وَمَا مِنْ دَابَّةٍ ۵۱۶ هود
وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَاخْتُلِفَ فِيهِ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مُرِيبٍ ﴿۱۱۰﴾ وَإِنَّ كُلًّا لَمَّا لَيُوَفِّيَنَّهُمْ رَبُّكَ أَعْمَالَهُمْ إِنَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ خَبِيرٌ ﴿۱۱۱﴾ فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱۲﴾ وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ﴿۱۱۳﴾
او یقیناً ورکړی وو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب (تورات) نواختلاف اوکړی شو په هغی کښی اوکه نه وی نیټه (دعذاب) چه مخکښی کړی شوی ده دطرف درب ستانه خامخا فیصله به شوی وه په مینځ ددوی کښی اویقیناً دوی په شک کښی دی ددی نه چه کلک شک دی ﴿۱۱۰﴾
اویقیناً هریو ددوی نه هرکله (چه پورته کړی شی) نوپوره به ورکړی دوی ته رب (بدله) دعملونو ددوئ یقیناً اللّه تعالٰی ددوئ په عملونوخبردار دی ﴿۱۱۱﴾
پس ټینگ اوسه (په دین) لکه څنگه چه تاته حکم کړی شوی دی اوهغه څوک (هم) چه گرځیدلی دی (اللّه تعالٰی ته) ستاپه تابعدارئ کښی اودحد نه مه تیریږئ یقیناً اللّه تعالٰی ستاسو عملونولره ښه لیدونکی دی ﴿۱۱۲﴾
او مه کږیږئ هغه کسانوته چه ظلم ئی کړی دی پس اوبه رسی تاسوته اور اونه به وی تاسولره سیوا د اللّه تعالٰی نه هیڅ څوک بچ کوونکی دوستان بیابه مددهم نه شی کیدی تاسوسره ﴿۱۱۳﴾
[۱۱۰] دا جواب دبل سوال دی چه دا شرک باطل اوبی دلیله دی نودوی ته عذاب ولی نه راځی؟ دجواب حاصل دادی چه داسی بنی اسرائیلو هم په کتاب د اللّه کښی اختلاف کړی وؤ څوک مشرک شول او څوک مؤحد لیکن عذاب ترینه روستو شوی وؤ دوجی دحکمت نه (وَإِنَّهُمْ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ) یومعنیٰ داده چه دغه بنی اسرائیل دوجی داختلاف نه په خپل کتاب کښی ډیرشکیان شول - دوهمه معنیٰ داده چه دغه بنی اسرائیل ددی اختلاف دوجی نه په قرآن کښی شک کوونکی شول -
[۱۱۱] دا جواب دبل سوال دی هرکله چه دوئ له عذاب په دنیا ورنکړی شونودوی به معاف وی - جواب اوشوچه په ورځ دآخرت به هریوله پوره عذاب او جزا ورکیدی شی - (ترکیب) كُلًّا، اسم دی د إِنَّ دپاره او لَمَّا شرطیه دی شرط ئی پټ دی یُبعثنَّ او لَیوفینهم، ئی جزاده - شرط دجزا نه خبردی د إِنَّ دپاره، اوپه بل قراءة کښی لَمَّا په تنوین سره دی په معنیٰ د جمیعاً نوتاکید دی دی د كُلًّا او لَیوفینهم خبردی د إِنَّ دپاره -
[۱۱۲] ددی آیت نه تر اخر دسورة پوری دریم باب دی په دی کښی تشجیع او تسلی ده رسول او دعوت کوونکوته په پنځه امورو سره - دری اوامراودری نواهی، بیا سبب دعذاب بیان کړی شو، بیا حکمت دعذاب دروستوکیدلو بیان شو بیا زجراوتخویف دی، بیافائدی دقصودانبیاؤ بیان شوی دی بیابرائت او آخری آیت خلاصه دسورة ده - په دی آیت کښی اول امرداستقامت دی نبی ﷺ ته اوبیا امت ته اوبیا نهی دطغیان نه ځکه چه طغیان منافی داستقامت دی او استقامت د اللّه تعالٰی په ټولو حکمونوباندی پوره عمل کول دی په داسی طریقه چه دهغی نه یوخوا بل خوا نه اوړی او (كَمَا أُمِرْتَ) کښی دا فائده ده چه استقامت د اللّه تعالٰی دامر په مطابق په کاردی دپاره ددی چه په شرک او بدعت اوناروا کارونوپوخ اودریدل ددی نه بهرشی - اواستقامت شرعی ډیرگران کاردی ددی وجی نه د ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه رسول اللّٰه ﷺ فرمائیلی دی چه (شَیبَّتنی سورة هود واخواتها) زه سورة هود او ددی په شان سورتونو بوډا کړم -
فائده: هرکله چه صحابه او نور امتیان په استقامت کښی نبی ته نه شی رسیدلی ددی وجی نه هغه ئی په طریقه دعطف سره ذکرکړل - اوطغیان نه مراد دحد شرعی نه تجاوز کول دی - او هغه په شرک اوبدعت سره کیږی نودهغی نه ئی منع اوکړه -
[۱۱۳] په دی آیت کښی په استقامت باندی دباقی پاتی کیدلو دپاره ئی منع اوکړه دمیلان کولونه ظالمانوته اودا دریم ادب دداعی دی او ددی نه مراد دادی چه مشرکانو مبتدعینو اودهریانو او دنیاپرستو اشرارو سره شرکت په مجلوسونوکښی او مخالطت او دوستانه مه کوئ - دا سبب دعذاب الٰهی دی - رکون نه مراد دادی چه ظالمانوطرف ته داسی مائیل شی چه دهغوی دگناه اثرپه تاکښی ښکاره شی او دهغوی دگناه تائید اوکړی شی ځکه رکون دلالت کوی په تقویت باندی -