وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۸۸ هود
وَلَئِنْ أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَاهَا مِنْهُ إِنَّهُ لَيَئُوسٌ كَفُورٌ ﴿۹﴾ وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ نَعْمَاءَ بَعْدَ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي إِنَّهُ لَفَرِحٌ فَخُورٌ ﴿۱۰﴾ إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ كَبِيرٌ ﴿۱۱﴾ فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَنْ يَقُولُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ إِنَّمَا أَنْتَ نَذِيرٌ وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ ﴿۱۲﴾
اوکه اوڅکوؤمونږه یو انسان ته دخپل طرف نه څه نعمت بیائی راکاږو دهغه نه نویقیناً دی خامخا نامیده ناشکره به وی ﴿ ۹ ﴾
اوکه اوڅکوو مونږده ته نعمت پس دتکلیف نه چه رسیدلی وی ده ته خامخا وائی دی لاړل ټول تکلیفونه ځمانه یقیناً دی خامخا تکبرکوونکی فخرکوونکی دی ﴿ ۱۰ ﴾
مگرهغه کسان چه کلک ایمان والادی اوعملونه ئی کړی دی په طریقه د پیغمبر دغه کسان دوی دپاره بخنه ده اواجر لوی دی ﴿ ۱۱ ﴾
پس آیاته پریخودنکی ئی بعضی دهغی چه وحی کړی شوی ده تاته (مسئله دتوحید) اوآیا تنگیږی په دی سره سینه ستا ددی وجی نه چه دوی وائی ولی نه شی نازلیدلی په ده باندی خزانه یا ولی نه گرځی دده سره ملک یقیناً ته ویره ورکوونکی ئی او اللّه تعالٰی دهرڅیزذمه وار دی ﴿ ۱۲ ﴾
[۹] دی آیت کښی هم زورنه ده انسان ته په کمزوروالی دعقیدی دده په وخت دانتقال کښی دنعمت نه محنت ته (لَيَئُوسٌ كَفُورٌ) یومعنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی د رحمت نه ناامیده شی اودهغه د نعمتونوناشکری کوی دوهمه معنیٰ دا چه انسان مشرک په حال دډیره سختئ کښی دخپلومعبودانو باطلونه ناامیده شی اوداسی په سورة حم سجده (۴۶) کښی دی (لَيَئُوسٌ كَفُورٌ) اول حالت دباطن دی او دوهم حالت دژبی اودظاهردی -
[۱۰] دی آیت کښی هم زورنه ده په وخت دانتقال کښی دمحنت نه نعمت ته چه انسان په حالت دنعمت کښی تکبراولوئي کوی - نسبت دذوق د نعمت اللّه تعالٰی ته اشاره ده چه نعمت د اللّه تعالٰی خاص په رحم د اللّه تعالٰی سره دی (ذَهَبَ السَّيِّئَاتُ عَنِّي) مطلب دادی چه تکالیف ځمانه لاړل ځماپه تدبیرونوسره یاځمادمعبودانوپه زورسره (فَخُورٌ) فخردادی چه خپل صفتونه خلقوته ذکرکوی اودا فرح او فخرمنع کوی ده لره دشکرکولونه -
[۱۱] دی کښی زیری دی منونکولره (صَبَرُوا) نه مراد دادی چه په حالت دنعمت کښی اوپه حالت دسختئ کښی ټینگ دی په ایمان باندی (صَبَرُوا) په مقابله د لیئوس کفور کښی او (عَمِلُوا الصَّالِحَاتِ) په مقابله د فرح فخورکښی دی او (مَغْفِرَةٌ) متعلق دی دصبرکولوسره په مصبتونوباندی او (أَجْرٌ كَبِيرٌ) په سبب دعمل صالح سره دی -
[۱۲] په دی آیت کښی دریمه دعوه دسورة ده چه هغه تشجیع ده په بیان د توحید باندی یعنی که دا مشرکان په تااعتراضونه کوی نودهغی دوجی نه دی ستا زړه تنگ نشی اوبیان دتوحید پری نږدی (فَلَعَلَّكَ) په دی ځای کښی دپاره داستهفام انکاری دی یعنی ( ای نبی ﷺ ته پریخودونکی نه ئی) (فَلَعَلَّكَ) فا تفریع ده په څلورو حالات تیرشوو باندی سحروئیل، استهزاء کول، ناشکری کول، فخراوتکبرکول، داپه اکثرواوقاتوکښی سبب اوگرځی دپاره دمداهنت د مبلغ نوپه دی آیت کښی دهغه نه منع اوکړله (وَضَائِقٌ) داعطف دسبب دی په مسبب باندی یعنی تنگیدل سبب وی دپاره دپریخودلو دحق (كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ) دا دوه قوتونوته اشاره ده اول قوت ظاهری اودوهم قوت باطنی -