يَعْتَذِرُونَ ۴۸۰ يونس

إِنَّ الَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۹۶﴾ وَلَوْ جَاءَتْهُمْ كُلُّ آيَةٍ حَتَّى يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ ﴿۹۷﴾ فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّا آمَنُوا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ ﴿۹۸﴾

یقیناً هغه کسان چه پوره شوی ده په هغوی فیصله درب ستا ایمان نه راوړی ﴿۹۶﴾
اگرکه راشی دوی ته هره نښه تردی چه اوینی دوی عذاب دردناک ﴿۹۷﴾
پس ولی نه وؤ یوکلی والا چه ایمان ئی راوړی وی پس چه فائده ورکړی وی هغوی ته ایمان دهغی مگرقوم د یونس علیه السلام هرکله چه دوی ایمان راوړو نولری کړو مونږ ددوی نه عذاب دشرمندگئ په ژوند دنیوی کښی اومزی ورکړی مونږدوی لره تریووخت پوری ﴿۹۸﴾

[۹۶] دی آیت کښی زورنه ده منکرینوته مراد دکلمی نه عذاب د اللّه تعالٰی دی په سبب د دانکارددوی - اوداکلمه په تقدیرکښی لیلکی شوی ده -
[۹۷] داد مخکښی آیت سره تعلق لری چه دوی ته هرقسم آیت راشی نودوی ایمان نه راوړی ترهغی پوری چه عذاب ووینی نوبیابه ایمان راوړی لیکن فائده به نه ورکوی -
نکته: كُلُّ آيَةٍ، نه مراد جمع آیات دی نوځکه ئی فعل مؤنث راوړو -
[۹۸] په دی آیت کښی ذکردتوبی دقوم یونس علیه السلام دی چه دوی په وخت باندی توبه ویستله نودعذاب نه بچ شول مفسرینولیکلی دی چه قوم دیونس علیه السلام په علاقه د موصل، نینوا کلی کښی آباد وؤ اوشرک ئی کوو نویونس علیه السلام دوی ته دعوت دتوحید ورکړو ډیره زمانه، لیکن دوی انکارکوؤ نویونس علیه السلام ته وحی راغله چه دی قوم له خبرورکړه چه دری ورځی پس په دوی عذاب راتلونکی دی که چیری دوی ایمان راونړو، هرکله چه دریمه ورځ نزدی شوه نویونس علیه السلام ددوی نه سفراوکړو نودوی پوهه شول چه عذاب یقیناً راتلونکی دی نودوی توبه اویستله دشرک او دکفرنه او اللّه تعالٰی نه ئی دعا اوغوښتله نوعذاب ددوی نه دفع شو - صحیح قول په دی کښی دادی چه عذاب په دوی لانه وؤراغلی دعذاب نه مخکښی دوی توبه ویستلی وه ځکه چه په وخت دراتللو دعذاب کښی ایمان او توبه فائده نه ورکوی (فَلَوْلَا) داپه معنیٰ دنفی دی (فَنَفَعَهَا) نافع ایمان هغه دی چه دوخت د غرغری نه مخکښی وی (إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ) دا استثناء منقطع ده یعنی دوی ایمان نافع راوړی وؤ زجاج نه نقل دی چه دوی عذاب نه وؤ لیدلی صرف علامات دعذاب ئی اولیدلو آ و (كَشَفْنَا) په معنیٰ دنفس لری کولو سره دی یا استثناء متصل ده یعنی دوی عذاب اولیدلو یعنی قریب وؤ چه نازل شوی وی لیکن په توبی سره هغه عذاب لری کړی شو نودا ددغه قوم خصوصیت دی ځکه چه اللّه تعالٰی په خپل ارادی سره کارکوی اوبل داچه اللّه تعالٰی ددوی داخلاص دتوبی نه خبروؤ نو ددوی توبه ئی قبلوله کړه و كَشَفْنَا په خپل معنیٰ سره دی یعنی عذاب نزدی وؤ چه نازل شوی وی لیکن اللّه تعالٰی ددوی نه بیرته واړوؤ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>