يَعْتَذِرُونَ ۴۷۹ يونس
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُوا حَتَّى جَاءَهُمُ الْعِلْمُ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ﴿۹۳﴾ فَإِنْ كُنْتَ فِي شَكٍّ مِمَّا أَنْزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَءُونَ الْكِتَابَ مِنْ قَبْلِكَ لَقَدْ جَاءَكَ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿۹۴﴾ وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ فَتَكُونَ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۹۵﴾
اویقیناً ځای ورکړی وو مونږ بنی اسرائیلوته ځای مزیدار اورزق ورکړی وو مونږ دوی ته دپاکو څیزونونه پس اختلاف اونه کړو دوی (په مسئله دتوحید کښی) ترهغی چه راغی دوی ته علم یقیناً ستارب به عملی فیصله اوکړی په مینځ ددوی کښی په ورځ دقیامت، په څیزکښی چه دوی په هغی کښی اختلاف کوی ﴿۹۳﴾
پس که ئی ته په شک کښی دهغه څیزنه چه رالیږلی مونږتاته پس تپوس اوکړه دهغی کسانونه چه لوستوئی کتاب ستانه مخکښی (حق پرست علماء) یقیناً راغلی دی تاته حق دطرف درب ستانه پس مه کیږه ته دشک کوونکونه ﴿۹۴﴾
اومه کیږه دهغی کسانونه چه دروغژن گنړی آیتونه د اللّه تعالٰی پس شی به ته دتاوانیانونه ﴿۹۵﴾
[۹۳] په دی آیت کښی ذکر دحال د بنی اسرائیلو دی پس دغرقیدلودفرعون نه - په دوی باندی انعامات اجمالیه په دی آیت کښی بیان شول یو مکان دوهم روزی د طیباتو اوبیاددوی ناشکری په اختلاف سره په حق کښی پس دعلم نه داهم ذکر شوه(مُبَوَّأَ صِدْقٍ) ددی نه مراد ځمکه دشام یا مصرده - اودعربوعادت دی چه دیوڅیز صفت او مدح کوی نوصدق ورسره لگوی که قول وی یا فعل وی یامکان وغیره (حَتَّى جَاءَهُمُ الْعِلْمُ) مراد دعلم نه قرآن دی یعنی دقرآن دنزول نه روستوپه دوی کښی اختلاف راغی - یامراد دعلم نه تورات دی یعنی په تورات کښی په باطل تاویلونو او تحریفونوسره اختلاف پیداشول -
[۹۴] هرکله چه مخکښی آیت کښی ذکرکړی شو اختلاف داهل کتابو اودا اختلاف سبب وی دپاره دشک نودی آیت کښی دشک دزائل کولودپاره ئی طریقه ئی بیان کړه چه هغه تپوس کول دی دعلمائی حق نه - بیا دی آیت کښی دری توجیه دی اوله توجیه داده چه خطاب نبی ﷺته دی - اوشک په معنیٰ مشهورسره دی لیکن حرف د اِن دلالت نه کوی په وجود د شی باندی اوددی وجی نه ددی آیت دنزول نه روستو رسول اللّٰه ﷺ اوفرمایل چه نه زه شک کوم اونه تپوس کوم، دوهمه توجیه داده چه شک په معنیٰ دتنگ والی دزړه ده نومطلب دادی که ستازړه تنگیږی په مخالفت ددی کسانو، نوصبرکوه اوتپوس اوکړه دعلماءِ حق نه چه خبردرکړی تالره په صبرکولو دتیرشوو پیغمبرانو دریمه توجیه ئی داده چه په آیت کښی خطاب دی مشرکانوته چه هغوی به اعتماد کوؤ په خبرو دکتابیانو، معنیٰ داده چه اوایه ای پیغمبره مشرک ته که ئی ته په شک کښی دهغی کتاب اود مسئلی توحید نه چه بیان کړی دی مونږه تاته نوتپوس اوکړه دنیکانوعلماؤ داهل کتابونه (فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ) په دی کښی هم خطاب نبی ﷺ ته دی اومراد ترینه امت یامراد ددی نه امتراء (شک) کول دی په نزول دعذاب کښی په منکرینوباندی -
[۹۵] داتفریع ده په شک کولوباندی یعنی شک کول سبب دتکذیب او تکذیب سبب خسران دی -