وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۰ هود
وَإِلَى عَادٍ أَخَاهُمْ هُودًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ ﴿۵۰﴾ يَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى الَّذِي فَطَرَنِي أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۵۱﴾ وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ ﴿۵۲﴾ قَالُوا يَا هُودُ مَا جِئْتَنَا بِبَيِّنَةٍ وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي آلِهَتِنَا عَنْ قَوْلِكَ وَمَا نَحْنُ لَكَ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۵۳﴾
(اولیږلی وؤ) عادیانوته رور دهغوی هود علیه السلام اوئیل ده ای ځما قومه بندگی کوئ خاص د اللّه تعالٰی نیشته تاسولره هیچ حاجت پوره کوونکی سیوا دهغه نه نه ئی تاسو مگردروغ جوړوئ ﴿۵۰﴾
ای ځما قومه زه نه غواړم ستاسو نه په دی باندی هیڅ بدله نه ده بدله ځما مگرپه هغه ذات باندی ده چه زه ئی پیدا کړی یم پس دعقل نه ولی کار نه اخلئ - ﴿۵۱﴾
او ای ځما قومه بخنه غواړئ درب خپل نه بیا توبه اوباسئ هغه ته رالیږی به باران په تاسوباندی ډیردضرورت برابر اوزیاتی به کړی تاسولره دطاقت دطاقت ستاسو سره اومخ مه گرځوئ جرم کوونکی ﴿۵۲﴾
اوئیل دوئ ای هود علیه السلام تانه دی راوړی مونږته څه ښکاره دلیل اونه یو مونږ پریخودنکی خپل مددگاران (معبودان) ستادوینا دوجی نه اونه یومونږه ستاپه خبره باورکوونکی - ﴿۵۳﴾
[۵۰] دا دوهم دلیل نقلی دی په اثبات دتوحید باندی دهود علیه السلام نه اوذکردشجاعت دهغه دی په بیان دمسئله کښی اوذکردعذاب دقوم دهغه دی دپاره دتخویف دنیوی (إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا مُفْتَرُونَ) هرمشرک په اللّه تعالٰی باندی افتراء کوونکی دی - اودارنگ دشرک داثبات دپاره دروغ قصی جوړوی - دآیت (۵۰) نه په اول دری آیتونوکښی طریقه ددعوت ده بیادوه آیتونو کښی مخالفت دقوم دهغه ذکردی بیاڅلورو آیتونوکښی شجاعت دهغه او تخویف ذکردی په اخری دری آیتونوکښی نجات دمؤمنانو اوبیاذکر داسبابو دعذاب اوپه آخرکښی عذاب دنیوی او اخروی بیان شو -
[۵۱] دابیان داخلاص دی دپاره دترغیب ځکه چه طمع دار ددنیا مسئله دحق پوره اوپه اخلاص سره نشی رسولی -
[۵۲] په دی آیت کښی دعوت دی توحید ته په استغفار او توبه سره اوترغیب دی په ذکرد دوه نعمتونو دنیویه سره فرق د استغفار او توبی ددی سورة د (۳) آیت په تشریح کښی بیان شوی دی ـ اوپه دی آیت کښی د استغفار او توبی دوه دنیویه فائدی ذکر کړی دی اودارنگ سورة نوح (۱۲،۱۱) کښی هم ذکردی (يُرْسِلِ السَّمَاءَ) داخلق زمیندار وؤ بارانونه ته ئی ډیرضرورت وؤ دارنگ یو قول کښی راغلی دی چه ددوی نه دری کاله باران بند شوی وؤ (وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ) قوت د اولاد او دمال مراد دی ځکه چه په یوروایت کښی راغلی دی چه دری کاله ددوی زنانه شنډی شوی وی (مُجْرِمِينَ) یعنی ځما ددعوت نه مخ گرځول مستلزم دی مجرم کیدلو لره -
[۵۳] دی آیت کښی ذکر دعناد دهغه قوم دی په دری طریقو سره اول داچه سره دوجود دبیّنه نه چه هغوی انکارکوؤ په عناد سره ځکه چه هرنبی ته اللّه تعالٰی بیّنه ورکړی وه اودوهمه طریقه داچه په شرک باندی ئی اصرار کوؤ په دی قول سره (وَمَا نَحْنُ بِتَارِكِي) دریمه طریقه داچه (وَمَا نَحْنُ) په دی کښی نفی د ایمان په راتلونکی زمانه کښی اوکړه دپاره درد د طمع د هود علیه السلام