وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۴ هود

وَيَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّهُمْ مُلَاقُو رَبِّهِمْ وَلَكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ ﴿۲۹﴾ وَيَا قَوْمِ مَنْ يَنْصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِنْ طَرَدْتُهُمْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۳۰﴾ وَلَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلَا أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَنْ يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ إِنِّي إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۳۱﴾

او ای قومه ځمانه غواړم ستاسونه په دی بیان کولو هیڅ مال نه ده بدله ځما مگرد اللّه تعالٰی سره ده اونه یم زه شړونکی دهغه کسانو چه ایمان ئی راوړی دی یقیناً دوی به مخامخ کیږی درب خپل سره اولیکن زه وینم تاسولره داسی قوم چه ناپوهی کوئ ﴿۲۹﴾
اوای قومه ځما څوک به بچ کړی ما دعذاب د اللّه تعالٰی نه که زه اوشړم دوی لره آیا پس نصیحت نه اخلئ تاسو ﴿۳۰﴾
اونه وایم زه تاسوته چه زما سره اختیاردخزانو د اللّه تعالٰی دی اونه پوهیږم زه په غیب باندی اونه وایم چه زه ملک یم اونه وایم په باره دهغه کسانو کښی چه سپک ئی گنړی سترگی ستاسو چه هیچ چیری به ورنه کړی اللّه تعالٰی دوی ته څه خیر اللّه تعالٰی ښه پوهیږی په هغه څه چه په زړونو ددوی کښی دی یقیناً زه به په دغه وخت کښی خامخا دظالمانونه یم ﴿۳۱﴾

[۲۹] په دی آیت کښی ذکرداخلاص دنوح علیه السلام دی اوپه دی کښی ترغیب دی قوم ته اوهرکله چه ددنیا اجرتونه مالونه وی ددی وجی نه (مَالًا) ئی ذکرکړو اود اللّه تعالٰی بدله په ډیرقسمه ده ددی وجی نه (أَجْرِيَ) سره ئی ذکرکړه - اوبیاجواب دقول دهغوی دی چه هغوی وئیل چه داغریبان مؤمنان دخپل مجلس نه اوشړه نومونږبه ستا تابعداری اوکړو نوجواب اوشو چه زه ددوی د شړلو حق نه لرم ځکه چه دوی اللّه تعالٰی ته مخامخ کیدونکی دی نوهسی نه چه اللّه تعالٰی ته ځما شکایت پیش کړی (تَجْهَلُونَ) اشاره ده چه مؤمنان سپک گنړل دجهل کاردی -
[۳۰] دادوهم جواب دی دهغوی دقول یعنی که زه دوی اوشړم نوما به د اللّه تعالٰی دعذب نه څوک بچ کړی -
[۳۱] په دی آیت کښی جوابونه دی دڅلورو اعتراضونو دمنکرینوچه تفصیل دهغی په سورة انعام (۵۰) کښی آیت کښی تیرشوی دی (بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ) اشاره ده چه دوی په هغه مؤمنانوباندی د منافقت گمان کوؤ لکه چه بَادِيَ الرَّأْيِ، کښی دیته اشاره ده (لَمِنَ الظَّالِمِينَ) دارنگ ذکرپه سورة انعام (۵۲) کښی تیرشوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>