وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۰۸ هود

وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ ﴿۷۷﴾ وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِنْ قَبْلُ كَانُوا يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلَاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلَا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَشِيدٌ ﴿۷۸﴾ قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ ﴿۷۹﴾

اوهرکله چه راغلل ملائک زمونږلوط علیه السلام ته خفه شو دهغوئ په وجه اوتنگ ئی شو په دوئ باندی زړه اواوئیل ئی داورځ سخته ده ﴿۷۷﴾
اوراغی ده ته دده قوم زغلیدی شو دده دطرف نه اوددی نه مخکښی دوئ وو چه کول ئی ناکاره کارونه ده اوئیل اوقومه زما دا (زنانه ستاسو) زما لونړه دی دوئ ښی حلالی دی تاسولره پس اویریږئ د اللّه نه اومه شرموئ مالره په باره دمیلمنوزما کښی آیا نیشته ستاسونه سړی هوښیار ﴿۷۸﴾
دوئ اوئیل یقیناً ته ښه پوهیږی چه نیشته مونږلره په لونړو ستاکښی څه حاجت اویقیناً ته ښه پوهیږی په هغه څه چه مونږ غواړو ﴿۷۹﴾

[۷۷] دا پنځمه واقعه ده متعلق دسورة ددوهمی دعوی سره چه علم غیب خاص دی په اللّه تعالٰی پوری لوط علیه السلام ددی ملائکودحال نه خبرنه وؤ اونه ئی پیژندل اوقدرت ئی هم نه وو نوقوم ئی نه شو دفع کولی - (بِهِمْ) ضمیرراجع دی ملائکوته یعنی خفه شو په راتللودملائکوسره اول قول غوره دی یاضمیرراجع دی قوم ته یعنی خفه شو دهغوی په بدعمل سره (وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا) په اصل کښی اوښ په رفتارکښی خپلی مخکنئ خپی (چه ذرع ده) اوږدی اخلی اوهرکله چه به هغی باندی باردروند شی نوقدم تنگ کړی او (ذَرْعًا) سینی ته هم وئیلی شی (بِهِمْ) ضمیرقوم ته راجع دی ملائکوته نه دی راجع - نوداکنایه ده د تنگوالی دطاقت نه (عَصِيبٌ) دعصابه نه ماخوذ دی چه ددرد وجی نه په سرباندی پټئ اوتړلی شی -
[۷۸] اهراع، مجهول په معنیٰ دمعلوم سره مستعملیږی - گویا چه دوی یوبل لره تیزی ورکوله یاشهوت دوی زغلول (وَمِنْ قَبْلُ كَانُوا) دا سبب داهراع دی (السَّيِّئَاتِ) اغلام بازی، میلمانه تنگول، په کانړو ویشتل، لاری شوکول وغیره بدکارونه نه ئی کول (قَالَ) دادهغوی دفع کولودپاره ئی اوئیل - (بَنَاتِي) مراد ددی نه زنانه د قوم دی چه هغه نبی دپاره په منزله د لونړو وی داقول دمجاهد او سعیدبن جبیردی (أَطْهَرُ) دی کښی معنیٰ دتفضیل نه ده مراد ځکه چه اغلام بازئ کښی هیڅ طهارت نیشته (رَشِيدٌ) صالح او مصلح چه منع کول کوی دبدئ‌ نه -
[۷۹] (حَقٍّ) په معنیٰ دحاجت یعنی شهوت دی اودا قول ددوی دډیری بی حیائی دوجی نه وؤ (مَا نُرِيدُ) یعنی طلب ددی میلمنودپاره دفاحشه کولو -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>