وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۰ هود
مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ ﴿۱۵﴾ أُولَئِكَ الَّذِينَ لَيْسَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ إِلَّا النَّارُ وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۶﴾ أَفَمَنْ كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِنْهُ وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً أُولَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۷﴾
هغه څوک چه غواړی (په عمل خپل سره) ژوند دنیا او ډول (ښائست) دهغی نوپوره به ورکړو دوی ته بدله دعملونوددوئ په دنیاکښی اودوئ ته په هغی کښی څه کمی نشی کیدی ﴿۱۵﴾
دا هغه کسان دی چه نیشته دوی لره په آخرت کښی مگراور اوبرباد شی هغه نیک عملونه چه دوی کړی دی په دنیاکښی اوبی فائدی دی هغه کارونه چه دوی ئی کوی ﴿۱۶﴾
آیا پس هغه څوک چه وی په ښکاره دلیل باندی دطرف درب خپل نه اوملگری وی دده سره گواه دطرف دهغه نه او مخکښی دده نه کتاب د موسیٰ علیه السلام دی پیشوا اورحمت دغه کسان ایمان لری په دی کتاب اوچاچه کفراوکړو دپه دی کتاب د مختلفو ډلونه پس اورځای دوعدی دهغه دی پس مه کیږه ته په شک کښی دده نه یقیناً دا حق دی دطرف درب ستانه لیکن ډیرخلق ایمان نه لری ﴿۱۷﴾
[۱۵] دی آیت کښی زورنه ده هغه چاته چه معقصد ئی دنیا گرځولی وی ځکه چه دا سبب دانکاردقرآن دی اودا آیت هغه چا ته هم شامل دی چه په عمل ددین سره اجرت ددنیا طلب کوی (يُرِيدُ ) اشاره ده چه دارومدارپه نیت باندی دی (الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) یعنی نیک اعمال کوی دپاره ددی چه صحت او عافیت او ریاست ورته حاصل شی (وَزِينَتَهَا) مراد ددی نه وسعت درزق دی اوډیروالی داولاد دی (نُوَفِّ إِلَيْهِمْ) یعنی دغه مرادونه به ورته پوره حاصل شی یعنی اللّه تعالٰی دده محنت دده دنیت موافق نه ضائع کوی -
[۱۶] دا ویره اخروی ده هغه کسانوته چه مخکښی ایت ذکرشول (وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا) دی کښی اشاره ده هغه عملونوته چه کوی ئی په نیت ددنیا سره یعنی نیک اعمال (وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ) دی کښی اشاره ده هغه عملونوته چه هغه قبیح او ناکاره دی اومفسرینو وئیلی دی چه دا آیاتونه مشرکانو اومنافقانو او ریاکارانو او دنیاپرستو ته شامل دی -
[۱۷] په دی آیت کښی څلورمه دعوه دسورت ده چه تسلی ده پیغمبراو تابعدارو دهغه ته اوهرکله چه مخکښی حال ددنیا پرستو ذکر کړو نواوس حال ددیندارو ذکرکوی په طریقه دتقابل سره - حاصل دادی ای پیغمبره او تابعدارو دهغه ستاسو خبره (یعنی مسئله دتوحید) په عقلی دلیل سره ثابت ده اوقرآن هم دهغی په تائید کښی دی چه هغه دلیل وحی دی او کتاب موسیٰ علیه السلام هم دهغی په تائید کښی دی چه هغه دلیل نقلی دی نوڅوک چه ددی مسئلی نه انکار کوی نوهغه په ضد اوعناد کښی دی اوهغه دپاره عذاب دی - دهغه دانکاردوجی نه په حق کښی شک مه کوئ (بَيِّنَةٍ) مراد ددی نه بیان دتوحید دی په دلیلونو عقلیو سره (شَاهِدٌ) مراد ددی نه قرآن پاک دی ځکه چه هغه گواه دی په مسئله دتوحید باندی - (إِمَامًا) کتاب د اللّه تعالٰی ته امام په دی وجه وئیلی کیږی چه دهغه اقتداء او تابعداری کول لازم دی (أَفَمَنْ كَانَ) ددی جزاء محذوف ده کمن یرید الحیوة الدنیا وزینتها ولیس فی الاخرة الا النار یا جزاء داده ایبقی له محل شبهة وشک (أُولَئِكَ) اشاره ده چه من کان علٰی بینة نبی ﷺ او ټول صحابه دی اوضمیرد (بِهِ) قرآن ته راجع دی (وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ) داپه مقابله دیؤمنون کښی دی (الْأَحْزَابِ) ډلی دکافرانو چه مخالفت او عناد ئی کوؤ دانبیاء علیهم السلام سره - منه ضمیرراجع دی قرآن یاموعد ته -