وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۱ هود

إِنْ نَقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ ﴿۵۴﴾ مِنْ دُونِهِ فَكِيدُونِي جَمِيعًا ثُمَّ لَا تُنْظِرُونِ ﴿۵۵﴾ إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُمْ مَا مِنْ دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۵۶﴾ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَيْكُمْ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُ شَيْئًا إِنَّ رَبِّي عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ ﴿۵۷﴾

مونږ نه وایو مگر داخبره چه رسولی ده تاته بعضی مددگارانو ځمونږ تکلیف (مرض دمازغو) اوئیل ده یقیناً زه گواه کوم اللّه تعالٰی لره اوتاسو هم گواه شئ‌ چه یقیناً زه ویزاره یم دهغه چانه چه تاسو ئی شریک کوئ‌ ﴿۵۴﴾
سیواد اللّه تعالٰی نه پس چل جوړکړئ ماته ټول بیاماله مهلت مه راکوئ ﴿۵۵﴾
یقیناً ماځان سپارلی دی په اللّه تعالٰی باندی چه رب ځما اورب ستاسو دی نیشته هیڅ زنده سر مگرهغه اللّه تعالٰی نیوونکی دی د ټیکلی (ویخته دتندی) دهغی یقیناً رب ځماپه برابرلار باندی دی ﴿۵۶﴾
پس که تاسو مخ گرځوئ (پس په ماباندی گناه نیشته ) ځکه چه رسولی دی ماتاسوته هغه پیغامونه چه رالیږلی شوی یم په هغی باندی تاسوته اورابه ولی روستو رب ځما بل قوم ستاسونه سیوا اوضررنه شئ‌ ورکولی هغه ته هیڅ یقیناً رب ځما په هرڅیزباندی ساتنه کوونکی دی ﴿۵۷﴾

[۵۴] داهم بیان دعناد او دجهل دهغوی دی اووجه ده دایمان نه راوړلو یعنی ستادماغ خراب شوی دی اوداد شرک کلمه ده چه نسبت دضررورکولو غیراللّه ته عقیدتاً کوی - اودا طریقه دجاهلانو اوس هم شته چه مؤحد ته وائی چه تاته ځمونږ اولیاء (معبودانو) ټکره رسولی ده اوستا دماغ ئی خراب کړی دی ( قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ) دا بیان دشجاعت دهود علیه السلام دی اواستقامت دی په توحید باندی (بَرِيءٌ) براءة عام دی عبادت نه کول اودهغوی (معبودانو) دطرف نه دضررنه زسیدلوعقیده ساتل -
[۵۵] په دی کښی هم بیان د شجاعت او استقامت دهغه دی (مِنْ دُونِهِ) ئی جدا راوړی دی دپاره دتاکید یعنی شریکان خو اللّه تعالٰی لره نشی کیدلی سره ددی نه چه اللّه تعالٰی نه کوز او عاجزدی نوڅرنگه به شریکان شی (فَكِيدُونِي) داپه شان دقول دنوح علیه السلام په سورة یونس (۷۱) کښی دی -
[۵۶] دا دلیل دماقبل دی یعنی توکل په اللّه تعالٰی باندی مستلزم دی دپاره دبرائت دهرشرک نه دادوهم جمله علت دی دپاره دتوکل کولو په اللّه تعالٰی باندی اوددی مقصد دادی چه هرڅه د اللّه تعالٰی په قبضه قدرت اوتصرف کښی دی نود اللّه تعالٰی دارادی نه بغیر هغوی هیڅ ضرر نشی درسولی (بِنَاصِيَتِهَا) ناصیة: هغه ویښته دی چه دسرپه مخکنی حصه باندی وی اودعرب په محاوره کښی ناصیة نیول کنایه ده دقبض کولو او ذلیل کولونه - ددریمی جملی یومطلب دادی چه اللّه تعالٰی په عدل اوانصاف (مراد دصراط مستقیم نه عدل دی) ددی وجی نه اللّه تعالٰی مؤحدینولره دکیدونودمشرکانونه محفوظ ساتی - دوهم مطلب دادی چه اللّه تعالٰی هدایت کوی نیغی لاری ته (دتوحیدلار) علٰی په معنیٰ دالٰی دی ددی وجی نه هغه مؤحد لره دذلت نه بچ ساتی -
[۵۷] په دی آیت کښی بیان ددفع دعذر دقوم دی چه اونه وائی چه مونږدحق نه خبرنه وؤ او (فَإِنْ تَوَلَّوْا) جزا پټه ده یعنی زه ملامته نه یم ځکه چه ماپه تاسوباندی حجت قائم کړی دی (فَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ) علت دجزادی (وَيَسْتَخْلِفُ) دا معطوف دی په پټ لفظ باندی یعنی فیهلککم (اللّه به تاسوهلاک کړی) اوداتخویف دنیوی دی (حَفِيظٌ) یعنی ستاسو هرعمل که لوی وی او که وړوکی وی حفاظت کوؤنکی دی په خپل علم او قدرت سره -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>