وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۵ هود

وَأَخَذَ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۶۷﴾ كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا أَلَا إِنَّ ثَمُودَ كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِثَمُودَ ﴿۶۸﴾ وَلَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَى قَالُوا سَلَامًا قَالَ سَلَامٌ فَمَا لَبِثَ أَنْ جَاءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ ﴿۶۹﴾ فَلَمَّا رَأَى أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً قَالُوا لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمِ لُوطٍ ﴿۷۰﴾

اونیوؤ ظالمانولره تیزی چغی پس شول دوئ په کورونوخپلو کښی پړمخی مړه ﴿۶۷﴾
فناشول گویاچه دوئ نه وو اوسیدلی په هغی کښی خبرشئ یقیناً ثمودیانو کفرکړی وو په رب خپل باندی خبرشئ هلاکت دی ثمودیانو لره ﴿۶۸﴾
اویقیناً راغلی وو ملائک زمونږ ابراهیم علیه السلام ته په زیری سره دوی اوئیل سلام دی په تاباندی هغه اوئیل سلام دی وی په تاسو باندی نوحصار نشو تردی پوری چه رائ وړو سخی وریت کړی شوی ﴿۶۹﴾
پس هرکله چه وی لیدل لاسونه ددوئ چه نه رسیدل خوراک ته نو ناآشنا ئی اوگنړل دوی اوپه زړه کښی ئی راغله ددوی نه ویره دوئ‌ اوئیل مه ویریږه یقیناً مونږ لیږلی شوی یوقوم لوط علیه السلام ته ﴿۷۰﴾

[۶۷] هرکله چه دوی په خپلوآوازونو او چغوسره د صالح علیه السلام بی عزته اوکړه، چه هغه په دی سورة کښی ذکروؤ، نوعذاب دصیحی ذکرشو اونورتحقیق په تفسیر دسورة اعراف کښی تیرشوی دی (جَاثِمِينَ) په دی کښی دری حالاتو ته اشاره ده - اول دهیبت دوجی پړمخی پریوتل، دوهم د پاسیدلو طاقت نه لرل، دریم مړکیدل -
[۶۸] (كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا) ددوی دکلی فنا ته اشاره ده (كَفَرُوا رَبَّهُمْ) دا سبب دعذاب دی (أَلَا بُعْدًا) جملیه خبریه ده روستو دعذاب دهغوی نه یاجملیه دعائیه ده په باره دقیامت کښی -
[۶۹] دا څلورمه واقعه ده تعلق لری دسورة ددوهمی دعوی سره چه علم غیب خاص اللّه تعالٰی لره دی ځکه چه ابراهیم علیه السلام د میلمنو دحال نه خبرنه وؤ (وَلَقَدْ) واؤ دعطف دلالت کوی چه دټولو قصّو اصل مقصد یو دی چه اثبات دتوحید دی او لَقَدْ تاکید ئی دی دپاره ذکرکړو چه په مسئله دعلم غیب کښی دمنکرینو ډیرشک وؤ نودهغوی رد په دی واقعی سره کیږی، په لفظ (رُسُلُنَا) سره ددوی دراتللو مقصد ئی ذکرکړو چه خاص پیغام راوړل دی اوپه سورة حجر (۵۱) او ‌ذاریات (۲۴) کښی ضَیفَ ذکر کړی وؤ ځکه چه په خیال دابراهیم علیه السلام کښی میلمانه وؤ - (بِالْبُشْرَى) زیری دهلاکت دقوم د لوط علیه السلام یازیری دولد یعنی بشریٰ ئی مقصد وؤ لیکن دبشریٰ نه مخکښی ئی دسلام اوطعام ذکراوکړو - آیت کښی اشاره ده چه سلام کول طریقه د ملائکواودټولوانبیاؤ ده (سَلَامٌ) په پیښ سره دلالت کوی په دوام او همیشوالی باندی (ځکه چه جملیه اسمیه ده) نوداغوره دی د (سَلَامًا) نه چه په زورسره دی نوجواب احسن شو دسلام نه او (سَلَامًا) مفعول دی دپټ فعل دپاره سلّمنا سلامَا یامفعول دی د قالوا دپاره (أَنْ جَاءَ) یعنی حتَّی جاءیا مِن لفظ پټ دی -
[۷۰] (لَا تَصِلُ) کنایه ده دنه خوړلونه (نَكِرَهُمْ) ځکه چه سنت دپاره دمیلمه داده چه زرشروع به کوی په خوراک باندی اودعوت به قبلوی نودوی ددی طریقی خلاف اوکړو (خِيفَةً) ویره ده دضرر او تکلیف رسولو (قَالُوا لَا تَخَفْ) که سوال اوکړی شی چه ملائک څنگه پوهه شول دابراهیم علیه السلام دزړه په ویریدلو داعلم غیب دی؟ جواب دادی چه سورة حجر (۵۵) نه معلومه ده چه ابراهیم علیه السلام په خپله ژبه ددی اظهارکړی وؤ (لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا) یعنی مونږستا ضرر او نقصان له نه یوراغلی ضرر او عذاب دقوم لوط علیه السلام له راغلی یو (أُرْسِلْنَا) دلالت اوکړو چه دوی ملائیک وؤ او ملائیک خوراک نه کوی نوویره دابراهیم علیه السلام په دی سره زائله شوه (إِلَى قَوْمِ) داددوی دارسال دوهم مقصد دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>