وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۷ هود
قَالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ رَحْمَتُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ﴿۷۳﴾ فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَجَاءَتْهُ الْبُشْرَى يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ ﴿۷۴﴾ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُنِيبٌ ﴿۷۵﴾ يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا إِنَّهُ قَدْ جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَإِنَّهُمْ آتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ ﴿۷۶﴾
دوی اوئیل آیا تعجب کوئ دکارد اللّه تعالٰی نه رحمت د اللّه تعالٰی دی وی اوبرکتونه دهغه دی وی په تاسوباندی ای کورنئ (دابراهیم علیه السلام) یقیناً ستائیلی شوی لوئی والادی ﴿۷۳﴾
پس هرکله چه لاړه دابراهیم علیه السلام نه ویره اوراغی هغه ته زیری نوبحث ئی شروع کړو زمونږسره په باره دقوم دلوط علیه السلام کښی ﴿۷۴﴾
یقیناً ابراهیم علیه السلام خامخا صبرناک دردمند گرځیدونکی ووحق ته ﴿۷۵﴾
(دوی اوئیل) ای ابراهیمه علیه السلام مخ واړوه ددی نه بی شکه یقیناً راغلی دی حکم درب ستا (په هلاکت ددوی سره) اویقیناً راتلونکی دی په دوئ باندی عذاب چه نه دی واپس کړی شوی ﴿۷۶﴾
[۷۳] (أَمْرِ اللَّهِ) فیصله د اللّه تعالٰی یا قدرت د اللّه تعالٰی (رَحْمَتُ اللَّهِ) غوره داده چه دا جمله خبریه خبردی، دعا نه ده - اودا آیت دلیل دی چه ښځه په اهل بیت کیدلوکښی اصل ده اودارنگ سورة احزاب (۳۳) کښی دی -
[۷۴] (الْبُشْرَى) زیری دولد او زیری دهلاکت دقوم دلوط علیه السلام (يُجَادِلُنَا) بحث کول دپاره دطلب دروستووالی دعذاب مجادله ده اوهغه ذکرده په سورة عنکبوت (۳۲) کښی اومراد دهغی دادی چه لوطعلیه السلام په قوم کښی موجوددی اوپه وخت دوجود دنبی په قوم کښی عذاب نه راځی نودا عذاب روستو کړئ -
[۷۵] دادلیل دی چه مجادله دابراهیم علیه السلام دملائکوسره په طوردضد او انکارسره نه ده بلکه دوجی دانابت الی اللّه نه وه اوورسره حلم او تاوّه هم وو - نودحکم دوجی نه روستووالی دعذاب ئی غوښتلو - اودتاوّه دوجی نه نرمی ئی غوښتله په عذاب کښی اود اِنَابَتْ دوجی نه ئی تابعداری دحق د قوم غوښتله -
[۷۶] داقول دملائکودی ابراهیم علیه السلام ته (أَعْرِضْ عَنْ هَذَا) یعنی په دی مجادله کښی فائده نیشته نودا پریخودل په کاردی اوروستوئی دوه علتونه ذکرکړی دی (غَيْرُ مَرْدُودٍ) کښی اشاره ده چه دابراهیم علیه السلام په مجادله سره نه واپس کیږی -