يَعْتَذِرُونَ ۵۰۹ هود
قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَى رُكْنٍ شَدِيدٍ ﴿۸۰﴾ قَالُوا يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِنَ اللَّيْلِ وَلَا يَلْتَفِتْ مِنْكُمْ أَحَدٌ إِلَّا امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ﴿۸۱﴾ فَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِنْ سِجِّيلٍ مَنْضُودٍ ﴿۸۲﴾ مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ ﴿۸۳﴾
ده اوئیل ارمان دی چه مالره وی په تاسوباندی طاقت یاپناهی حاصلولی شوی ماقبیلی کلکی ته ﴿۸۰﴾
دوئ (ملائکو) اوئیل ای لوط علیه السلام یقیناً مونږ رالیږلی ملائک یو ستا درب هرگزنشی رسیدلی دوئ تاته (په ضررسره) نو بوځه کورنئ خپله په ټکړه دشپه کښی اوشاته دی نه گوری ستاسو نه هیڅ څوک سیوا دښځی ستانه یقیناً دوی ته به رسی هغه عذاب چه دی قوم ته رسیږی یقیناً نیټه دعذاب ددوی وخت دصبادی آیا نه دی صبا نزدی ﴿۸۱﴾
پس هرکله چه راغی عذاب زمونږ اوگرځوو مونږ بره طرف دکلو لاندی دهغی او را اوورولو مونږپه دوی باندی کانړی دپخو شوؤ نه پرله پسی ﴿۸۲﴾
نښووالا وو په نیزدرب ستا اونه وو هغه دظالمانونه لری ﴿۸۳﴾
[۸۰] (لَوْ) یا دتمنادپاره دی یاشرطیه دی جزاء ئی حذف ده (لدفعتکم) ضرورما به دفع کړی وی تاسو (قُوَّةً) نه مراد قوت دبدن دی یادمددگارو او مؤمنانوملگرو دی او (رُكْنٍ شَدِيدٍ) نه مراد اللّه تعالٰی نه دی ځکه چه نبی د اللّه تعالٰی نه غفلت نه کوی - اوحدیث شریف کښی دی یرحم اللّه لوطا لقدکان یاوی الٰی رکن شدید مقصد دحدیث بیان دکمال دلوط علیه السلام دی په مدافعت دمنکرکښی - نه دی مراد ددی نه تنقید او عیب دهغه -
[۸۱] (لَنْ يَصِلُوا إِلَيْكَ) اشاره وه چه زمونږغم مه کوه مونږ خو ملائک یو مونږته هیڅ ضرر نشی راکولی لیکن تاته تکلیف هم نشی درکولی اوپه دغه وخت کښی جبریل وزر دهغوی په سترگو باندی راښکلو نوسترگی ئی ړندی شوی لکه په سورة قمر (۳۷) کښی دی (وَلَا يَلْتَفِتْ) یعنی دمال او سامان وغیره پرواه دی نه کوی (إِلَّا امْرَأَتَكَ) دا استثناء ده د (بِأَهْلِكَ) نه یعنی دامه بوځه اوپه دی ښځی باندی عذاب راتلل دوجی دشرک دهغی نه وؤ معلومه شوه چه هغه قوم کښی شرک هم وؤ (أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ) یعنی لوط علیه السلام اوئیل زه غواړم چه دوی دی زر هلاک شی نوجواب اوشو چه صباخونزدی دی کنه -
[۸۲] (أَمْرُنَا) مراد ددی نه وخت دعذاب یا نفس عذاب دی (وَأَمْطَرْنَا) واؤ ترتیب نه فائده کوی - نوکیدی شی چه کانړی ورول مخکښی وی او الټه اړول دکلو روستووی یا اړول دکلو مخکښی وی اوبیا باران دکانړووی او اللّه تعالٰی قادردی چه کانړی ئی د اړولونه روستو ورولی وی لکه چه (وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ) کښی دیته اشاره ده (سِجِّيلٍ ) خټه چه پخه کړی شی په اورکښی په دی کښی اشاره وه چه په دی عذاب کښی ماده داور ده -
[۸۳] (مُسَوَّمَةً) وئیلی شوی دی چه لکلی شوی وؤ په هره گټه نوم دکافر (عِنْدَ رَبِّكَ) دلیل دی په دی باندی چه داگټی دجنس د ځمکی نه نه وی(وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ) په دی جمله کښی دری توجیهات دی - اول داچه هِیَ ضمیرراجع دی گټوته اوظالمین نه مراد قوم دلوط علیه السلام دی، دوهمه داچه ظالمین نه مراد کفارمکه دی اود هغوی مثل دی ددی امت نه څوک چه عمل کوی عمل دقوم لوط علیه السلام - دریمه توجیه داده چه ضمیر د هِیَ راجع دی کلو دقوم د لوط علیه السلام ته او مراد دظالمین نه کفارمکه دی -