العباد کښی (أَدْرَكَهُ) ادراک په معنیٰ د احاطی دی دهرطرف نه ئی راگیرکړو نومعلومه شوه چه فرعون غرق نه بچ شوی نه دی اگرچه ده یومقصد په دری عبارتونو سره وئیلی دی اول آمَنْتُ، دوهم لَا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي، دریم وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ، او دلته ایمان او اسلام یوڅیز دی - اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه په حالت دځنکدن کښی چه کوم یقین راشی په مړ کیدلو نوایمان نه قبلیږی لکه په سورة انعام (۱۵۸) اوپه دی سورة (۵۱) اوپه سورة مؤمنون (۸۵) کښی دی -
[۹۱] دا قول د اللّه تعالٰی دی په واسطه دجبرئیل علیه السلام یاد بل ملکه سره لیکن په حدیث دترمذی (حدیث حسن) کښی راغلی دی چه فرعون ته په دغی حالت کښی چه جبرئیل دهغه په خوله کښی خټه اچوله نو معلومه شوه چه جبرئيل دغه کلمات وئیلی دی اوپه دی حدیث امام باندی امام رازی ډیراوږد اعتراض کړی دی او خازن دهغی تفصیلی جواب ذکرکړی دی -
[۹۲] روایاتو کښی راغلی دی چه د بنی اسرائیلو یقین نه کیدلو چه فرعون غرق شوی دی اللّه تعالٰی دهغه بدن دوی ته ښکاره کړو اوپه دی کښی دوه توجیهات دی - یوداچه بدن دفرعون بغیر دروح نه غاړه ددریاب باندی اوغورځولی شو لکه چه اوس مشهوره ده چه دقاهری په عجائب گهرکښی دهغه بدن کیخودلی شوی دی - دوهمه توجیه داده چه دده بدن داوبو دپاسه دوی ته ښکاره کړی شو اوددوی د زړونونه شک اووتلو (نُنَجِّيكَ) د نجوة نه اخستلی شوی دی اونجوة اوچت مکان ته وئیلی شی (بِبَدَنِكَ) مراد دبدن نه وجود (جوثه) بی وسه ده (آيَةً) عبرت دهغه چادپاره چه دربوبیت دعویٰ کوی یاتکبرکوی دحکمونو د اللّه تعالٰی نه (عَنْ آيَاتِنَا) اشاره ده چه د اللّه تعالٰی دعذابونو دایوه نښه نه ده ډیری نښی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>