وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۱ هود
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أُولَئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ ﴿۱۸﴾ الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ ﴿۱۹﴾ أُولَئِكَ لَمْ يَكُونُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ يُضَاعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ مَا كَانُوا يَسْتَطِيعُونَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوا يُبْصِرُونَ ﴿۲۰﴾
اوڅوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ دغه کسان پیش به کړی شی رب خپل ته اواوبه وائی گواهی ورکوونکی چه داهغه خلق دی چه دروغ ئی وئیلی وو په رب خپل خبردار لعنت د اللّه تعالٰی دی په ظالمانو خلقو ﴿۱۸﴾
داهغه کسان دی چه منع کوی خلق دلاری د اللّه تعالٰی نه اولټوی په هغی کښی کږلیچ اودوئ دآخرت نه هم انکارکوونکی دی ﴿۱۹﴾
دغه کسان نشی بچ کیدی د اللّه تعالٰی دعذاب نه په ټوله ځمکه کښی اونه به دوی لره سیوا د اللّه تعالٰی نه څوک دوستان زیاتیدی به شی ددوی دپاره عذاب ځکه چه دوی طاقت نه لرلو دحق داوریدلو (یعنی بدپری لگیدلو) اونه دوئ لیدلو حق لره ﴿۲۰﴾
[۱۸] دی آیت کښی ویره دعذاب اخروی ده مشرکینوته اومتعلق دی د (لَا يُؤْمِنُونَ) سره (افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) په نسبت دشریک او ولد اللّه تعالٰی ته اوپه انکاردرسول اوقرآن سره (يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ) عرض خود ټولو خلقو دی لکه سورة کهف (۴۸) کښی لیکن دلته مراد عرض دی دپاره دشرمنده کولو (الْأَشْهَادُ) دغه اشهاد ذکردی په سورة نساء (۴۱) اوسورة نحل (۸۹) اسورة نور (۲۴) اوسورة یٰس (۶۵) اوحم سجده (۲۰) اوسورة ق (۲۱) اوسورة بقره (۱۴۳) کښی (وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ) مراد ددی نه ملائیک او پیغمبران اومؤحدین ددی امت او اندامونه دبدن دی ځکه ئی جمع ذکرکړی ده (كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ) یعنی شرک ئی کوؤ او اللّه تعالٰی ته ئی نسبت کوؤ دجائزکولو دهغی -
[۱۹] دی آیت کښی دری صفات دظالمانو دی ( يَصُدُّونَ) اشاره ده چه دوی متعدی کافر دی (سَبِيلِ اللَّهِ) توحید او قرآن اوسنت دی (وَيَبْغُونَهَا) ضمیرسبیل ته راجع دی ځکه چه هغه مذکراومؤنث دواړه ذکرکیږی (عِوَجًا) مراد ددی نه شکونه اچول دی په زړونو دخلقو کښی په باره دتوحید کښی او (يَبْغُونَهَا) کښی اشاره ده چه سَبِيلِ اللَّهِ، کښی کوږوالی نیشته لیکن په ظالمان په ضد سره په هغی کښی کوږوالی جوړوی ددی دپاره چه نور خلق ترینه واړئ او داسی په سورة اعراف (۴۵) اوسورة العمران (۹۹) کښی ذکر دی -
[۲۰] دا ویره دعذاب اخروی ده منکرینوته (مُعْجِزِينَ) په معنیٰ لازمی سره دی یعنی بچ کیدؤنکی یاپه معنیٰ متعدی سره دی عاجزکوؤنکی اللّه تعالٰی لره دعذاب ورکولو نه (مِنْ أَوْلِيَاءَ) ددوی معبودان چه شفعاء گنړل چه په سورة کښی دهغوی ذکرتیرشوی دی (يُضَاعَفُ) مضاعفه ددی وجی نه وه چه ډیرقسمونه دکفراودشرک په دوی کښی جمع دی یاددوی وجی نه چه گمراه دی اوگمراه کوؤنکی دی -