وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۶ هود
وَامْرَأَتُهُ قَائِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِنْ وَرَاءِ إِسْحَاقَ يَعْقُوبَ ﴿۷۱﴾ قَالَتْ يَا وَيْلَتَى أَأَلِدُ وَأَنَا عَجُوزٌ وَهَذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ ﴿۷۲﴾
او ښځه دده ولاړه وه نو خوشحاله شوه پس زیری ورکړو مونږ هغی ته په اسحاق علیه السلام او روستو د اسحاق علیه السلام نه په یعقوب علیه السلام سره ﴿ ۷۱ ﴾
اوئیل هغی های تعجب دی آیا زه بچی زیږوم اوځه خو بوډی یم اودا خاوند ځما دی بوډا یقیناً دا خامخا کارعجیبه دی ﴿ ۷۲ ﴾
[۷۱] (وَامْرَأَتُهُ قَائِمَةٌ) یعنی پردی شاته ولاړه وه دپاره دخدمت دمیلمنو په دلیل ددی قول فاقبلت امراته، ذاریات (۲۹) یعنی پس دپردی نه مخامخ راغله هرکله چه پوهه شوه چه دوی ملائیک دی - (فَضَحِكَتْ) دی نه خندا مراد نه ده ځکه چه دحیاناکی زنانه خندا کول په لوی مجلس کښی مناسب نه دی نومراد ددی نه خوشحالیدل دی - سوال: سورة ذاریات (۲۹) نه معلومه ده چه زیری دهلک ورکړی شو نوروستو دهغی نه مخامخ راغله اوددی ځای نه معلومیږی چه زیری ورته روستو ملاؤ شو - اوبل سوال دادی چه بشارت اوشو نوسبب د ضحک څه وؤ؟ نوددی اول جواب دادی مجاهد او عکرمه وائی ضحک په معنیٰ د حاضت (حیض) دی یعنی اگرچه بوډئ وه لیکن حیض ئی شروع شو نودادلیل وؤ دولادت نوسبب د خوشحالی ته ضرورت نیشته نوزیری دولد ئی ورکړو بیاروستو مخامخ راغله په تعجب کښی شوه دوهم جوا ب دادی فراء وائی آیت کښی مخکښی والی روستو والی دی یعنی اول ئی بشارت ورکړو نوروستو هغه خوشحاله شوه - دریم جواب دادی چه هرکله ملائيکو اول بشارت ابراهیم علیه السلام ته ورکړو (لکه په سورة ذاریات (۲۸) کښی دی) نوښخی ئی پردی نه شاته واوریدل نوخوشحاله شوه خیال ئی داوؤ چه دبلی ښځی نه به پیدایش دولد کیږی نوروستو ملائیکو دی ته هغه بشارت ورکړو - سوال: دسورة حجر او ذاریات نه معلومیږی چه دبشارت بالولد نه او دازالی دخوف نه روستو ابراهیم علیه السلام دهغوی نه تپوس اوکړو چه ماخطبکم نو دا د اهلاک دقوم لوط خبرئی ورکړو اوپه دی سورة کښی معلومه شوه چه (لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَى قَوْمِ لُوطٍ) یعنی دخوف دازالی دپاره دوی دا لفظ وئیلی دی؟ جواب دادی چه دلته په عبارت کښی اختصاردی یعنی اول ئی ازاله دخوف په بشارت دولد سره اوکړه اوبیائی ازاله دخوف دتاکیددپاره روستو دسوال دابراهیم علیه السلام نه په ماخطبکم سره خبرداهلاک د قوم لوط ورکړو -
[۷۲] (يَا وَيْلَتَى) دا کلمه په وخت دتعجب کښی استعمالیږی - اودا زنانه سارا بنت هاران وه، دابراهیم علیه السلام دتره لور (عَجِيبٌ) دا عجیبه وؤ په اعتباردعادت سره نه په اعتباردقدرت د اللّه تعالٰی -