يَعْتَذِرُونَ ۴۸۱ يونس

وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴿۹۹﴾ وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿۱۰۰﴾ قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الْآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۰۱﴾

اوکه غوښتی رب ستا خامخا ایمان به راوړی وی هغه چاچه په ځمکه کښی دی ټولوپه جمع سره آیا ته پس زورکولی شی په خلقو دی دپاره چه دوی مؤمنان شی ﴿۹۹﴾
اونه شی کیدی دپاره دهیچ چا چه ایمان راوړی مگرپه توفیق د اللّه تعالٰی اواچوی اللّه تعالٰی پلیدی په هغه کسانوباندی چه عقل نه لری ﴿۱۰۰﴾
اوایه اوگورئ‌ چه څنگه دلیلونه دی دتوحید په آسمانونو اوپه ځمکه کښی اوفائده نه ورکوی دلیلونه او ویره ورکوونکی هغه قوم ته چه ایمان نه راوړی ﴿۱۰۱﴾

[۹۹] په دی آیت کښی تسلی ده پیغمبرته چه ایمان ددی خلقو په مشیت د اللّه تعالٰی سره دی اومراد د مشیت نه مشیت دلطف او مهربانئ دی لیکن اللّه تعالٰی دا مشیت په باره ټول کښی نه دی کړی بلکه دچا دپاره ئی ایمان په تقدیر کښی لیکلی دی نوصرف هغوی ایمان راوړی اومعتزله وائی ددی نه مراد مشیت جبری دی یعنی جبرد اللّه تعالٰی دطرف نه نیشته دهرچا خپله خوښه وی اودوی تقدیرنه منی -
[۱۰۰] دا آیت تفصیل دماقبل دی یعنی دټولو دایمان راوړلو مشیت اللّه تعالٰی نه دی کړی بلکه بعضی په اذن د اللّه تعالٰی سره ایمان راوړی اوبعضی په پلیتئ‌ دشرک کښی پریږدی اوپه دی آیت کښی هم تسلی ده پیغمبرته چه ایمان دخلقو په توفیق د اللّه تعالٰی سره دی اوکوم خلق چه په حق باندی نه پوهیږی نوهغوی په پلیتئ‌ د شرک او کفرکښی غورځوی دلته داذن نه مراد تقدیرالٰهی او توفیق دی او رِّجْسَ نه مراد شرک یا عذاب دی -
[۱۰۱] په دی آیت کښی دعوت دی منکرینوته دپاره دفکرکولو په عقلی دلیلونو کښی اوبیا زورنه ده په ایمان نه راوړلو دوجی دعناد نه - اوپه دی آیت کښی دلیلی دی چه انسان مجبورمحض هم نه دی بلکه دی مکلف دی په نظر او فکرکولو سره دپاره دحاصلولو دهدایت (لَا يُؤْمِنُونَ)‌ مراد ددی نه ضد او عناد کوؤنکی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>