وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۲ هود

قَالَ يَا قَوْمِ أَرَهْطِي أَعَزُّ عَلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَاتَّخَذْتُمُوهُ وَرَاءَكُمْ ظِهْرِيًّا إِنَّ رَبِّي بِمَا تَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿۹۲﴾ وَيَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَى مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ وَارْتَقِبُوا إِنِّي مَعَكُمْ رَقِيبٌ ﴿۹۳﴾ وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَأَخَذَتِ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۹۴﴾

ده اوئیل ای زما قومه آیا زما خاندان ډیرعزتمند دی په تاسوباندی د اللّه تعالٰی نه اوگرځولوتاسو هغه لره روستو دځان نه شاته غورزولی شوی یقیناً رب ځما په هغه کارونو چه تاسوئی کوئ‌ راگیروونکی دی ﴿۹۲﴾
اوای قومه ځما کار کوئ په خپله طریقه اوطاقت باندی یقیناً‌ زه هم کارکوونکی یم (ددعوت) زر دی چه تاسوبه پوهه شئ‌ چه څوک دی چه راځی هغه ته عذاب چه رسوا به ئی کړی اوڅوک دی هغه چه دروغژن وی او انتظار کوئ زه هم تاسوسره انتظار کوونکی یم ﴿۹۳﴾
اوهرکله چه راغی حکم دعذاب زمونږ بچ کړو مونږشعیب علیه السلام اوهغه چاچه ایمان ئی راوړی وؤ دهغه په ملگرتیا کښی په وجه د رحمت زمونږ او اونیو ظالمانولره هیبت ناکی چغی پس شول په خپلوکورونوکښی پړمخی پراته مړی (فناشول) ﴿۹۴﴾

[۹۲] دازورنه ده دطرف دشعیب علیه السلام نه دقوم په دریمه جمله باندی یعنی باطل پرست قوم د اللّه تعالٰی لحاظ نه کوی بلکه دمخلوق لحاظ کوی او د اللّه تعالٰی نه نه ویریږی او د خلقونه ویره کوی (ظِهْرِيًّا) منسوب دی ظهرته اوظاء باندی زیر دوجی دنسبت نه دی او (وَرَاءَكُمْ) په ډیرروستووالی باندی دلالت کوی -
[۹۳] په دی آیت کښی اعلان برائت دی دقوم نه اوتخویف دعذاب دی په حکیمانه طریقی سره - (مَكَانَتِكُمْ) مکانت هغه حالت ته وئیلی شی چه انسان په هغی کښی په کارکولوباندی طاقت لری - (سَوْفَ) په دی کښی حرف د فاء ئی نه دی ذکرکړی اشاره ده چه استیناف بیانی دی (وَارْتَقِبُوا) ارتقاب کښی مبالغه ده په نسبت دانتظار ځکه چه په دی کښی معنیٰ دحفاظت هم مراد ده سره دانتظار نه -
[۹۴] په دی آیت کښی ذکردنجات د شعیب علیه السلام او دمؤمنانودی اوسبب دهغی رحمت د اللّه تعالٰی دی اوذکردعذاب دی په منکرینوباندی - سوال: قصه دعاد اومدین کښی (وَلَمَّا جَاءَ) په واؤ سره اوپه قصه دثمود او قوم لوط کښی په حرف د فاء سره ولی ذکرکړی دی؟ جواب په قصه دثمود اودقوم لوط کښی ذکردوعدی دعذاب تیرشوی دی وَعدغیرمکذوب او موعدهم الصبح نوهغه په منزله دسبب دی نوفاء ئی ذکرکړیده اوپه قصه دعاد او مدین کښی ذکردوعدی مخکښی نیشته -