وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۸۹ هود

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ مُفْتَرَيَاتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۱۳﴾ فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ ﴿۱۴﴾

آیا وائی دوی چه دځان نه ئی جوړکړی دی دا قرآن، ته اوایه پس راوړئ لس سورتونه په شان دده دځان نه جوړ شوی اورا اغواړئ هغه څوک چه طاقت لرئ تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه که تاسو رشتینی ئی ﴿ ۱۳ ﴾
پس که دوی قبوله نه کړی خبره ستاسو پس پوهه شئ چه یقیناً‌ نازل شوی داقرآن په علم د اللّه تعالٰی سره اوپه دی خبره چه نیشته حق دار دبندگئ سیوا د اللّه تعالٰی نه پس آیا تاسو منونکی دحکم یئ (یعنی اومنئ) ﴿ ۱۴ ﴾

[۱۳] دا زورنه ده منکرینو دقرآن ته اوبیان داعجاز دقرآن دی په طلب دمقابلی سره په لسوسورتونو سره - وئیلی شوی دی چه دمخالفینو په هغه وخت کښی لس قبیلی وی نودهری قبیلی نه دیویوسورة دراوړلوطلب کړی شوی وو - یاداچه تردی ځای پوری دابتداء‌ نه لس سورتونه دی نوپه تشبیه کښی دغه سورتونوته اشاره ده - سوال: سورة یونس کی مقابله په یوسورة سره ذکر کړی ده اوپه دی کښی په لسوسره اودا سورة دسورة یونس نه روستو نازل شوی دی نوپه څه دلته ترقی دکم نه زیات ته اوشوه؟ نومبرد جواب کښی وئیلی دی چه په سورة یونس کی مقابله په احکامو او وعد اووعید اواخباربالغیب الصادق سره ذکروه اودهغی دپاره یوسورة راوړل هم کافی دی اوپه دی سورة کښی مقابله په صرف فصاحت او بلاغت سره مراد ده نوددی دپاره ډیرسورتونه په کاردی چه تقابل او فرق معلوم شی -
[۱۴] دی آیت کښی بیان دصدق دقرآن دی اوبیان دهغی مسئلی دی چه قرآن دهغی مسئلی دپاره نازل شوی دی چه هغه لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ دی (لَكُمْ) جمع کښی اشاره ده چه مؤمنان هم په طلب دمقابله کښی د نبی ﷺ سره شریک دی (بِعِلْمِ اللَّهِ) یعنی مشتمل په علمونو د اللّه تعالٰی سره اود اللّه تعالٰی دعلمونو مخلوق مقابله نشی کولی (وَأَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ) داعطف دی په علم اللّه باندی یاعطف دی په أَنَّمَا باندی اوپه دواړه معنوکښی دلیل دی چه موضوع او خلاصه دقرآن توحید دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>