وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۳ هود
وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِعَادٍ قَوْمِ هُودٍ ﴿۶۰﴾ وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ ﴿۶۱﴾ قَالُوا يَا صَالِحُ قَدْ كُنْتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَذَا أَتَنْهَانَا أَنْ نَعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ ﴿۶۲﴾ قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ يَنْصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيْرَ تَخْسِيرٍ ﴿۶۳﴾
اوپرله پسی اولیږلی شو په دوی باندی په دی دنیا کښی لعنت اوپه ورځ دقیامت هم خبرشئ یقیناً عادیانوانکارکړی وو درب خپل نه خبرشئ تباهی ده عادیانولره چه دهود علیه السلام قوم وو ﴿۶۰﴾
(اولیږلی وومونږ) ثمودیانوته رور دهغوی صالح علیه السلام ده اوئیل ای زما قومه بندگئ کوئ خاص د اللّه تعالٰی نیشته تاسولره حاجت پوره کوونکی سیوا دهغه نه هغه پیداکړی ئی تاسو دځمکی نه اوآباد کړی ئی تاسوپه دی ځمکه کښی پس بخنه غواړئ دهغه نه بیاتوبی اوباسئ هغه ته یقیناً رب ځما نزدی دی قبلؤنکی دی ﴿۶۱﴾
اوئیل دوئ ای صالح علیه السلام یقیناً ته وی په مونږ کښی امید لرلی شوی (ستانه دخیر) پخوا ددی نه آیا ته منع کوی مونږددی نه چه بندگی اوکړو دهغه چاچه بندگی کوله زمونږ مشرانو اویقیناً مونږپه شک کښی یو دهغه خبری نه چه ته بلی مونږلره هغی ته کلک شک ﴿۶۲﴾
اوئیل ده ای ځما قومه خبرراکړئ ماته که چیری یم زه په ښکاره دلیل باندی دطرف درب خپل نه اوراکړی وی ماته دطرف خپل نه رحمت (نبوت) پس څوک به مابچ کړی د اللّه تعالٰی (دعذاب نه) که چیری زه دهغه نافرمانی اوکړم پس تاسو نه زیاتوئ مالره سیوا دتاوان نه ﴿۶۳﴾
[۶۰] په دی آیت کښی ترقی دعذاب دنیوی او اخروی ذکر شوه یعنی روستو دعذاب دسختئ سیلئ نه لعنت د اللّه تعالٰی او دملائکو او مؤمنانو دطرف نه په دی پسی همیشه کړلی شواودهغی سبب ئی ذکرکړو چه (كَفَرُوا رَبَّهُمْ) (قَوْمِ هُودٍ) کښی اشاره ده چه مراد دعاد نه اولنی عادیان وؤ - دوهم عاد اِرم وؤ - اولفظ د (أَلَا) دلالت کوی چه ددوی کفرډیرلوی اوښکاره وؤ اوددوی عذاب هم لوی او ښکاره وو (كَفَرُوا رَبَّهُمْ) باء حذف ده یامراد ددی نه انکار کول دی (بُعْدًا) درحمت خاصه د اللّه تعالٰی نه لری والی داتباهی ده -
[۶۱] دا دریم دلیل نقلی دی په اثبات دتوحید باندی د صالح علیه السلام نه اوجواب دقوم دهغه بیادعوت دی په (اسْتَعْمَرَكُمْ) سره استعمار ډیرعمرورکول یا آبادول د عمریٰ نه ماخوذ دی یعنی دعمردپاره وربخل مراد دی اوذکردشجاعت دهغه دی په بیان دمسئله دتوحید کښی اوذکر دمعجزی او تکذیب دقوم اوذکردعذاب دقوم دهغه دی دپاره دتخویف دنیوی په دی آیت کښی پس دبیان دتوحید نه دوه انعامات الٰهیه دی اول نعمت د ایجاد په (أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ) سره او مراد دادی چه د انسانانوپلار آدم علیه السلام دځمکی نه پیدادی یاداچه انسان خوراک کوی اوهغه دځمکی نه پیداکیږی اودهغه دخوراک نه نطفه جوړیږی یا مِن په معنیٰ دفی سره دی ، دوهم نعمت دابقاء دوه امرونه دی استغفار او توبه دوه صفتونه د اللّه تعالٰی دی قَرِيبٌ مُجِيبٌ، دپاره دترغیب دمسئلی دتوحید ته -
[۶۲] (مَرْجُوًّا) غوره چه امیدونه ورپوری تعلق لری اشاره ده چه دچا دحق خبره نه وی کړی نوعام خلق ئی عزت کوی (أَتَنْهَانَا) اشاره ده سبب د خفگان دقوم ته چه مخالفت دی دطریقی دمشرانونه - (مُرِيبٍ) مراد دادی چه زمونږشک داسی دی چه په تاباندی بدگمانی او تاسره جگړه کولوته رسوونکی دی -
[۶۳] په دی آیت کښی جواب دی ددی (أَتَنْهَانَا) ځکه چه (إِنْ عَصَيْتُهُ) نه مراد په دی آیت کښی دادی چه نهی دشرک نه پریږدم نوداعصیان دی او (إِنْ كُنْتُ) اِن دلته دشک دپاره نه دی لیکن دمخاطبینو دمائل کولو دپاره ئی په اِن سره ذکر کړو (بَيِّنَةٍ) نه مراد ښکاره دلیلونه عقلیه دی او (رَحْمَةً) نه مراد وحی اونبوت دی (مَنْ يَنْصُرُنِي) دا استفهام انکاری دی (غَيْرَ تَخْسِيرٍ) ددی دوه معنی دی اول داچه تاسوپه دی وینا خپلی سره (چه د شرک نه منع مه کوه) ځما نقصان زیاتی کوئ ځکه چه مالره د حق وینا نه منع کوئ - دوهمه معنیٰ داده چه تاسودمشرانوپه دین سره دلیل نیسئ نوپه دی سره زیاتی کوئ ځما علم په ستاسو په خسران او گمراهئ یعنی شرک خو سبب دخسران دی لیکن تاسو دشرک داثبات دپاره په عمل داباؤ سره دلیل نیسئ نوماته اوس ښه علم راغی چه تاسو په خسران کښی ئی ځکه چه دا دلیل نه دی بلکه تقلید د اباؤ دی -