وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۰ هود

وَإِلَى مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ وَلَا تَنْقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ ﴿۸۴﴾ وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿۸۵﴾ بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ ﴿۸۶﴾ قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَنْ نَتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَنْ نَفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ ﴿۸۷﴾

اولیږلی وو مونږ مدین ته رور دهغوی شعیب علیه السلام اوئیل ده ای قومه ځما بندگی خاص کړئ اللّه تعالٰی لره نیشته تاسولره هیڅ حق دار دبندگئ‌ سیوا دهغه نه او مه کموئ پیمانه او تله یقیناً زه وینم تاسولره په مالدارئ‌ کښی اویقیناً زه ویریږم په تاسوباندی دعذاب دورځی راگیروونکی نه ﴿۸۴﴾
اوای قومه ځما پوره کوئ‌ پیمانه اوتله په انصاف سره اومه کموئ دخلقو نه مالونه دهغوئ اومه گرځئ په ځمکه کښی ورانی کوونکی ﴿۸۵﴾
طاعت د اللّه تعالٰی غوره دی تاسولره که تاسوخبره منونکی ئی اوځه نه یم په تاسوباندی نگهبان (ساتونکی) ﴿۸۶﴾
دوئ‌ اوئیل ای شعیبه علیه السلام آیا ستادین حکم کوی تاته چه پریږدو مونږ هغه طریقه چه بندگی کوله په هغی مشرانوزمونږ (یاپریږدو) کارکول په خپلو مالونوکښی په رضا خپلی سره یقیناً ته (په خپل گمان) صبرناک او هوښیار ئی ﴿۸۷﴾

[۸۴] دا شپږمه واقعه ده چه دلیل نقلی دی په اوله دعوه ددی سورة باندی - یعنی شعیب علیه السلام بیان کړه یوه مسئله د توحید اومنع کړی ئی وؤ قوم لره دخیانت دمالونو نه (إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ) یعنی مالداری او فراخی دزرق (يَوْمٍ مُحِيطٍ) دا محیط اصل کښی صفت دعذاب دی لیکن ده باندی زیر دی دوجی دنزدیکت دیوم نه چه دی ته جرللجوار وائی - په دی آیت کښی دلیل دی په دی خبره چه شرک کول او پیمانه او تول کښی نقصان کول سببونه دعذاب دی -
[۸۵] په دی آیت کښی دری حکمونه دی - اول امرپه پوره کولو دپیمانه اودتول په انصاف سره اوداحکم بالقسط د لاتنقصوانه روستوی ددی دپاره راوړو چه انسان مکلف نه دی په زیاتی ورکولو ورسره بله وجه ددی داده چه په لاتنقصوا کښی نهی ده ددوی د قبیح عمل نه صراحةً نوپه دی کښی امربالمعروف دی په باره دکیل اوزون کښی - دوهم حکم په دی کښی نهی د بخس نه ده اومراد ددی نه هرقسم نقصان کول دی په مالونوکښی په غلا اوغصب اوپه ناجائزو حیلوسره - اودریم حکم منع ده دفسادنه - اومراد دفساد نه منع کول دخلقودی دتابعدارئ دشعیب علیه السلام نه اوپه آیت کښی اشاره ده چه نقصان په پیمانه او تول کښی فساد دی -
[۸۶] (بَقِيَّتُ اللَّهِ) مراد ددی نه جائز گټه ده په تجارت کښی یامرا ددی نه طاعت د اللّه تعالٰی او رسول اللّٰه ﷺ دی (إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ) ددی شرط اوله وجه داده چه ثواب دطاعت موقوف دی په ایمان باندی - دوهمه وجه داده چه ددوی قوم دعویدار دایمان وؤ (بِحَفِيظٍ) بچ کوونکی دزوال دنعمتونو د اللّه تعالٰی ستاسونه په سبب د گناهونو ستاسو -
[۸۷] صلوٰة، په معنیٰ دمونځ دی ځکه چه شعیب علیه السلام ډیرمونځ گذار وؤ یاپه معنیٰ ددین دی اودا وینا ددوی په طریقه داستهزاء سره ده ( أَوْ أَنْ نَفْعَلَ) په دی کښی دری توجیه دی اول داچه دی نه مخکښی لفظ دتنهانا‌پټ دی - دوهم داچه لفظ د لا مقدر دی - دریم داچه داعطف دی په (مَا يَعْبُدُ) باندی مراد ددوی داوؤ چه مالونه زمونږ خپل دی زمونږاختیار دی - که هرقسم تصرف په کښی کوو - اودا قول دهغو سرمایه دارو وی چه ددین د الٰهی پابندی نه منی (إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ) داپه طریقه داستهزاء‌ سره دی - یا په دی لفظ کښی د (بِزَعْمِکَ) پټ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>