وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۸ هود
وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۴﴾ وَنَادَى نُوحٌ رَبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ ﴿۴۵﴾ قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۴۶﴾
او اوئیلی شو ای ځمکی (واپس) تیری کړه خپلی اوبه او ای آسمانه بندی کړه اوبه اوکمی شوی اوبه اوفیصله اوکړی شوه دمعاملی ددوی اوبرابراودریدله کشتئ په جودی غرباندی او اوئیلی شو تباهی ده قوم ظالمانولره ﴿۴۴﴾
اوپه عاجزئ آواز اوکړو نوح علیه السلام خپل رب ته اوئیل ئی ای ربه ځما یقیناً ځوی ځما دکورنئ ځمانه دی اویقیناً ستا وعده حقه ده اوته ښه فیصله کوونکی ئی دټولو فیصله کوونکونه ﴿۴۵﴾
اوفرمائیل اللّه تعالٰی ای نوح علیه السلام یقیناً دی ستا دکورنئ نه نه دی ځکه چه دی داسی عمل والادی چه نیک نه دی پس دعامه غواړه ځمانه دهغه چا په باره کښی چه نیشته تالره دهغه (دایمان) په باره کښی یقین زه نصیحت کوم تالره چه نشی ته د ناپوهانو دډلی نه ﴿۴۶﴾
[۴۴] (وَغِيضَ) کمی شوی په دی وجی سره چه اوبه دځمکی اوچی شوی صرف دآسمان نه اوبه پاتی شوی - (الْجُودِيِّ) دایوغردی په کوهستان اراراط کښی دموصل ښار سره نزدی دی په ورځ دعاشوراء نجات حاصل شو (وَقِيلَ) دا آواز دهرطرف نه اوشو اود ملائکودجانب به په عموم سره اوشو ځکه قِیل اوئیلی شو دعموم دپاره -
[۴۵] (وَنَادَى) نداء په معنیٰ د دعا دعاجزئ دی (إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي) اشاره ده چه تاماسره وعده کړی ده دنجات داهل په (۴۰) کښی (وَأَنْتَ أَحْكَمُ) اشاره ده چه په دی کښی په اللّه تعالٰی باندی اعتراض کول نیشته صحیح داده چه نوح علیه السلام دځوی په کفرباندی یقین نه لرلو گمان ئی داوؤ چه دی مؤمن دی په طریقه دمنافقت عملی سره اودهغه بعضی عملونو توجیه به ئی احسن تاویل سره کوله په خپل اجتهاد سره ځکه دادعا ئی اوکړله -
[۴۶] دی آیت کښی دلیل دی چه صرف نسب فائده نه ورکوی هرکله چه عقیده او عمل مخالف وی د شرع نه ( إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ) د ابن عباس مجاهد وغیره روایت دی چه هغه ځوی ئی حقیقی ځوی وؤ دنوح علیه السلام په دلیل ددی قول سره چه يَا بُنَيَّ او إِنَّ ابْنِي اودمجاز هیڅ وجه نیشته اومراد داهلک نه هغه اهل دی چه وعده دنجات ئی شوی ده یامراد داچه نسبت دده تاته لائق نه دی ځکه چه (إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ) اوچاچه مجاهد اوحسن نه نقل کړی دی چه دی ولدالزنا وؤ نوپه دی قول کښی انبیاء علیهم السلام توهین دی اوددی قول صحیح سند هم نیشته اوپه دی باندی ابن کثیر او امام رازی او سراج المنیرسخت رد کړی دی - اوپه دی آیت کښی بیان د ادب دسوال اوددعا دی دپاره ددی چه دجاهلانو دطریقی نه بچاؤ راشی (إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ) مضاف حذف دی یعنی ذوعمل غیرصالح او اِنه ضمیر دعا دنوح علیه السلام ته راجع کول غلط دی (فَلَا تَسْأَلْنِ) دا ادب ددعا دی په راتلونکی وخت کښی (مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ) مراد دادی چه دچاپه ایمان کښی ستا شک وی نودهغوی دنجات په باره کښی سوال مه کوه ( إِنِّي أَعِظُكَ) دلته وعظ نه مراد بچ کول دی زورنه مراد نه ده - بعضی اهل تفسیرو (کله کشاف او تفهیم القرآن) چه ددی آیت په تشریح کښی لیکلی دی چه نوح علیه السلام دجهل کارکړی وؤ نوداقول دنبی بی ادبی او گستاخی ده اللّه تعالٰی دی مونږداسی عمل نه بچ اوساتی -