يَعْتَذِرُونَ ۴۸۲ يونس
فَهَلْ يَنْتَظِرُونَ إِلَّا مِثْلَ أَيَّامِ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِهِمْ قُلْ فَانْتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُمْ مِنَ الْمُنْتَظِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا كَذَلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنْجِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۳﴾ قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنْ كُنْتُمْ فِي شَكٍّ مِنْ دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۰۴﴾ وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۵﴾
پس نه کوی انتظار دوئ مگرپه شان دواقعاتو دهغه کسانو چه تیرشوی دی مخکښی ددوی نه ته اوایه پس انتظار کوئ یقیناً زه ستاسو سره دانتظار کوونکو نه یم ﴿۱۰۲﴾
بیا واورئ بچ کړی دی مونږ رسولان خپل او هغه کسان چه ایمان ئی رواړی دغسی لازم ده په مونږ چه بچ کوؤ به مؤمنانولره ﴿۱۰۳﴾
اوایه چه ای خلقو که ئی تاسو په شک دی ددین ځمانه پس زه نه کوم بندگی دهغه کسانو چه تاسو بندگی کوئ دهغئ سیوا د اللّه تعالٰی نه لیکن زه بندگی خاص کؤم د اللّه تعالٰی (هغه اللّه تعالٰی) چه مرگ راولی په تاسو اوحکم شوی دی ماته چه یم دی زه دمؤمنانو دډلی نه ﴿۱۰۴﴾
(او وئیلی شوی دی ماته) چه برابرکړه ځان خپل دین ته چه کلک ئی په توحید اومه کیږه دډلی دمشرکانونه ﴿۱۰۵﴾
[۱۰۲] په دی آیت کښی ویره دعذاب دنیوی ده منکرینو ته (أَيَّامِ) نه مراد واقعات دعذاب دی د مخکښی قومونو ځکه د أَيَّامِ اطلاق په واقعاتو دعذاب باندی کیږی اودارنگ په انعاماتوباندی هم اطلاق کیدی شی -
[۱۰۳] په دی آیت کښی زیری دی مؤمنانوته په نجات سره - ثُمَّ په دی آیت کښی دپاره دتعقیب ذکر دی اودا صرف دعطف دپاره دی او معطوف علیه محذوف دی فنهلک المکذبین و ننجی آه - اودا فعل مضارع په معنیٰ دماضی سره ده په قرینه دخلَوا من قبلهم سره (حَقًّا عَلَيْنَا) حق دوه قسمه دی یو حق تفضلی دی یعنی دوعدی په وجه سره اللّه تعالٰی په ځان باندی لازم کړی دی - دوهم حق ایجابی استحقاقی دی دا دوهم په اللّه تعالٰی باندی نیشه ځکه چه اللّه تعالٰی لمایرید دی اوقادردی په هرڅه باندی نوپه هغه باندی د هیچ چا حق واجبه نیشته او ددی وجی نه سوال په وسیله د بحق فلان منع دی که دحق نه مراد دوهمه معنیٰ شی نوهغه خو په اللّه تعالٰی باندی نیشته اوکه اوله معنیٰ شی نودا موهم دی وهم ددوهمی معنیٰ پیداکوی اوهیڅ حدیث صحیح په دی کښی نیشته دی (حَقًّا عَلَيْنَا) مراد ددی نه حق تفضلی دی حق واجبه نه دی مراد ځکه چه اللّه تعالٰی باندی څه شی نه شی واجب کیدی -
[۱۰۴] په دی آیت کښی حکم دی پیغمبرته دپاره دبیان دتفصیلی د توحید اوپه دی آیت کښی رد شرک فی العبادات دی حاصل دادی چه که خلق شک کوی په دین اسلام کښی نودوی ته بیان اوکړه داصل مسئلی چه توحید دی - ځکه فرق ددین اسلام دنورو دینونو نه په توحید سره دی -
فائده: شک وائی برابروالی د دوه طرفونو ته نودالفظ ئی ځکه ذکر کړو چه فرعی عبادات اواکثرمعاملات دمشرکینو او مؤمنانو یوشان وؤ - نوشک راغی چه ددوی په مینځ کښی څه فرق دی نوپه دی آیت کښی هغه فرق ئی بیان کړو په توحید سره - فلااعبد نه مخکښی د ان جزا پټه ده یعنی فاستمعوا لازالة الشّک (غوږ کیدئ دپاره دزائل کولو دشک) (الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ) په ذکرد وفات سره اشاره ده حیاتِ سابقه اوتربیت نه ترمرگه پوری چه دهغه دلیل دی دپاره دقدرت د اللّه تعالٰی او تخصیص دوفات ئی ددی وجی نه اوکړو چه په دی کښی خوف ډیردی (وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ) عبادت عمل دظاهردی اوایمان باطنی عمل دی اواشاره ده چه عبادت سره ایمان شرط دی -
[۱۰۵] ددی آیت په ابتداء کښی لفظ دقیل مراد دی (وَجْهَكَ) ذکر دمخ دی اومراد ترینه ټول نفس او ټول اعمال دی نوپه مخکښی آیت کښی ذکر دتوحید وؤ اوپه دی آیت کښی په هغی باندی امرداستقامت او اجتناب دشرک نه ذکرکوی (الْمُشْرِكِينَ) یعنی دمشرکانو دجماعت سره هیڅ تعلق مه ساته -