وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۳ هود

وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ إِنِّي لَكُمْ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۲۵﴾ أَنْ لَا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ أَلِيمٍ ﴿۲۶﴾ فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ ﴿۲۷﴾ قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي رَحْمَةً مِنْ عِنْدِهِ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنْتُمْ لَهَا كَارِهُونَ ﴿۲۸﴾

اویقیناً لیږلی وو مونږنوح علیه السلام قوم دهغه ته (اووئیل ئی) یقیناً ستاسودپاره ویره درکوونکی یم ښکاره ﴿۲۵﴾
(بیان کوم) چه مه کوئ بندگی دهیچ چا سیواد اللّه تعالٰی نه یقیناً زه ویریږم په تاسو دعذاب دورځی دردناکی نه ﴿۲۶﴾
پس اووئیل غټانوهغه کسان چه کفرئی کړی وو دقوم هغه نه نه وینومونږه تا مگربنده ځمونږپه شان اونه وینومونږه تا چه تابعداری ئی کړیده ستامگرهغه کسان چه هغوی ذلیل دی په مونږکښی په بی فکرئ سره اونه وینو مونږه تاسولره په مونږباندی هیڅ غوره والی بلکه گمان کوو مونږپه تاسو دروغژن ﴿۲۷﴾
اووئیل نوح علیه السلام ای قومه ځما آیافکرکړیدی تاسو که یم زه په ښکاره دلیل د طرف درب خپل نه اوراکړی ئی دی ماته خاص رحمت (یعنی پیغمبری) دطرف دخپل نه پس پټ پاتی شوی وی ستاسو نه آیا په زورمناوولی شومونږه داپه تاسوباندی اوحال دادی چه تاسو دی لره بد گنړئ ﴿۲۸﴾

[۲۵] ددی آیت نه دوهم باب دی تر (۱۱۱) پوری په دی کښی اول دری واقعات او شپږمه واقعه تعلق لری دسورة د اولی دعوی سره اوڅلورمه او پنځمه واقعه تعلق لری ددوهمی دعوی سره او اوومه واقعه د موسیٰ علیه السلام تعلق لری ددریمی دعوی سره اوپه مینځ کښی ئی تخویف او بشارت دی او آیت (۱۰۹) تعلق لری دڅلورمی دعوی سره - دا آیت (۲۵) اول دلیل نقلی دی دنوح علیه السلام نه دپاره دمسئلی دتوحید اوپه دی ذکردشجاعت دهغه دی اوذکردی دطریقی ددعوت اودارنگ ذکر دعذاب دقوم دهغه دی دپاره دتخویف دنیوی اوربط‌ ددی دمخکښی آیت سره دادی چه دفریقینو په مثال سره ذکراوشو نواوس په مقصد د انبیاء علیهم السلام سره دفریقینو دعاقبت فرق ذکر کوی (إِنِّي لَكُمْ) په أَرْسَلْنَا کښی معنیٰ دقال پټه ده او إِنِّي دهغی مقوله ده - مُبِينٌ کښی اشاره ده چه نبی د اللّه تعالٰی په حق بیانولوکښی دچا لحاظ‌نه کوی او هیڅ حق نه پټوی -
[۲۶] (۱أَنْ لَا تَعْبُدُوا) دا بدل دی د إِنِّي مفعول دی دمبین دپاره اودا دعوت دتوحید دی (أَلِيمٍ) صفت د (يَوْمٍ) دی مطلب دادی چه دعذاب ورځ دردناکه وی - که عذاب دنیوی مراد شی او که عذاب اخروی اویا صفت دعذاب دی یعنی عذاب دردناک لیکن زیرپه ده باندی دوجی دنزدیکت د (يَوْمٍ) نه دی اودی ته جَر للجوار وائی (إِنِّي أَخَافُ) اودا خوف دنه منلو د توحید کښی دی -
[۲۷] (الْمَلَأُ) اشرافوته وئیلی شی که شرافت دنیوی اوکه اخروی وی دلته شرافت دنیوی دمال او جاه مراد وؤ - سوال: سورة اعراف (۶۰) کښی الذین کفروا نه وؤ وئیلی؟ جواب: اشاره ده په سورة اعراف کښی چه هغه ټول قوم کافروؤ اودلته دتکبرپه طریقه اعتراضونه دی اوهغه کار دمالدارو دی ځکه ئی دلته ملاء ذکرکړل نوغټانودقوم دنوح علیه السلام دطرف نه څلوراعتراضونه ذکردی - اول داچه ته بشرئی زمونږپه شان او دوهم ستاتابعدار ذلیل خلق دی ځکه چه هغوی فقیران وؤ - اوپه حدیث دهرقل کښی راغلی دی چه تابعدار دپیغمبرانو اکثر غریبان خلق وی دریم داچه ستاسوپه مونږڅه غوره والی نیشته یعنی په تاکښی صفت دپیغمبرئ نیشته اوڅلورم داچه ته دروغژن ئی - اول دوه اعتراضونه صرف په نوح علیه السلام باندی وؤ ځکه ئی مخاطب مفرد ذکرکړو - او روستو دوه اعتراضونه په نوح علیه السلام سره دمؤمنانونه وؤ نوصیغه دجمع ئی ذکرکړی ده (بَادِيَ الرَّأْيِ) یعنی دوی په تاباندی ایمان راوړی دی په اول نظرکښی اوسوچ اوفکرئی نه دی کړی که فکرئی کړی وی نوستاتابعداری به ئی نه وه کړی - اراذل ئی دوجی دفقیرئ نه وئیل دوجی د نسب نه وؤ ځکه چه مؤمنان دنوح علیه السلام دهغه ځامن وؤ اودهغوی بیبیانی او دهغوی نسبت اوچت وؤ ځکه چه اللّه تعالٰی انبیاء په لوی نسب سره رالیږی -
[۲۸] د (بَيِّنَةٍ) نه مراد ښکاره دلیلونه دتوحید دی او (رَحْمَةً) نه مراد پیغمبری ده مطلب دادی چه ماسره ښکاره دلیلونه دی اونبوت دی زه دروغژن نه یم لیکن زه داپه تاسوباندی په زور نه شم مناوولی - نودا جواب دی دهغوی دټولو اعتراضونو (فَعُمِّيَتْ) او (أَنُلْزِمُكُمُوهَا) ضمیرونه ئی مفرد مؤنث ذکرکړل ددی وجی چه مقصد د (بَيِّنَةٍ) او (رَحْمَةً) یودی یاپه تاویل دهریوسره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>