وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۴ هود
وَيَا قَوْمِ هَذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ ﴿۶۴﴾ فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ ذَلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ ﴿۶۵﴾ فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا صَالِحًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَمِنْ خِزْيِ يَوْمِئِذٍ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ الْقَوِيُّ الْعَزِيزُ ﴿۶۶﴾
او ای زما قومه دا اوښه د اللّه تعالٰی ده تاسولره معجزه ده پس پریږدئ داچه خوراک کوی په ځمکه د اللّه تعالٰی کښی اومه رسوئ دی ته هیڅ تکلیف پس اوبه نیسی تاسو لره عذاب نزدی ﴿۶۴﴾
پس دوی هغه اووژله نو اوئیل هغه دژوند مزی واخلئ په خپلوکورونوکښی دری ورځی داوعده ده بی دروغو ﴿۶۵﴾
پس هرکله چه راغی حکم دعذاب زمونږ بچ کړومونږصالح علیه السلام لره اوهغه چالره چه ایمان ئی راوړی وو دهغه سره په خاص رحمت زمونږ اود شرمندگئ ددغه ورځ نه یقیناً ستارب هغه ډیرطاقت والا زورور دی ﴿۶۶﴾
[۶۴] (نَاقَةُ اللَّهِ) کښی اضافت دپاره دشرافت دی ځکه چه د هغی په پیدا کیدلو کی ظاهری اسباب نه وؤ (فَذَرُوهَا) اشاره ده چه تاسوباندی ددی خوراک څه تکلیف نیشته - (فَيَأْخُذَكُمْ) په دی کښی اشاره ده چه توهین دمعجزی سبب دعذاب دنیوی دی -
[۶۵] عقر اندامونو پری کولو ته وئیلی شی عقریو تن اوکړو لکه چه سورة قمر (۲۹) کښی دی لیکن نورکسان په هغی باندی رضا وؤ ځکه ئی د جمع صیغه ذکر کړه (تَمَتَّعُوا) مفسرقرطبی وئیلی دی چه داکنایه ده دحیات نه یعنی دری ورځی به ژوندی ئی ځکه چه المیت لایتلذذ ولایتمتع بشئ، یعنی مړی (ددنیا) په هیڅ څیزباندی نه مزه اخستی شی اونه فائده (دَارِكُمْ) مرا ددی نه ددوی کلی دی یامراد ترینه داردنیا دی -
[۶۶] (بِرَحْمَةٍ) سره اشاره ده چه نجات دصالحینو د اللّه تعالٰی درحمت د وجی نه دی دهغوی دعمل یازور دوجی نه نه دی (وَمِنْ خِزْيِ يَوْمِئِذٍ) یعنی شرمندگی او لذت چه لازم دی دعذاب سره یا دا معنیٰ چه نجات هم ورکړو دهغه کلی نه اونجات هم ورکړو دعذاب ددنیا نه (چه شرمندگی ده) (يَوْمِئِذٍ) کښی اشاره ده ورځ دقیامت ته -