وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۶ هود

وَأُوحِيَ إِلَى نُوحٍ أَنَّهُ لَنْ يُؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ إِلَّا مَنْ قَدْ آمَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ ﴿۳۶﴾ وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ ﴿۳۷﴾ وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِنْ قَوْمِهِ سَخِرُوا مِنْهُ قَالَ إِنْ تَسْخَرُوا مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ ﴿۳۸﴾ فَسَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَيَحِلُّ عَلَيْهِ عَذَابٌ مُقِيمٌ ﴿۳۹﴾

او وحی اوکړی شوه نوح علیه السلام ته چه یقیناً هیچ چیری ایمان نه راوړی دقوم ستانه مگرهغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی پس مه خفه کیږه په هغه کارونوچه دوی ئی کوی ﴿۳۶﴾
او جوړوه کشتئ مخامخ ځمونږ اوپه وحی ځمونږ (یعنی طریقه خودل) اومه کوه سفارش ماته په باره دهغی کسانوکښی چه ظلم ئی کړی دی یقیناً دوی به غرقولی شی ﴿۳۷﴾
اوهغه جوړوله کشتئ‌ اوهرکله چه ورتیریدل به په هغی باندی دغټانو ډله دقوم هغه نه نوټوقی به ئی کولی په هغه پوری نوهغه به وئیل که تاسوټوقی کوئ په مونږ پوری پس مونږبه هم ټوقی اوکړوپه تاسوپوری لکه چه تاسوپه مونږپوری ټوقی کوئ‌ ﴿۳۸﴾
نوزرده چه پوهه به شئ تاسو چه په چاباندی به راځی عذاب چه شرمنده به ئی کړی اورابه شی په هغه باندی عذاب همیشه ﴿۳۹﴾

[۳۶] دا تفصیل ددعوت دنوح علیه السلام نه روستو تفصیل دعذاب ذکرکوی اودا آیت دلیل دی په دی خبره چه نوح علیه السلام خپل قوم ته چه خیری کړی وی نوروستو ددی وحی نه ئی کړی وی چه په دی وحی سره هغه د ایمان دخپل قوم نه ناامیده شو (لَنْ يُؤْمِنَ) دا اخبارد اللّه تعالٰی رشتینی دی په شان دسورة البقره (۶) -
[۳۷] ددی نه مخکښی دامراد دی چه ددوی مخالفت ډیرسخت شو نونوح علیه السلام هغه دعا اوکړه کوم چه سورة نوح کښی ذکرده اوهغه دعا قبوله شوه نوورته اوئیلی شو (وَاصْنَعِ الْفُلْكَ) په دی آیت کښی تدبیرخودل دی نوح علیه السلام ته دپاره دنجات (بِأَعْيُنِنَا) دالفظ دمتشابهاتونه دی یعنی معنیٰ ئی ښکاره سترگی دی اوکیفیت دهغی متشابه دی اوتشبیه دمخلوق سره نیشته اوتاویل ئی په حفاظت سره خلاف د مسلک دسلف صالحینودی او (وَحْيِنَا) په معنیٰ دامردی اوطریقه دجوړولو دکشتئ (وَلَا تُخَاطِبْنِي) مراد ددی نه منع کول دی دسفارش نه په باره دمشرکینوکښی (مُغْرَقُونَ) یعنی حکم کړی شوی دی په اغراق دهغوی باندی -
[۳۸] په د ی کښی لفظ دکان استمرار او د همیشوالی د معنی دپاره دی یعنی کان یصنع - آیت کښی اشاره ده چه بی عقله خلق انبیاء علیه السلام او حق پرستوپوری مسخری کوی اودهغوی دکار په رازونو نه پوهیږی - اواشاره ده چه په مشرکانوپوری په وخت دعذاب او هلاکت دهغوی مسخری کول په کاردی - اودارنگ په آخردسورة تطفیف کښی ذکردی -
[۳۹] اول عذاب نه مراد دنیوی عذاب دی اودوهم نه عذاب اخروی مراد دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>