وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۵ هود
خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ ﴿۱۰۷﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ سُعِدُوا فَفِي الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ ﴿۱۰۸﴾ فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِمَّا يَعْبُدُ هَؤُلَاءِ مَا يَعْبُدُونَ إِلَّا كَمَا يَعْبُدُ آبَاؤُهُمْ مِنْ قَبْلُ وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ نَصِيبَهُمْ غَيْرَ مَنْقُوصٍ ﴿۱۰۹﴾
همیشه به وی دوئ په هغی کښی څوپوری چه وی آسمانانونه او ځمکه (دهغه وخت) مگرهغه کسان چه اوغواړی رب ستا یقیناً ستارب کوونکی دهغه کاردی چه اوغواړی ﴿۱۰۷﴾
اوهغه کسان چه نیک بخت کړی شوی دی نو (اول نه به داخلیږی) په جنت کښی همیشه به وی په هغی کښی ترڅوپوری چه وی آسمانونه اوځمکه (دهغه وخت) مگرهغه کسان چه اوغواړی ستا رب بخشش دی بی انتهاء ﴿۱۰۸﴾
پس مه کیږه په شک کښی دوجی دهغی چه بندگی ئی کوی داکسان دوی بندگی نه کوی مگرپه شان دهغی چه بندگی کوله مشرانو ددوی ددی نه پخوا اویقیناً مونږبه پوره ورکوو دوئ ته برخه ددوئ چه هیڅ نیمگړی به نه وی ﴿۱۰۹﴾
[۱۰۷] آسمانونه اوځمکه دقیامت مراد دی په دلیل دآیت سورة ابراهیم (۴۸) اوهغه اسمانونه او ځمکه همیشه به وی (إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ) نه مراد مؤمنان گنهگاردی چه معاف نه شی او جهنم ته ئی داخل کړی څه وخت دپاره بیابه ئی را اوباسی نودادخَالِدِينَ نه استثناء ده - یا ددی نه مراد نورقسمونه دعذاب دجهنم دی سیوا د اورنه لکه زمهریراو خوراک او څښکاک په جنهم کښی - نودا دالنار نه استثناء ده (إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ) کښی اشاره ده چه په اللّه تعالٰی څوک اعتراض نشی کولی - اونه دهغی دارادی نه خلاف کیدی شی -
[۱۰۸] په دی ایت کښی بشارت دی (سُعِدُوا) دمجهول په صیغه سره اشاره ده چه سعادت صرف په فضل د اللّه تعالٰی سره خاصلیږی (إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ) ددی نه مراد هغه گنهکارمؤمنان دی چه معاف نکړی شی نوهغوی به ابتداء نه جنت ته داخل نه کړی شی څه وخت روستوبه ئی داخل کړی نودا استثناء ده ددی نه ففی الجنة ای یدخُلُون فی الجنة ابتداءً الا المؤمنین العصاة - یعنی نیک بخت خلق به اول سر نه جنت ته داخلیږی مگرگنهگار مؤمنان (عَطَاءً غَيْرَ مَجْذُوذٍ) کښی اشاره ده چه د إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ - دا مطلب نه دی چه دجنت ته داخلیدلونه روستو بیا راوزی یعنی څوک چه یوځل جنت ته داخل شی نو بیا به ترینه بهر نه راوزی -
[۱۰۹] هرکله چه ویره دمشرکینو اوبشارت دمؤحدینو ذکرشو نودهغی نیتجه داشوه جه شرک باطل دی دهغی په بطلان کښی شک مه کوئ - دآیت دوه مطلبه دی یوداچه په توحید کښی شک مه کوه دوجی دعبادت دمشرکینونه غیراللّه لره ځکه چه ددوی دا عبادت ددوی دمشرانوپه شان بی دلیله دی صرف دتقلید په طورسره دی، دوهم داچه شک مه کوه په بطلان دعبادت کولو دغیراللّه کښی (وَإِنَّا لَمُوَفُّوهُمْ) دا جواب دسوال دی هرکله چه داشرک باطل او بی دلیله کاردی نودی مشرکانوته به روزی اومالونه وغیره نه ملاویدلی؟ جواب اوشو چه دی دنیا کښی ددوی حصه ده په طریقه دابتلاء به دوی ته ورکیدی شی یا د نصیب نه مراد حصه ددوی ده د عذاب نه -