وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۲ هود
أُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۲۱﴾ لَا جَرَمَ أَنَّهُمْ فِي الْآخِرَةِ هُمُ الْأَخْسَرُونَ ﴿۲۲﴾ إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُوا إِلَى رَبِّهِمْ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۳﴾ مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَى وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۲۴﴾
داهغه کسان دی چه تاوان کښی ئی اچولی دی ځانونه خپل او روک به شی ددوی نه هغه څه چه دوئ څه دروغ جوړول ﴿۲۱﴾
خامخا یقیناً دوی به په آخرت کښی لوی تاوانیان وی ﴿۲۲﴾
یقیناً هغه کسان چه ایمان راوړی دی اوعملونه کوی په طریقه د پیغمبر (نیک) اوعاجزی کوی رب خپل ته دغه کسان جنت والادی دوئ په هغی کښی همیشه وی ﴿۲۳﴾
مثال ددی دواړو ډلو په شان د ړوند او کونړ دی او د لیدونکی او د اوریدونکی دی آیا برابر دی دا دواړه په مثال کښی؟ آیا پس نصیحت نه آخلئ تاسو ﴿۲۴﴾
[۲۲،۲۱] دا ذکر دسبب دعذاب دی اوزورنه منکرینوته اوپه دوهم آیت کښی ویره اخروی ده - (خَسِرُوا) خسران په سبب دشرک سره دی چه شرک سره نور اعمال خیربرباد شول (ضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ) مراد دمفتریانونه معبودان باطله دی او ضَلَّ په معنیٰ دغائب والی دی یامفتریات نه مراد قصی د شرک دی او ضَلَّ په معنیٰ دنسیان سره دی (لَا جَرَمَ) فراء وئیلی دی چه دا لفظ په معنیٰ دلابد او لامجادلة سره دی اوپه معنیٰ د حقا سره هم استعمالیږی اوزجاج وئیلی دی چه لادنفی دگمان د خلقو دی او جَرَمَ په معنیٰ دکسب سره دی نو معنیٰ داشوه چه داسی نه ده لکه چه دوی گمان کوی بلکه کسب کړو ددوی عملونوخسران په آخرت کښی - اوسیبویه وئیلی دی چه لادپاره دنفی گمان دی اوجرم په معنیٰ دحق سره دی خطیب شربینی وئیلی دی چه دآیت (۱۸) نه تردی آیت پوری د لَّا يُؤْمِنُونَ، دپاره څوارلس حالات او صفات ذکرکړی شول (أَخْبَتُوا) ددی په صله کښی چه الٰی راشی نوپه اطمینان دزړه سره دی اوچه لام راشی نوپه معنیٰ دخشوع او خضوع سره دی نوپه دی کښی اعمال قلبیه ته اشاره ده او (وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ) کښی اعمال دجوارحو ته اشاره ده -
[۲۳] روستو دتخویف دمنکرینونه دازیری اخروی دی دپاره دمنونکو (أَخْبَتُوا) ددی یو معنیٰ انابت دی، دوهمه معنیٰ اطاعت ، دریمه خشوع او عاجزی، څلورمه معنیٰ اخلاص کول دی -
[۲۴] دا هم په زیری کښی داخل دی اوپه دی آیت کښی أَعْمَى او أَصَمِّ مثال دمشرک دی او بَصِيرِ او سَّمِيعِ مثال مؤحد دی اودارد دی په هغه چاباندی چه دکافراو مؤمن فرق نه کوی اودی عقیدی ته په دی زمانه کښی سیکولرازم وئیلی شی -