وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۵ هود

قَالُوا يَا نُوحُ قَدْ جَادَلْتَنَا فَأَكْثَرْتَ جِدَالَنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۳۲﴾ قَالَ إِنَّمَا يَأْتِيكُمْ بِهِ اللَّهُ إِنْ شَاءَ وَمَا أَنْتُمْ بِمُعْجِزِينَ ﴿۳۳﴾ وَلَا يَنْفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدْتُ أَنْ أَنْصَحَ لَكُمْ إِنْ كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يُغْوِيَكُمْ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿۳۴﴾ أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تُجْرِمُونَ ﴿۳۵﴾

اوئیل دوی ای نوح علیه السلام یقیناً جگره اوکړه تاځمونږسره پس زیات دی کړه جگړه ځمونږ پس راوړه هغی شی چه ویره وی ته مونږه په هغی که ئی ته درشتینونه ﴿۳۲﴾
اوئیل نوح علیه السلام یقیناً راولی به تاسوته داعذاب اللّه تعالٰی که چیری اوغواړی اونه ئی تاسوبچ کیدونکی دهغه نه ﴿۳۳﴾
اوفائده نه درکوی تاسوته نصیحت ځما که زه اوغواړم چه نصیحت کوم تاسوته خوکه اللّه تعالٰی غواړی چه تاسو بی لاری کړی اللّه تعالٰی ستاسو رب دی اوخاص هغه ته به اوگرځولی شئ تاسو ﴿۳۴﴾
آیا دوی وائی چه دځان نه‌ ئی جوړکړی ده داخبره ته اوایه که ما دځان نه جوړه کړی وی پس ځما په ذمه دی جرم کول ځما او زه خلاص (جدا) یم دهغی جرمونونه چه تاسو ئی کوئ ﴿۳۵﴾

[۳۲] طعن دی دمنکرینوطرف نه په نوح علیه السلام باندی چه دهغه د نصیحت خبروکولوته دوی جگړه اوئیل یعنی ته جگړه مار ئی لکه چه اوس په حق پرستوداطعن لگولی کیږی چه دوی شریان او جگړمار دی یامراد دجدال نه اثبات دتوحید او رسالت دی په دلیلونوسره اوجوابونه دشبهاتودی اوشربینی په سراج المنیرکښی وئیلی دی چه داطریقه دانبیاء علیهم السلام ده اوتقلید او جهل کسب دکافرانودی - او مَا تَعِدُنَا، په ۲۶ کښی تیرشویدی -
[۳۳] دجواب دقول دهغوی دی چه مخکښی آیت کښی تیرشو (فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا) حاصل دجواب دادی چه عذاب راوستل په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی -
[۳۴] مطلب ددی آیت دادی لکه څنگه چه عذاب د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی نودارنگی گمراه کول او هدایت کول هم د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی - اوهغه سبب دعذاب دی دآیت نه معلومه شوه چه انسان یوکارکوی لیکن نفع دهغی په اختیارد اللّه تعالٰی کښی وی دارنگ هیڅ انسان د اللّه تعالٰی دارادی خلاف کار نشی کولی اوجزاء دشرط محذوف ده اصل عبارت دادی - ان کان اللّه یرید ان یغویکم فان اردت ان انصح لکم فلا ینفعکم نصحی -
[۳۵] دی آیت کښی دوه توجیه دی اوله توجیه داده چه داهم مکالمه د نوح علیه السلام ده دقوم خپل سره په صیغه دغائب سره دوهمه توجیه داده چه دا مکالمه زمونږ د نبی ﷺ ده دخپل قوم سره نوداپه طریقه د جمله معترضه سره ده (إِجْرَامِي) کسب کول دگناه ښکاره ته اجرام وئیلی شی - اومضاف حذف دی یعنی اثم اجرامی گناه دجرم زما اوپه دی کښی بل تقدیردادی یعنی انتم بَرِیئُونَ عَن إِجْرَامِي -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>