وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۴ هود
وَمَا ظَلَمْنَاهُمْ وَلَكِنْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَمَا أَغْنَتْ عَنْهُمْ آلِهَتُهُمُ الَّتِي يَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ لَمَّا جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ وَمَا زَادُوهُمْ غَيْرَ تَتْبِيبٍ ﴿۱۰۱﴾ وَكَذَلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَا أَخَذَ الْقُرَى وَهِيَ ظَالِمَةٌ إِنَّ أَخْذَهُ أَلِيمٌ شَدِيدٌ ﴿۱۰۲﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِمَنْ خَافَ عَذَابَ الْآخِرَةِ ذَلِكَ يَوْمٌ مَجْمُوعٌ لَهُ النَّاسُ وَذَلِكَ يَوْمٌ مَشْهُودٌ ﴿۱۰۳﴾ وَمَا نُؤَخِّرُهُ إِلَّا لِأَجَلٍ مَعْدُودٍ ﴿۱۰۴﴾ يَوْمَ يَأْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلَّا بِإِذْنِهِ فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ ﴿۱۰۵﴾ فَأَمَّا الَّذِينَ شَقُوا فَفِي النَّارِ لَهُمْ فِيهَا زَفِيرٌ وَشَهِيقٌ ﴿۱۰۶﴾
اوظلم نه دی کړی مونږپه دوی باندی اولیکن ظلم کؤو دوئ په خپلو ځانونو پس لری نه کړو ددوئ نه مددگارانو ددوئ کوم چه دوئ به را مدد کول هغوی سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ (مصیبت) هرکله چه راغی عذاب درب ستا اوزیاتی نه کړو دوی لره سیوا دتباهئ نه ﴿۱۰۱﴾
اودغه شان نیول درب ستادی هرکله چه نیسی کلولره اوهغه ظلم کوونکی وی یقیناً نیول دهغه دردناک سخت دی ﴿۱۰۲﴾
یقیناً په دی کښی شته خامخا عبرت هغه چالره چه ویریږی عذاب دآخرت نه دا داسی ورځ ده چه جمع به کړی شی دی ته ټول خلق اودا داسی ورځ ده چه گواهی به اوکړی شی په هغی کښی ﴿۱۰۳﴾
او نه روستو کوؤ دامگر نیټی لږی پوریاو نه روستو کوؤ دامگر نیټی لږی پوری - ﴿۱۰۴﴾
هغه ورځ چه راشی (نیټه) خبری به نشی کولی هیڅ نفس مگرپه حکم د اللّه تعالٰی سره پس څوک به ددوی نه بدبخت وی اوڅوک به نیک بخت وی ﴿۱۰۵﴾
پس هغه کسان چه بدبخت دی نودوئ به په اور کښی وی دوئ لره به په هغی کښی اسویلی او هیړار وی ﴿۱۰۶﴾
[۱۰۱] دا آیت هم متعلق دی دمخکنوواقعاتو سره اوپه دی کښی ئی سبب دعذاب دهغوی ذکرکړی دی یعنی شرک او رد دی په شرک د تصرف باندی یعنی دغه ټولو قومونو د اللّه تعالٰی نه سیوا نور معبودان او واکداران نیولی وؤ - لیکن دعذاب په وخت کښی هغوی ددوی هیڅ امداد اونه کړو بلکه دهغوی دو وجی نه تباهی ئی زیاته شوه (وَمَا زَادُوهُمْ) سبب ددی زیادت عبادت ددغه معبودانو وؤ اوداسی په سورة احقاف (۲۸) کښی راځی -
[۱۰۲] په دی آیت کښی تخویف دی په طریقه دالتفات سره موجودؤ خلقوته او سبب دعذاب ئی ذکرکړی دی چه هغه ظلم دی -
[۱۰۳] په دی کښی اشاره ده چه خوف دعذاب د اخرت سبب دعبرت اخستلودی ددنیا دعذابونونه اوپه دی کښی انتقال دی ذکردتخویف اخروی ته په دی آیت کښی دآخرت دوه نومونه ئی ذکرکړی دی -
[۱۰۴] اشاره ده چه قیامت راتلل د اللّه تعالٰی په اختیارکښی دی اودهغی دپاره اجل مقرر دی -
[۱۰۵] په دی آیت کښی ذکردهیبت دقیامت دی اوداسی په سورة نباء (۲۸) کښی هم ذکردی اوتقسیم دخلقودی دوه قسمونوته اول شَقِيٌّ، اودا دوه قسمه دی کافرمشرک هغه اعلٰی شقی دی او مؤمن گنهگار هغه ادنٰی شقی دی - اودوهم سَعِيدٌ نیک بخت خلق -
[۱۰۶] په دی کښی تخویف اخروی دی یوی ډلی ته - شقی هغه دی چه نافرمانی د اللّه تعالٰی اودرسول نه ئی کړی وی یا فاسق وی یا مشرک اوکافروی (زَفِيرٌ) ساه راښکلوته وائی په وخت دغم او افسوس کښی او شَهِيقٌ دغه ساه ویستلوته وائی چه په زورسره وی - اودا دواړه آوازونه دخرو په آوازکښی ښکاره موجود وی - دارنگ زفیرآواز دمرئ دی اوشهیق آواز دسینی دی اوزفیرسخت آواز دی اوشهیق په دمه آواز دی اوداټول دلالت کوی په ډیرغم باندی -