وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۷ هود

حَتَّى إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ ﴿۴۰﴾ وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۴۱﴾ وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ ﴿۴۲﴾ قَالَ سَآوِي إِلَى جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَنْ رَحِمَ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ ﴿۴۳﴾

تردی پوری چه کله راغی حکم زمونږ (په عذاب سره) اورا اوخوټکیدلو تنور اوئیل مونږسواره کړه په کشتئ کښی دهرڅیزنه جوړی (یعنی) دوه څیزونه او کورنئ خپله غیردهغه چانه چه مخکښی شویده په هغه باندی فیصله دعذاب اوهغه څوک چه ایمان ئی راوړی دی اوایمان نه راوړی په هغه باندی مگرلږکسان ﴿۴۰﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی سواره شئ په کشتئ‌ کښی په امداد دنوم د اللّه تعالٰی سره روانیدل دهغی او اودریدل دهغی دی یقیناً‌ رب ځما بخنه کوونکی رحم کوونکی دی ﴿۴۱﴾
اودا کشتئ روانه وه په دوی باندی په داسی چپوکښی چه دغرونوپه شان وی او آوازاوکړو نوح علیه السلام خپل ځوی ته اوهغه وو دکشتئ نه په ډډه کښی چه ای ځویه سورشه ځمونږسره اومه کیږه د کافرانو ملگری ﴿۴۲﴾
اوئیل هغه پناهی به اونیسم غرته چه بچ کړی مالره ددی اوبونه اوئیل نوح علیه السلام نیشته بچ کوونکی نن دعذاب د اللّه تعالٰی نه مگرهغه ذات چه رحم کوی (یعنی اللّه تعالٰی) اوراغله ددوی په مینځ کښی چپه نوشو دی دغرق شوؤ نه ﴿۴۳﴾

[۴۰] (حَتَّى) ابتدائیه دی (التَّنُّورُ) ددی نه مراد عام تنوردی یاخاص تنوردکور دنوح علیه السلام دی یامراد ددی نه مخ دځمکی دی یعنی چه په تنور یا په مخ دځمکه باندی اوبه را اوځی او جوش اووهی اوبعضی علماء‌‌ وائی چه داکنایه ده دغضب د الٰهی نه (إِلَّا مَنْ سَبَقَ) دی کښی اشاره ده یوځوی دنوح علیه السلام ته اوښځی دهغه ته اوسبقیت نه مراد سبقیت په تقدیرکښی دی یاپه (۳۷) کښی دی (زَوْجَيْنِ) هغه دوه څیزونه چه یوبل ته محتاج وی اوجوړه وی هغوی ته زوجان وئیلی کیږی (إِلَّا قَلِيلٌ) په دی کښی ډیراقوال دی ادنٰی دهغی شپږکسان دی بغیردنوح علیه السلام نه اود مؤمنی بی بی دهغه نه او اعلٰی اتیا کسان دی -
[۴۱] دا امر د اللّه تعالٰی دطرف نه نوح علیه السلام ته دی یادنوح علیه السلام دطرف نه قوم ته دی، اوپه دی آیت کښی ذکردسوریدلو دوخت دی اودهغی ادب شرعی ذکرکوی (بِسْمِ اللَّهِ) متعلق دی په ارکبوا پوری یاپه امداد مقررپوری یا په (مَجْرَاهَا) پوری -
[۴۲] وهی تجری ددی نه تقدیردعبارت دادی چه دوی سواره شول په کشتئ کښی په بسم اللّه سره نو کشتئ روانه شوه (وَنَادَى نُوحٌ ابْنَهُ) په دی کښی اوله توجیه داده چه نوح علیه السلام ته دځوی په کفرباندی علم نه وؤ ځکه دا آواز ئی ورکړو او (مَعْزِلٍ) نه مراد دادی چه دکشتئ نه په ډډه وؤ - دوهمه توجیه داده چه عالم وؤ دهغه په کفرباندی لیکن دعوت ئی ورکړو دبچ کیدلو د کفرنه او (ارْكَبْ) معنیٰ داده چه ایمان راوړه سورشه کشتئ کښی لکه چه اوئیلی شی مونځ اوکړه یعنی پس داودس کولو نه مونځ اوکړه او (مَعْزِلٍ) نه مراد دادی چه دهغه ددین نه په ډډه وؤ - اوله توجیه غوره ده -
[۴۳] په دی کښی دری توجیهات دی اوله توجیه داده چه د مَنْ رَحِمَ نه مراد رحم دی اوهغه اللّه تعالٰی دی دوهمه داچه عاصم په معنیٰ دمعصوم دی لکه دافق په معنیٰ د مدفوق دریمه توجیه داده چه إِلَّا استثناء منقطع ده په معنیٰ د لٰکن دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>