وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۴۹۹ هود

قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۴۷﴾ قِيلَ يَا نُوحُ اهْبِطْ بِسَلَامٍ مِنَّا وَبَرَكَاتٍ عَلَيْكَ وَعَلَى أُمَمٍ مِمَّنْ مَعَكَ وَأُمَمٌ سَنُمَتِّعُهُمْ ثُمَّ يَمَسُّهُمْ مِنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۴۸﴾ تِلْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا أَنْتَ وَلَا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هَذَا فَاصْبِرْ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ ﴿۴۹﴾

اوئیل ده ای ربه څما یقیناً زه پناهی غواړم په تاسره چه دعا اوغواړم ستانه دهغه چا په باره کښی چه نیشته مالره دهغه په ایمان باندی هیڅ یقین اوکه بخنه اونه کړی ماته اورحم اونه کړی په ماباندی نو زه به شم د تاوان کوونکونه ﴿۴۷﴾
اوئیلی شو ای نوحه علیه السلام کوز شه سره دسلامتیانه (په تاباندی) زمونږدطرف نه اوبرکتونه (زمونږدطرف نه) په تاباندی اوپه ډیرامتونوباندی چه پیداکیږی به دهغه چانه چه ستاسره دی اونورډیرامتونه به وی چه مزی ددنیا به ورکړو بیابه پیوست شی په دوی پوری زمونږدطرف نه عذاب دردناک ﴿۴۸﴾
داچه (بیان شول) بعضی دخبرونو دغیب نه دی چه وحی کوو مونږدهغی تاته نه وی پوهه ته په هغی باندی او نه ستاقوم ددی نه پخوا پس صبرکوه یقیناً ښه انجام دپاره دمتقیانو دی ﴿۴۹﴾

[۴۷] په دی آیت کښی داقول (وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي) عبدیت او عجز دپیغمبردی دا دلیل دهغه په گناه کولوکښی نشی کیدلی اودادعا‌په شان ددعا د آدم علیه السلام ده چه صرف عبدیت دی په گناه باندی دلیل نه دی اودا خطیب شربینی لیکلی دی -
[۴۸] په دی آیت کښی اول بشارت دی نوح علیه السلام ته په برکاتوسره اوسلامتیا دعذاب او مصیبتونونه اوبرکات دنیویه په نباتات او وسعت درزق ته اشاره ده اوبرکات اخرویه نشراواشاعت ددین ته اشاره ده - دوهم بشارت دادی چه دهغه په اولاد کښی به هم نیکان خلق پیداکیږی - دریم اشاره ده چه په دنیا کښی به د نوح علیه السلام اولاد او نسل وی - څلورم دلیل دی چه پیغمبر په سلامتیا اوبرکاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی پنځم اشاره ده دوه فریقو دانسانانوته اوسلام اوبرکات ټولو مؤمنانوته شامل دی اومتاع او عذاب ټولو کافرانوته شامل دی -
[۴۹] دی آیت کښی دلیل دی د صدق د محمد رسول اللّٰه ﷺ اوتسلی ده هغه ته (أَنْبَاءِ الْغَيْبِ) هغه خبرونه چه غائب وؤ دعلم د نبی ﷺ اود مخاطیبونومشرکانونه اودا روستوجمله (مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا) ددی تفسیردی (قَوْمُكَ) کښی اشاره ده چه یهود اونصاریٰ ته خو داقصه معلوم وه لیکن امیین عرب ددی خبری نه ناخبره وؤ (إِنَّ الْعَاقِبَةَ) یعنی نوح علیه السلام اودهغه مؤمنان دتقویٰ په وجی سره دعذاب نه بچ شول اوکامیاب شول نوراتلونکوخلقو دپاره هم داسی حکم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>