وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۲ هود

وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا هُودًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَنَجَّيْنَاهُمْ مِنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ ﴿۵۸﴾ وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهُ وَاتَّبَعُوا أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ ﴿۵۹﴾

اوهرکله چه راغی حکم دعذاب زمونږ بچ کړو مونږ هود علیه السلام اوهغه کسانولره چه ایمان ئی راوړی وو دهغه سره په رحمت ځمونږ دطرف نه اوبچ کړل مونږدوی لره دعذاب سخت نه ﴿ ۵۸ ﴾
اودغه عادیان وو چه انکارئی کړی وو دآیتونودرب خپل نه اونافرمانی ئی کړی وه درسولانو دهغه نه اوتابعداری ئی کړی وه دطریقی دهرسرکش عنادی ﴿ ۵۹ ﴾

[۵۸] د (أَمْرُنَا) نه مراد عذاب دسختئ سیلئ دی چه په سورة حم سجده (۱۶) او الحاقة (۶) کښی ذکرده او (نَجَّيْنَا) کښی اشاره ده چه په وخت دعذاب کښی اول رسول او مؤمنانوته نجات ورکیدی شی روستوپه مکذبینوباندی عذاب راځی اوپه لفظ د رَحْمَةً سره اشاره ده چه سبب دنجات، رحمة خاصه د اللّه تعالٰی دی -
فائده: دی آیت کښی دوه کرته نجات ذکردی داول نجات نه مراد نجات دی دقوم دمظالمو او مکرونونه اودوهم نجات نه مراد نجات دعذاب دنیوی دی یا اول نجات دعذاب دنیوی نه او دوهم نجات د عذاب اخروی نه دی -
[۵۹] (تِلْكَ) عادپه تاویل دقبیلی سره مؤنث دی اواشاره ده د تِلْكَ ددی وجی نه ده چه داواقعه د اوریدونکوپه ذهنونوکښی مشهوره شوی وه اودی آیت کښی دری اسباب دعذاب ذکرشوی دی اول انکار دآیاتونودتوحید نه دوهم مخالفت درسول چه مستلزم دی مخالفت دټولورسولانولره - دریم تابعداری او تقلید د جَبَّار چه دهیچ چا قانون‌ په ځان باندی نه منی لکه دهری کافر (عَنِيدٍ) ددلیل او دقانون شرعی سره عناد او ضد کوؤنکی لکه عنادی مشرک -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>