وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۳ هود

كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا أَلَا بُعْدًا لِمَدْيَنَ كَمَا بَعِدَتْ ثَمُودُ ﴿۹۵﴾ وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۹۶﴾ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَاتَّبَعُوا أَمْرَ فِرْعَوْنَ وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ ﴿۹۷﴾ يَقْدُمُ قَوْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَوْرَدَهُمُ النَّارَ وَبِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُودُ ﴿۹۸﴾ وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ بِئْسَ الرِّفْدُ الْمَرْفُودُ ﴿۹۹﴾ ذَلِكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْقُرَى نَقُصُّهُ عَلَيْكَ مِنْهَا قَائِمٌ وَحَصِيدٌ ﴿۱۰۰﴾

لکه چه نه وو دیره په هغی (ځای) کښی خبرشئ تباهی ده دمدین والولره لکه چه تباه شول ثمودیان ﴿۹۵﴾
اویقیناً اولیږلو مونږ موسیٰ علیه السلام لره په معجزاتو خپلو اوپه دلیل ښکاره سره ﴿۹۶﴾
فرعون او مشرانودقوم هغه ته پس روان شو هغوی په طریقه دفرعون پسی اونه وه طریقه دفرعون هیڅ فائدی والا ﴿۹۷﴾
وړاندی به ځی دقوم خپل نه په ورځ دقیامت پس ورننه باسی به دوی اورته اوناکاره گودردی چه ورته تلل کیدی شی ﴿۹۸﴾
اوپرله پس کیږی په دوی باندی په دی دنیاکښی لعنت اوپه ورځ دقیامت هم ناکاره دی نعمت ورکړی شوی ﴿۹۹﴾
داچه (ذکرشو) بعضی خبرونودکلونه دی بیانوو مونږدا په تاباندی بعضی دهغی نه ولاړ (شته په خپل ځای) اونور دل دول کړی شوی دی ﴿۱۰۰﴾

[۹۵] په دی آیت کښی تشبیه دعذاب دقوم دشعیب علیه السلام ده دعذاب دثمود سره دوجی دمشابهت دعذاب صیحه او رجفه نه په دواړوباندی یا ددی وجی نه چه دواړه په عرب کښی داخل وؤ - په آیت (۶۷) کښی اخذ مذکردی اوپه دی آیت (۹۴) کښی اخذت مؤنث دی؟ مذکر ددی وجی نه چه صیحه په تاویل دصباح سره ده او دابن عباس رضی اللّه عنهما نه روایت دی چه صیحه دثمود د ځمکی نه وه اوصیح دقوم دشعیب علیه السلام د آسمان نه وه -
[۹۶] ددی نه اوومه واقعه د موسیٰ علیه السلام مختصرده ځکه چه په سورة یونس کښی په تفصیل سره بیان شوه - ددی تعلق دسورة ددریمی دعوی سره دی - یعنی شجاعت د موسیٰ علیه السلام په مقابله دفرعون کښی یاد کړئ‌ - (بِآيَاتِنَا) آیَات، معجزات عامه د موسیٰ علیه السلام (سُلْطَانٍ مُبِينٍ) خاص معجزه دعصا مراد ده یا هغه رعب مراد دی چه موسیٰ علیه السلام له ورکړی شوی وؤ - اوفرعون تری نه ویره کوله -
[۹۷] په دی آیت کښی دهغوی لوی خباثت ذکر شوی دی چه په مخالف د موسیٰ علیه السلام کښی ئی دفرعون تابعداری کوله مراد د (أَمْرَ) نه طریقه او دین دی (وَمَا أَمْرُ فِرْعَوْنَ بِرَشِيدٍ) دا رد دی دقول دفرعون چه سورة حم مؤمن (۲۹) کښی دی یعنی دعویٰ درشد اودارشاد ئی کوله -
[۹۸] داتخویف اخروی دی او جزاء دجنس دعمل نه وی یعنی دی په دنیاکښی دقوم مقتداء وؤ نوپه ورځ دقیامت به هم داسی وی - (الْوِرْدُ) گودرداوبو ته وئیلی شی - لیکن جنهم ته ئی وِرْدُ تهکماً‌ وئیلی دی -
[۹۹] داد عذاب دنیوی او اخروی دواړو ذکردی - په دنیاکښی لعنت دطرف د اللّه تعالٰی او د ملائیکو او مؤمنانودطرف نه دی اولعنت ته ئی (الرِّفْدُ) ئی تهکماً وئیلی دی ځکه چه رفد مدد ته وئیلی شی اولعنت ته په اصل کښی نشی وئیلی -
[۱۰۰] دا آیت متعلق دی دټولو واقعاتو مخکنو سره (قَائِمٌ) موجود دی لکه مصر دفرعونیانو اوآبادئ دثمودیانو په غرونو دمدین صالح کښی اوکلی دعادیانو او قوم لوط فنا شوی دی -